جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهجنرال میلي: د افغان ژباړونکو ژوند له خطر سره مخ دی

جنرال میلي: د افغان ژباړونکو ژوند له خطر سره مخ دی

تاند(یکشنبه، د جوزا ۹) یو لوړپوړي امریکایي جنرال مارک مېلي یو وار بیا له سپینې ماڼۍ څخه غوښتنه کړې چې د هغو ۱۸ زره افغانانو ژوند وژغوري چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره ګډ کار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، دوی د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر چټکتیا برنامه کې د ۱۸ زره افغان ژباړونکو د ایستلو خبره هم سپینې ماڼۍ ته مطرح کړې ده خو په وینا یې هغوی تر اوسه په دې اړه غور نه دی کړی.

مېلي څرګنده کړې، ممکن طالبان هغه افغانان په نښه کړي چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی نو اړتیا ده چې امریکا کې ورته د ژوند کولو زمینه برابره شي.

هغه ویلي دا له افغان همکارانو سره د امریکا یو اخلاقي تعهد څرګندوي نو ولسمشر بایډن باید دا مسئله جدي ونیسي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې پنټاګون هم ویلي، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو د ایستلو بهیر چټکوي.

د پنټاګون د ویاند په وینا له ټولو لورو او اړوندو اداراتو سره یې خبرې پيل کړې څو د هغو افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی او ژوند ته یې ګواښونه متوجه دي.

پنټاګون ویلي دوی په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او هڅه دا ده چې ژر تر ژره دغه بهیر چټک کړل شي. تر دې وړاند د امریکا سنا له سپینې ماڼۍ غوښتي وو چې ژر تر ژره دې د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.

دمګړی شاوخوا ۱۸ زره افغانانو خپل غوښتنلیکونه امریکا ته سپارلي او د ځانګړو وېزو غوښتنه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب