جمعه, اپریل 19, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند ډانالډ ترمپ سنګسار/ استاد سعد الدین شپون

د ډانالډ ترمپ سنګسار/ استاد سعد الدین شپون

لویه پرپړه ده خو زه به یې د لوستونکو د پاره رالنډه کړم

د امریکا د جمهورۍ ریاست د انتخاباتو منډې ترړې روانې دي. دوه لوی ګوندونه دي یو د جمهوریت غوښتونکو بل ډموکرات. اول کې یې دواړه ګوندونه سره ازمیي، چې د هر ګوند سره او خشره معلوم شو بیا د هر ګوند یکه د بل د یکه سره په غیږ ورځي، لکه زموږ وطن کې اشرف غني او عبدالله.

دموکراتانو وار تیر کړ. د جمهوریت غوښتونکو په اوقیانو کې چی اوس یې یو د بل سره سیالي روانه ده یو ډانالډ ټرمپ نومیږي. هسې خو جمهوریت غوښتونکي ټول داسې محافظه کاره دي لکه په افغاني تنظیمونو کې د استاد سیاف. مګر ټرمپ بویه چې د داعش سر لا خرییلی دی. زه به همدا موضوع یو څه رابرسیره کړم.

یو وخت یوې ښځې د هغه وخت ولسمشر. رانالډ ریګن ته وویل،«جار دې شم تر دې ښکلې سپين مخ چې بیخي د اصیل امریکایي دی». ریګن ورته وویل چې زه نه سپین یم نه تور د ټولو امریکایانو جمهور رییس یم.

تیره اونۍ نه بلکه یوه میاشت دمخه ټرمپ سرکوزي اعلان وکړ چې که دی جمهور رییس شو نو د مینځني ختیځ یو مسلمان به هم په امریکا کې پرېنږدي.

تیره هفته یې له خپل یوه مجلس نه یوه میرمن په دې ګناه د پولیسو په زور وایسته چې حجاب یې اغوستی و.

په سبا یې د ټرمپ په ضد د مدني حقوقو د فعالینو، تلویزیون او ورځپاڼو باړ پیل شو، نن هم دا لړۍ روا نه ده.

په افغانستان کې هم یوه ښځه په نه خبر سنګساره شوه چې د امریکا دغه پېښه یې رایاده کړه.

2 COMMENTS

  1. دانالد رشتیا وایی
    دعبانو له لاسه دنیا تباه شوه
    داسلام او له مسلمانانو دفاع یی یواز زمون. په سر را اچولی او دددی به خای چی په فلسطین کی جهاد وکړی زمون ږ خوار مسلمان ملت وژنی
    خدای دوی تبا کړی چی مونږ یی له شر خلاص شو

  2. ډونالد ټرامب دامریکائی جامعی منطقی عکس العمل دی، سرمایه داری ټولنه اوپه راس کی دامریکی صنعتی ارسانال له کلونو له سخت اقتصادی بحران سره لاس اوګریوان دی، بالاخره هرسود خورچی په تاوان سرشی نوماغزه یی کارپریږدی. ولی امریکائیان ده ته رایه ورکوی اوولی یی دی دیوه ګوند ترمشرتابه پوری ملاتړکړ. امریکائیان نورداقتصادی مجبوریتونو له مخی باید له انسانی چوکات نه رابهرشی اوپوست کنده ووایی: چی وژنو مو، ځکه دغه بحران وهلی نظام نورپه کوجنیو جګړو نه مداواکیږی، ډیروینی ته ضرورت دی جی دانظام بیا په کارولویږی. نوامریکائیان دجنګ دوخت یوه لیونی ولسمشرته ضرورت لری.
    زمونږ کښتی یی ډوبوله خپل دریاب یی طوفانی شو

    اوس یی نو درکروکړهْ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب