جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهپه سل افغانۍ د امریکا منظره/ عصمت بهیر

په سل افغانۍ د امریکا منظره/ عصمت بهیر

د کابل څخه دوبۍ ته او له دوبۍ څخه راساً د امریکا اټلانتا ته او بیا د آیوا ښار ته ولاړم. آیوا ښار ته د یونسکو له خوا په ۲۰۰۸ م کې د ادبیاتو د ښار لقب ور کړل شوی دی. په دې سفر کې مې د یودېریش (۳۱) هیوادونو له لیکوالو سره وپېژندل او درې میاشتې مې له دوی سره یو ځای له مینې ډک ژوند وکړ. ډېرې خبرې، نزاکتونه او د ښه ژوند کولو رازونه مې ور څخه زده کړل. وروسته له دریو میاشتو سلامت خپل هیواد او کور ته راغلم.

حیرانېږئ مه! دا د ډاکتر صاحب محب زغم د نوي چاپ شوي کتاب (د ادبیاتو ښار) کیسه وه، چې په سل افغانۍ مې رانیولی دی.

(د ادبیاتو ښار) د ډاکتر محب زغم د هغه سفر یونلیک دی چې په ۲۰۱۲ م کې د لیکلو نړیوال internation writing program پروګرام په بلنه امریکا ته کړی و.

که څه هم زه د یونلیک له لوستلو سره علاقمندي نه لرم. بیا مې هم ولوستی ځکه زما په نظر د یونلیک لوستل په هغو وختونو کې مهم ول، چې رسنۍ، انټرنیټ او داسې د اطلاع رسوني وسایل نه ول نو خلکو به کوښښ کاوه چې سفرنامې ولولي، او د نورو هیوادونو په کلچر، تاریخ، جغرافیه، دود، دستور، کالیو اغوستلو، خوړو، زده کړو، ټکنالوژۍ، علمي پرمختګونو او داسې نورو شیانو ځانونه خبر کړي.

اوس د انټرنیټ او کمپیوټر عصر دی، په څو دقیقو کې د نړۍ په هر ګوټ کې چې کومه پېښه رامنځته شي. د دنیا ټول خلک د انټرنیټ په برکت ترې خبرېږي.

خو د ښاغلي زغم د ادبیاتو ښار یونلیک مې په پوره تلوسه سره ولوستی. د کتاب ژبه روانه او عام فهمه وه، جملې ساده ور ته انتخاب شوي دي، لوستل یې لوستونکي ته تکلیف نه ور کوي، چې د لغت د مانا د پیدا کولو لپاره قاموس ته مراجعه وکړي. زه یوازې د دغه یوه لغت په مانا پوه نشوم. (زیاړي)

د ادبیاتو ښار کتاب څخه مې د ژوند ډېر نزاکتونه زده کړل، اوس په دې پوهېږم، که یوه هیواد ته سفر کوم، باید کوم– کوم کارونه وکړم او کومې- کومې خبرې په غوږ کې ونیسم.

په دې کتاب کې د شرقي او غربي ادبیاتو د توپېرونو په هکله خبرې شوي دي، د لیکوالۍ په هکله د کتاب د لیکوال او د ده د همسفرو شخصي تجربې هم لوستلای شئ.

د ادبیاتو سره تر څنګ په دې کتاب کې د ساینس، جغرافیې، تاریخ او ټکنالوژۍ په باره کې خبرې شوې دي. لیکوال کوښښ کړی دی، چې په دې درې میاشتني سفر کې، یوه ورځ هم بېکاره او بې مسؤلیته تېره نه کړي. پر موزیمونو ګرځېدلی او د هغو د اثارو په اړه مالومات یې له لوستونکو سره شریک کړي دي. زما په عقېده د ادبیاتو ښار کتاب سر تر پایه د یوه نندارتون حیثیت ځانته غوره کړی دی.

کله چې به مې د ادبیاتو ښار کتاب لوستی، ستونی به مې ډک شو. لیکوال به زموږ او د دوی تر منځ پرتله سره کړې وه، لکه ځمکه او آسمان دومره فرق به مې حس کړ. ژړا به پر دې راتله چې موږ افغانان خو هم په طبیعي لحاظ له هیچا څخه پاته نه یو، موږ هم د متمدني دنیا د انسانانو غوندې، سترګې، غوږونه، سر، پوزه، خوله، دماغ….. لرو. خو له بده بخته د دوی رقم انساني ژوند نه لرو. خپل جنت وطن مو په خپلو کړنو په دوږخ بدل کړی دی. هر انسان مو تر خپل وس پورې ظالم دی. ټول یوازې او یوازې د ځان په غم کې یو. د ملت او وطن د ابادۍ غم را سره نشته.

ډاکتر صاحب محب زغم هم دا شیان ځوروي، کوښښ کوي چې موږ ته دا راوښيي، چې خپل وطن په خپله آباد کړئ. پردې یې نه در جوړوي. تر څو پورې به د ښه ژوند کولو په خاطر پردیو ملکونو ته ځئ؟ هغه انرژۍ، چې نورو هیوادونو کې د سختو کارونو په تر سره کولو سره مصرفوئ، ولې یې په خپل وطن کې پر کار نه اچوئ، ولې د خپل پلار، نیکه په ټاټوبي کې د ښه او انساني ژوند کولو زمینه نه مساعدوئ؟

د ښاغلي محب زغم د وطنپرستۍ لپاره یوازې دغه یو پاراګراف کفایت کوي:

   «فلم له خشنو صحنو ډک و او د نندارچیانو احساسات یې را وپارول. ټولو ژړل خو ما خپله ژړا نه شوه قابو کولای. زما په لاس کې نه وه. تر فلم وروسته چې خپلې کوټې ته ولاړم. د پروګرام د ایډیټرې نتاشا ایمېل راغلی و. دا پنځوس یا پنځه پنځوس کلنه مېرمن خورا زړه سواندې وه. راته لیکلي یې وو چې فلم موږ هم وژړولو خو ستا ژړا بل رقم وه، پوهېږم چې ستا په وطن کې هم ډېر بد حالتونه تېر شوي دي، کېدای شي ترخې خاطرې در یادې شوې وي خو که کومه شخصي ستونزه لرې، ووایه چې درسره مرسته وکړم.

ما یې په ځواب کې ولیکل:

بېګاه مې ډېر وژړل

د بل لپاره

اوس مې یقین دی

چې زه انسان یم»

په کتاب کې ځینې ژبنۍ تېروتنې هم وې. مثلاً:

۱- «او په انتظارخونه کې کېناستم. ۱۲ مخ. درېیم پاراګراف»

که د انتظارخونه پر ځای انتظار ځای راشي، ښه به وي ځکه انتظارځای تر انتظارخوني مروجه کلمه ده.

۲- «پوهېدم چې هغه په علومو اکاډیمۍ کې رسمي وظیفه لري او په اوونۍ کې یوه او یا دوې ورځې وخت موندلی شي چې د مجلې دفتر ته سر ور جوت کړي. ۱۴ مخ. اول پاراګراف»

که د ور جوت کړي پر ځای (ور ښکاره کړي) راشي، ښه به وي.

۳- « د آیوا په هوایي ډګر کې چې کښته شوم، د ټرمینل هغې برخې ته روان شوم چې بکسونه په روانو پټو کې له یوه سوري راووځي.»

زما په نظر باید دلته د سفر وخت قید شوی وای، آیا شپه وه که ورځ؟ څو بجې وي؟ او داسې نور چې لا هم دقیق مالومات وړاندې شوی وای.

۴- «یوه ورځ په کابل کې له ده افغانان څخه د خیرخانې په لیني ټکسي کې کېناستم. څنګ ته مې دوه ځوانان ناست وو. موټر چې حرکت وکړ، دواړو سګرېټونه ولګول. ۳۵ مخ. اول پاراګراف»

د سګریټ جمع پخپله سګریټ ده. په پښتو کې ځینې نومونه دي چې لفظاً مفرد خو جمع مانا ښندي. لکه تېل، غنم. اوبه….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب