یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeروغتیا د شکر د ناروغۍ مرګونی اختلاط | ډاکټر رحیم هلال

 د شکر د ناروغۍ مرګونی اختلاط | ډاکټر رحیم هلال

Diabetic ketoacidosis   یا DKA

DKA د شکرې يا خوږې د ناروغۍ يو وخیم اختلاط دی چې ډېرکله د دې ناروغۍ په اول ټایپ اخته ناروغانو کې رامنځ ته کېږي؛ د شکر په دوهم ټایپ اخته ناروغانو کې هم منځ ته راځي خو په دې قسم کې يې د را منځ ته کېدو چانس خورا کم دی.

دا حالت  کېدای شي کله کله د شکر  د ناروغۍ له تشخیص څخه وړاندې د دې ناروغۍ د يوې نښې په ډول را څرګند شي.

   د دې اختلاط (DKA) د منځ ته راتلو چانس او ناوړه پایلې د عمر په لوړوالي سره  ډېرېږي، وروسته له څلویښت کلنۍ يې له امله مړینه (Mortality  Rate )  له شل 20 سلنې څخه زیات په داسې حال کې ریپورټ ورکړل شوی چې له  څلویښت کلنۍ ښکته يې د مړيني سلنه پنځه په سلو کې ښودل شوې ده.

په دې ورستیو کې يې د موثرې درملنې له کبله ناوړه پایلې ډېرې کمې شوې خو له بده مرغه لا هم ځينې په شکر اخته ناروغان په ځانګړي ډول د لوړ عمر لرونکي او هغه کسان چې ژورې کوما ته تللي وي تهديدوي.

د زړه حاده احتشا يا Acute infarction  او د ګېډي د انساجو احتشا په هغو ناروغانو کې چې د ډېر وخت لپاره يې د وینې فشار د دې اختلاط له امله ټيټ پاتې شوی وي هغه حالتونه دي چې د ناوړه پایلو لامل ګرځي.

د پښتورګو په ناروغۍ اخته کسانو کې هم بدې پایلې لري ځکه چې د پښتورګو د دندې د خرابوالي په صورت کې د PH  او الکترولایتونو په نظم کې ګډوډي رامنځ ته کېږي.

په ځينو حالاتو کې يې له میتابولیکي غیر نورمال حالت څخه  نورمال حالت ته د را اوښتو پر مهال Cerebral edema  منځ ته راځي  خو په څلورویشتو ساعتونو کې د ګلوکوز د کچي د نارمل کولو په صورت کې يې مخینوی کېږي او د 200 تر300پوري د ګلوکوز د سويې په ساتلوسره يې د دې ناوړه پایلې مخینوی کېږي

د DKA  تشديدونکي فکتورونه:

ـ په شکر اخته ناروغان چې د انسولین اخستلو ته اړتیا لري او په ناکافي کچه يې واخلي ( په ناکافي کچه د انسولین اخستل )

ـ Emotional stress

ـ انتانات په ځانګړې ډول سینه بغل( pneumonia ) د بولي تناسلي لارو انتانات Sepsis  او  Gastroenteritis او داسې نور

ـ احتشا يا Infarction ( peripheral, Mesenteric, Cerebral, Myocardial)

ـ Trauma

ـ جراحي مداخله

ـ د الکولو زیات استعمال

ـ ځينې درمل (Cocaine)

ـ همدارنګه ځينې وخت په میرمنو کې بلاربښت   یا  Pregnancy

ـ همدارنګه په دوهم ټایپ اخته ناروغانو کې  تشدیدونکې فکټورونو ژور خفګان او Trauma په ګوته شوې دي

 کلینيکې منظره :

 د شکر د ناروغۍ د دې اختلاط (DKA) کلینيکې منظره د Acidosis , Dehydration  او د هایپرګلایسیمیا له امله را منځ ته کيږي چې نښې نښانې يې په لاندې ډول دي :

نښې:

ـ د رڼو میتیازو ډيروالی يا Polyuria

ـ ډېر تنده يا زیاتې اوبه څښل ( Polydipsia )

ـ د زړه بدوالی او کانګې

ـ د ګېډي دردونه په تېره بیا په ځوانانو کې زیات لېدل کېږي

نښانې :

ـ د فشار ټيټېدل ( Hypotension)

ـ د بدن د مایعاتو ضایعه کېدل( د خولې او ژبي وچوالی، د پوستکي د ارتجاعي خاصیت له منځه تلل او ننوتي سترګې يا Sunken eye )

ـ تنفسې اسېدوزیس یا Kussmal s Breathing

ـ د زړه د حرکاتو زیاتوالی يا Tachycardia

ـ د بدن د حرارت د درجې ټيټوالی يا لوړ والی د انتان د مداخلي له کبله

ـ د نس د عضلاتو شخي

ـ د میوې په شان تنفسي بوی

ـ په شعور کې بدلون  چې آن کېدای شې کوما هم رامنځ ته شې

تشخیص يې په روغتونونو کې د شکر په ناروغانو کې د هايپرګلایسیمیا، په ادرا او وینه کې د کیټون په شته والي او د اسیدوزیس په موجودیت سره ټاکل کېږي

د بیلګې په ډول

(HYPERGLYCEMIA له ۲۵۰ څخه لوړه وي )

(Acidosis with blood PH  له ۷.۳ څخه کته وي )

(Na bicarbonate  له ۱۵ څخه ښکته وي )

(Serum positive for ketone )

په شکر اخته ناروغان څنګه کوای شې چې د دې ناروغۍ له دې ناوړه اخطلات څخه مخینوی وکړي؟ :

که چېرته انسولین اخستل کېږي په کار ده چې د دوز د کچې په اخستلو کې يې غفلت ونه شې په خپله اندازه واخستل شې او که چېرته يې له یاده وزي نو په کار ده چې خپل ګرځند مبایل په وخت برابر کړل شې تر څو په خپل وخت انسولین تطبیق شي.

ناروغ باید له  خپل ډاکټر سره د اخستونکو درملو يا انسولین د دوز او کچې د تنظیم په اړه مشوره وکړي همدارنګه د خپلو ورځنیو فعالیتونو، غذايې رژيم، نورو ناروغيو يا زمینه مساعدونکو فکټورونو په اړه دي  ورسره خبري اتري وکړئ

 ناروغ بایدهغه وختونه تل په یاد ولري په کومو کې چې فکر کوي د شکر د ناروغۍ له امله يې وضعیت  مخ په خرابېدو دی.

په منظم ډول  د ادرار ازموینه په لابراتوار کې باید په دې غرض ترسره  شې چې مالومه شې کيټون پکې شتون ونه لري په ځانګړې ډول د ژور خفګان او یوه بد وضعیت په وخت کې، د دې کار ګټه به دا وي چې په بدن کې  به د کيټون د کچې اندازه مالومه شې، پر وخت به اړونده درملنه صورت ونیسې  او اهتمامات به ونیول شې

کله چې په وجود کې د خوږې يا شکر ګلوکوز کچه لوړېږي يا ادرار کې کیټون مثبت راځي ژر تر ژره د اړوندې درملنې په اړه فکر باید وشې

ناروغ  باید په ورځني ژوند کې په کافي اندازه مایعات  واخلي او همدارنګه غذايې رژيم ته باید پوره پوره  پاملرنه وشې

د KETOACIDOSIS  بدې پایلې يا اختلاطات په لاندې ډول دي چې په لنډ ډول ترې یادونه کوو :

۱ـ Hypotension:

 د DKA دا اختلاط (Hypotension ) د پښتورګو له کاره لوېدنه رامنځ ته کوي.

 که چېرته د وينې سیسټولیک فشار تر 80mmhg ښکته وي  معمولا په لومړيو کې هڅه باید وشې چې د N/S په واسطه باندې اصلاح شې  او که چېرته له دې سره ځواب ونه وايې بیا  د پلازما پراخونکې(Plasma Expander )  لکه Hemaccel  ورکول کېږي او يا هم دا حالت کېدای شې ځينې وخت د وينې Whole body )) په ورکړه بايد اصلاح شي.

