(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)
لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک
(۱۹)
په دغه ورځ په میربازار کي ترزیارت وروسته له حاجي عبدالرحیم سره دشین غزي بابازیارت ته هم ولاړم. دشین غزي بابازیارت پخواترښار وتلې سیمه وه. شین غزي باباپه ځینوماخذوکي دخواجه ایوب انصاري ورور بلل سوی دئ.د زیارت جنوب ختیځ لورته یوه پخوانۍ غونډۍ پرته وه اودغونډۍ شاوخوا له اوبوډک چمنان واقع ول. په دغوچمنانو کي به په ژمي او پسرلي ښکاریانو دهېلیوښکارکاوه. زه هم په ځواني کي هروخت دغو چمنانوته دښکارله پاره راتلم. دشین غزي بابادزیارت لارله ښکاپر دروازې څخه مخ پرلویدیځ رانښلېدله اودپخواني هندو سوز او مسلخ (سله خانه) څنگ ته تېرېدله اوپای ئې پر زیارت درېدی. دهندوسوز اوسله خانې پرشاوخواهم چمنان پراته ول اودښکاریانو پخې خزې ئې درلودې. هرچمن ځانته نوم درلود: دزمان ډم، ډاگ، د امیرمادډم اونور. په مجموع کي ئې داټوله سیمه “کوچنی چمن” باله. د زیارت له جنوب څخه دبگیو نرۍ لارکلچابات ته تللې وه. اوس دښار ودانۍ او پاخه سړکونه دشین غزي بابا دزیارت ترمحوطې پوري رسېدلي دي. هغه پخوانۍ غونډۍ سته اویوه امنیتي قطعه پکښې پرته ده خو چمنان ئې شاوخواټول وچ دي او کورونه پکښې دابادېدوپه حال کي دي. دغه کورونه دزیارت په شمال اوختیځ کي هم دودانېدلو په حالت دي. پخوا دزیارت شمال او ختیځ خواپه بشپړه توگه زراعتي کروندې وې اودښاریانوداړتیاوړترکاري ټول له دغو کروندو(مامتو) څخه برابرېدله. پخوابه دشین غزي بابازیارت ته ددوشنبې په ورځ زیارت کوونکي ورتلل. دزیارت په تکیه کي پخوا یوازي دشین غزي باباقبر وو. خوله روسانوسره دجهادپه کلونوکي دغه ځای دمجاهدینود مشهورو قومندانانوهدیره سوه. دزیارت په پنجره کي دننه دبالاکرز مشهور قومندان شهیدغفورجان ښخ سوی دئ اوترپنجرې دباندي ټوله تکیه دشهیدانوقبرونه دي چي ځیني ئې شنختي لري اوځیني بې شنختودي. زماملگري حاجي عبدالرحیم یویوقبرپه نامه راښووئ او ددغو شهیدانودکارنامواوزړه ورتیابیانونه ئې راته کول. دبیان پر وخت به ئې ستونی کله کله له غریوه ډک سو. ده له دې بابته ډېره خواشیني ښودله چي ددغوشهیدانودمقبروودانولوته دولت پاملرنه نه کوي او یونسل وروسته به دگمنامۍ خاوري پر واوړي.دشین غزي بابا پرزیارت باندي گل آغاشیرزي هغه وخت دیوې گومبتي د ودانولو کارپیل کړی ووچي دی دکندهاروالي ووخوددغي ګومبتي کارترننه لاهم بشپړسوی نه دئ.
دشین غزي بابا ترزیارت وروسته دلوی بالاکرز په کلي کي تېرسوو او د زابرپرغاړه د دوراهي چوک ته ووتلو. دلوی بالاکرز او بختیاروکلي هم پخواترښاروتلې سیمه وه خو اوس په ښارکي شامله ده. ماغوښتل چي دغه زیارت ته به یوه بله ورځ مرومروراځم او دقبرودشنختو یاداښتونه به اخلم، خودسفر پروگرام هروخت دچاپر زړه برابر پرمخ نه ځي. که ژوندمهلت راکړ، دغه کاربه بل وخت هرومرو کوم (انشاء الله).
د سپټمبرپردېرشمه دشپې له حاجي احمدولي خان کره مېلمه وم. حاجي احمدولي زماداستاداودکندهاردمعارفودمدیرارواښادالحاج محمد نبي خان (۱۳۰۶ ــ ۱۳۸۹هـ ش) زوی دئ اوزماداکامرحوم ریشاء لورورته
ناسته ده.[1] دغي مېلمستیاته حاجي ظاهرجان څرک، احمدصمیم او حاجي اغاشیرین هم راغلي ول. حاجي اغاشیرین دکندهارپه معارفو کي ډېروخت دوطن بچیانودروزني په کارکي خولې تویي کړي دي اودیوه باډسیپلینه ښوونکی نوم ئې ګټلی دئ. اوس په شخصي تجارت بوخت دئ. یو ورورئې حاجي احمدشاه پوپل دلته زموږسره په ټورنټو کي اوسي. ټوله کورنۍ ئې معزز او درانه خلک دي. په دغه شپه موپر پخوانیوخاطراتو ترناوخته تودمجلس وکړ. په دغوشپوورځوکي کندز ښاردطالبانوله خوانیول سوی وو اوپه هرمجلس کي دکندزپر حالاتو ترهرڅه دمخه خبري کېدې.
[1] ارواښادمدیرصاحب الحاج محمدنبي خان محمدي دالحاج حاجي غلام نبي خان زوی دحاجي محمدسرورخان لمسی دمحمدیاسین خان کړوسی دعبدالرحمن خان کوسی اودفتح محمدخان کودی وو. دغه فتح محمدخان دهغه سرفرازخان الکوزي زوی وو چي د احمدشاهي عصرپه مخورومشرانوکي شمېرل کېدی. سرفرازخان اومرادخان پوپلزي په هغه جگړه کي برخه لرله چي په ” مهیلپور” کي له آدینه بیگ اوسکهانوسره پېښه سوې وه او لوی احمدشاه بابا سردارجان خان سپهسالار ددوی ومرستي ته ورلېږلی وو. کله چي په ۱۱۷۰هـ ق کال لوی احمدشاه بابا له لاهوره ستنېدی، مرادخان پوپلزی دسپهسالار سردار جانخان په امردجلنداودوآبې حاکم او سرفرازخان ئې دهغه مرستیال وټاکه.(وگ : دحمدشاهي عصرنومیالي ــ ۱۴۸ او ۴۰۷ مخونه)