Homeخبرونهامریکا د یوې پټې معاملې له مخې پاکستان ته بیا مرستې پیلوي

امریکا د یوې پټې معاملې له مخې پاکستان ته بیا مرستې پیلوي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۸) د امریکايي او پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره هڅه کوي چې د ۲۰۲۲ مالي کال په بودجه کې پاکستان ته د اقتصادي او اجتماعي مرستو ترڅنګ د پاکستاني پوځ د پرسونل د روزنې لپاره هم پیسې ځانګړي کړي.

ویل کېږي چې امریکا وروسته له دې پاکستان ته زیاتې مرستې په پام کې نیولې چې دغه هیواد د افغانستان پر سر د همکارۍ لپاره ځینې پټې ژمنې متحدو ایالتونو ته ورکړې.

جو بایډن د جمعې په ورځ د ۲۰۲۲ مالي کال لپاره ۶ تریلیون ډالره بودجه اعلان کړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لویه بودجه ده.

په دې بودجه کې د غیردفاعي چارو په تېره بیا د ټولنیزو پروګرامونو او د بیخ بنايي پروژو لپاره د ۱۶ سلنه اضافي بودجې غوښتنه شوې ده.

د دفاعي چارو لپاره د ۷۱۵ ملیارد ډالرو بودجې وړاندیز شوې چې تر تېرو کلونو په سلو کې ۳ سلنه لږه ده. په ۲۰۲۲ م کال کې به په افغانستان او عراق کې امریکا ۳ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره وسپموي.

خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره تر تېرو کلونو ۹ اعشاریه ۲ سلنه زیاتې پیسې غوښتل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بودجه کې د پاکستان لپاره هم له څو کلونو ځنډه وروسته د لومړي ځل لپاره بودجه په پام کې نیول شوې ده او ویل شوي چې د کانګریس غړیو ته هم قناعت ورکړل شوی دی. په تېرو کلونو کې د کانګریس غړیو پاکستان ته د مرستو له ورکولو سره سخت مخالفت کاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د جمعې په ورځ کانګریس ته په استول شوې وړاندیزي بودجه کې په پاکستان په ځانګړي ډول د افغانستان پولو ته نژدې په خیبرپښتونخوا کې د دیموکراتیکې حکومتولۍ د پیاوړتیا، او په افغانستان کې له سولې سره د مرستې لپاره په دې سیمه کې د تشدد د کمولو لپاره د پروژو غوښتنه شوې ده.

د پاکستان له مرکزي حکومت او د پوځ د روزنې لپاره د دفاع وزارت او نورو ادارو وړاندیز شوې پیسې له دې جلا دي.

د ایشیاټایمز د راپور له مخې، پاکستاني چارواکي وايي چې په افغانستان کې د مځکني او هوايي ملاتړ لپاره له امریکا سره هغه موافقه، چې په ۲۰۰۱ م کال دواړو خواوو کړې وه، لا هم پر خپل حال ده.

د امریکا حکومت د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا د هیوادونو لپاره هم د سلګونو ملیون ډالرو بودجه کانګریس ته د تصویب لپاره وړاندیز کړې ده.

امریکا په ۲۰۱۸ م کال د پاکستاني پوځیانو د روزنې پروګرام وځنډاوه او ویې ویل چې پاکستان افغان طالبانو ته پټنځایونه ورکوي. د ۲۰۱۹ په جولای کې یې د پاکستان د ایف شپاړس الوتکو د تخنیکي ملاتړ لپاره ۱۲۵ ملیون ډالره پاکستان ته ورکړل چې دا مرسته تر پخوانیو خورا لږه وه.

د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د امریکا متحدو ایالتونو پاکستان ته ۲۳ ملیارد ډالره او د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ ترمنځ ۱۴ ملیارد ډالره مرسته ورکړې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...