۲ـ Cerebral Edema  یا دماغي اذیما:

دا حالت ډېر کله په DKA  ناروغانو کې په  تېزۍ سره د د وينې د ګلوکوز د کمښت يا د Hypotonic  مایعاتو د کارونې له کبله را منځ ته کېږي، په دې ناروغانو کې د تلفاتو کچه زیاته ده.

درملنه يې په Monitol   او اکسیجن په ورکړه سره کېږي

۳ـ Hypothermia:  په شدېد کیټوز اسیدوزیس کې امکان شته چې  Hypothermiaرامنځ ته شي.

۴ـ Thromboembolism :

د دې لپاره چې د DKA  په ناروغانو کې له DVT او همدارنګه د Thromboembolism د نورو ډولونو له منځ ته راتلو څخه مخینوی وشې نو په کار ده چې ناروغ ته د کم وخت لپاره Heparin   ورکول شې په ځانګړې ډول په زړو کسانو، زیات وزن لرونکو او هغو کسانو ته چې شعوري حالت يې د ډاډ وړ نه وي

۵ـ ARDS يا  Acute Respiratory distress syndrome :  په دې حالت کې معمولا په ناروغانو کې د اکسیجن کچه کمه وي که چېرته ورته ABG”S وشې او يا په Pulse oximetar  باندې وکتل شې نو Hypoxia  به شتون ولري.

همدارنګه د سینې په اکسري کې به د سږو Infiltration   را منځ ته کېږي.

 د DKA درملنه :

ـ د شدید اسیدوزیس ددرملنې لپاره ډاکټر باید هڅه وکړي چې د نښو نښانو په اړه يې ناروغ ته بشپړ مالومات ورکړي  دا کار په درملنه کې ځانګړی رول لري.

ـ د انتان د موجودیت او په بدن کې د ګلوکوز يا خوږې د کچې د زیاتوالې په صورت کې بایدکيټون یوریا وکتله  شې، که چېرته شتون ولري نو ناروغ ته باید منظم ( Regular ) انسولین او له پوتاشیمو غني خواړه شروع کړل شې.

 ـ د کیتوزیس په صورت کې د Hyperosmolality او Ketoacidosis  د اصلاح لپاره باید ناروغ د جدي څارني په خونه کې د څو یاعتونو يا هم څو ورځو لپاره بستر کړای شې.

ـ ډاکټر باید  د DKA  د هر اړخیزو بدو پایلو ( اختلاطاتو په اړه بشپړ  پوهاوی ولري او لازم اهتمامات له لازمي درملنې سره باید په نظر کې ونیسې

ـ د DKA  لوړ عمر لرونکو او چاغو ناروغانو ته د DVT د مخنیوي لپاره  Heparin  د پوستکي له لاري باید ورکړل شې تر څو د Thromboembolism مخینوی وشې .

په DKA د اخته ناروغانو لپاره په روغتون کې د درملنې بهیر په لاندي ډول دی:

په لومړي قدم کې باید ناروغ بستر او ژر تر ژره د درملنې لپاره لومړنۍ ګام واخستل  شې؛ په دې ګام کې  د حیاتي نښوڅارنه ، لابراتواري کتني د درملو تطبیق ، میتابولیکې ستونزې لکه په ادرار کې د ګلوکوزو او کیتون شتون، شریاني PH ، د پلازما ګلوکوز اندازه، اسیتون، Bicarbonate  ، يوریا، نایتروجن او الکترولایتونه شامل دي

 هغه ناروغان چې شعوري حالت يې ښه نه وي په کار ده چې د ادرار د اندازه کولو لپاه يې Fully catheter  تطبیق شې او که شعوري حالت يې ښه وي نو د اخستل شويو مایعاتو او ادرار و د وتو اندازه يې ياداښت کړای شې

له دې سره سره باید هغو ناروغانو ته چې د کوما په حالت کې روغتون ته را وړل کېږي يا وروسته د کوما حالت ته ځې په کار ده چې Gastric tube  تطبیق شې تر څو له اسپیریشن څخه مخنیو شوی وي

 په روغتونونو کې د دې ناروغانو د درملنې اساسات په لاندې ډول دي:

