چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Homeادبلنډه کیسهغنم/اجمل پسرلی

غنم/اجمل پسرلی

نجلۍ د کوترو تصویر ته ولاړه وه، سترګې یې رپولې.  په انځور کې د کوترو غاړې ځلیدې. دې له جیبه پیسې راوایستې. د پنځوس کراونو یوه سیکه نوې وه، د کوترې د غاړې په څیر وبریښیده. نجلۍ ماتې پیسې په موټ کې وشرنګولې او په منډه له کوټې ووته.

 له دوکانه یې یوه کڅوړه غنم رانیول. پر سړک یې ډکه لپه غنم کوترو ته واچول. د لویې لارې پر سر  له شاوخوا شنې کوترې راپنډې شوې. کوترو ژر ژر مښوکه وهله، دې خندل. نجلۍ ته نژدې یوې کوترې غومبر وواهه. دا په جګو پښو ورته کښیناسته، غنم یې په لپه کې ورته ونیول. کوترې وزر وواهه، وترهیده. نجلۍ هم څو ګامه شاته شوه. له لرې یې غنم وشیندل.

یوهلک رامنډه کړه، کوترې والوتې. له هلک سره یو سړی او یوه ښځه چې پلارو مور به یې وو  کړس کړس په خندا شول. نجلۍ خپلې چوټۍ کش کړه.

پر مځکه پاتې د غنمو دانې د هلک، د هغه سړي، د هاغه ښځې او څو تنو نورو لارویانو له بوټونو سره چې په خټو لړلي وو، پورته شوې.

نجلۍ کڅوړې ته وکتل نور غنم نه و، کڅوړه یې وڅنډله، کوترې راښکته شوې، دا له خندا شنه شوه، غنم نه و کوترې بیرته والوتې.

پراګ

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب