Homeخبرونهامریکا: په یوه نښته کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

امریکا: په یوه نښته کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند(یکشنبه، د جوزا ۹) د امریکا فلوریډا ایالت په میامي ښار کې دریو وسله والو پر خلکو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میامې ایالت پولیس چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې دوه تنه ځای پر ځای وژل شوي او شل نور ټپیان دي چې د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت هم د اندېښنې وړ دی.

چارواکو زیاته کړې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ګڼ شمېر خلک یو کانسرت ته په تمه وو.

د دوی په خبره، تر اوسه پورې د پېښې انګېزه روښانه نه ده خو دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...