۱ ـ د معایعاتو ورکړه

۲ـ  د وریدي انفیوژن یا عضلې له لاري د ریګولر Regular انسولین ورکړه

۳ـ د پوتاشيم ورکړه

۴ـ که چېرته انتان موجود وي  په دې صورت کې د انټي بیوټيکونو ورکړه

اوس د DKA د ناروغانو درملنې ته په روغتون کې د پورته څلورو واړو بنسټونو په مټ په لاندې ډول اشاره کوو :

۱ـ  د مایعاتو ورکړه Fluid replacement :

په دې حالت د معایتاتو منځنۍ کچه کموالی شپږ لیتره دی  خو باید یادونه وکړو چې هر ناروغ ته شپږ لیتره د مایعاتو ورکړه هم سمه نده بلکه دا کچه باید د ناروغ د مایعاتو د کموالي کچې يا Dehydration  ته په کتو سره انتخاب کړله شې

او دا هم د یادونې وړ ده چې د مایعاتو ورکړه باید په تیزۍ سره صورت ونیسې تر څو ناروغ ته د ورکړل شويو انسولینو جذب کمو اروا شويو مایعاتو ته په سمه توګه صورت ونیسې

اول :  د مایعاتو د ورکونې ترتیب په لاندې ډول دی :

ـ يو لیتر نارمل سلین NS   0,90% په نیم ساعت کې او له دي یو لیتر څخه وروسته بیا یو لیتر په یوه ساعت کې او ورپسې پنځه سوه ملي لیتره په یوه ساعت کې باید ناروغ ته ورکړل شې

 په هغه صورت کې چې د اوبو کموالی پوره شې او هم کيټون یوریا له منځه لاړه شې بیا نارمل سلین په ډيکسټروز واټر(Dextrose water 5%, 45% ) باندي  باید بدل شې او د ګلوکوز کچه باید د 200 او 300  ترمنځ  وساتل شې

دوهم : د انسولین ورکړه:

۲ـ Regular insulin :  د انسولین د ورکړې  په اړه طبي  کتابونو کې بیلا بیل نظرونه ورکړل شوې دي خو دقیقه او کره خبره داده چې په لومړي سره کې 0,15 Unit./kg  د ورید له لاري د یو ځل لپاره ورکړل شې ، وروسته بیا 0,1Unit/kg د هر ساعت لپاره د وریدي انفیوژن له لاري يا د عضلي زرق له لاري  ادامه ورکړل شې  تر څو چې د وینې د ګلوکوز کچه لږ تر لږه په دوو ساعتونو کې لس سلنه را ښکته شې

که چېرته په لومړي سر کې  ګلوکوز کچه  ۱۰ فیصده ټيټه نه شې نو لومړی دوز بیا هم تکرارېږي ( Loading dose ) ورکول کېږي

کله چې په وجود کې د ګلوکوز کچه 250  ته را ښکته شې د انسولین دوز ته  باید 4,2  په هر ساعت کې ادامه ورکړل شې

د انسولین د ورکړي په اړه لاندي دوه ټکې باید په نظر کې ونیول شې :

ـ   د شاک په ناروغانو کې باید انسولین د عضلې له لاري ور نه کړل شې په دې حالت کې د پوستکې لاندي د وینې جریان کم وي

  ـ په ډېري تیزۍ سره د وينې د ګلوکوز په سویه کې له کموالې څخه باید ډډه وشې ځکه چې د Cerebral edema  د را منځ ته کېدو لامل ګرځي

دریم :  د پوتاشيم ورکونه : د DKA ټول ناروغان  د دې لپاره چې له خطرناکي Hypokalemia  څخه وژغور ل شې باید پوتاشيم  ورته ورکړل شې  ځکه چې په DKA  اخته اکثره ناروغانو کې د پوتاشیم کموالی د کانګو او کله هم د دزیات ادرار له امله  را منځ ته کېږي له دې کبله باید د ورید له لاري 20mmol KCL  په هر لیتر کې په  دویم او دریم ساعت کې  په داسې وخت کې ورکړل شې چې یوریمیا شتون ونه لري او په کافي اندازه ادرار موجود وي

څلورم :  د انټي بیوټيکونو ورګړه  :

د انتان د موندلو په صورت کې باید DKA لرونکې ناروغ ته  وسیع الساحه  انتي بیوټيکونه ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب