Homeخبرونهولسمشر غني وايي، حکومت د کورونا د درېیمې څپې مهارولو ته چمتووالی...

ولسمشر غني وايي، حکومت د کورونا د درېیمې څپې مهارولو ته چمتووالی لري

تاند – په داسې حال کې چې د کورونا د پېښو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی، ولسمشر اشرف غني وایي چې د افغانستان حکومت د کورونا وبا د دریېمې څپې مهارولو ته بشپړ چمتوالی لري.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن یکشنبه/ د جوزا ۹مه خپره شوې په کې راغلي چې ولسمشر غني دغه خبره نن غرمه د روغتیا وزارت له مسؤلینو سره د ناستې پر مهال وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره دې هم بېړني اقدامات وکړي.

ارګ وايي، ولسمشر دغه راز د عامې روغتیا وزارت د راپور د ارزونې پر مهال وویل، حکومت د کورونا وبا کنټرولو لپاره چمتوالی لري خو په خبره یې، نړیوال روغتیایي بنسټونه دې د مؤثرې همکارۍ په موخه له افغانستان سره خپلې ژمنې په بشپړ ډول تطبیق کړي.

د هغه په خبره چې د خلکو د واضح عامه پوهاوي ترڅنګ دې له منابعو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره ولایتي ادارې لا منسجمې او مسؤلیتونه واضح شي.

ولسمشر غني داسې مهال د کورونا د درېیمې څپې پر وړاندې د بشپړ چمتووالي خبره کوي چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د کورونا د پېښو د زیاتوالي له امله ښوونیز مرکزونه د دوو اونیو لپاره رخصت اعلان شوي دي او په کابل کې د ودونو تالارونه هم تړل شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ۹۲۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په همدې موده کې پر کورونا ناروغۍ اخته ۲۵ کسان مړه شوي هم دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له تازه ثبت شویو شمېرو سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷۱ زره او ۶۹۰ تنو ته، د مړه شویو کسانو شمېر ۲ زره او ۹۴۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۵۷ زره او ۲۸۱ ته لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...