پنځه ویشتمه برخه
السلام علیک یا رسول الله
سهار په خواږه خوب ویده وم چې د مسجد نبوي له منارونو د اذان غږ پورته شو. څوارلس سوه کاله مخکې زمانې ته یې بوتلم چې د حضرت بلال (رض) خواږه اواز به د همدې ښار مسلمانان لمانځه ته بلل. د نبوي جومات د موذن ځانګړی ټون او ثابت غږ د اورېدونکي په زړه کې ښکلی احساس پيدا کوي. مطمئن یم چې دا ملکوتي غږ د هر حاجي په ذهن کې دیوې خوږې خاطرې غوندې حک کېږي او چې کله بل ځای د مدینې اذان اوري نو خیالونو کې به همدلته ګرځي، کټ مټ لکه یو ځانګړي عطر چې هر وخت یې بوی در ورسېږي خاطرې یې هم تازه کېږي.
محمد اسلام ته مې وکتل په خپل کټ کې نیم ناست و.
فکر یې وکړ ده را پاڅولی یم، داسې په بې ګناه انداز یې وکتل. ورته مې وویل:
- بھائی! لگتا هی آپ مجھ سے بهی بوڑھا ہیں
- وه کیوں؟
- سنا ہے بوڑھے سوتے نہیں ہیں.
- آج روضه جانا ہیں تو بہتر ہے کہ وقت پر تیاری کرلیں.
کوټه کې یې لا هم پلاستیکونه او کالي ګډ وډ پراته وو، خو مو بایل یې اوس وخت او بې وخته هغسې ګډوډ اوازونه نه باسي. په زړه کې خو کله کله وایم که هرڅنګه وي په نزاکت خو پوهېږي. که هغه بل توری وای اوس به یې را کې زاره چاودلې وه. موږ له پاکستانیانو سره یو څه مشترکات لرو چې یو ځای ګوزاره کولی شو، خو توریانو او سورانو سره مو کلتوري او مذهبي فاصله بیخي ډېره ده.
نن په مدینه منوره کې زموږ دویمه ورځ ده. بېګاه شپه مې تر ناوخته د خپلې کوتې له کړکیو مسجد نبوي ته کتل. محمد اسلام خو هسې هم وخته پاڅېږي، خو د روضې د زیارت لیوالتیا نن زما د سحرخیزۍ خوږه انګیزه ده.
صبح است ساقیا قدحی پر شراب کن
دور فلک درنگ ندارد شتاب کن
خورشید می ز مشرق ساغر طلوع کرد
گر برگ عیش میطلبی ترک خواب کن
له ملګرو سره مو وعده ده چې باب السلام دروازې سره به یو ځای کېږو. د روضې د دیدن شوق مې په زړه کې موجونه وهي. له خپله ځایه پاڅېدم، غسل مې وکړ، نوي کالي مې واغوستل او په بې صبرۍ د روضې خواته روان شوم. د هوټل په دهلېز کې مې دوه تنه بنګالیان ولیدل، یوه د چا بکسونه لېفټ ته کشول او بل یوه کوټه پاکوله. لکه د واده زلمي سپین یخن قاقونه او تورې دریشۍ یې اغوستې وې. غربت لکه چې عبادت ته وخت نه ورکوي.
زموږ له هوټل نه تر مسجد نبوي لنډه لاره ده. هغه هوټلونه چې د مسجدنبوي سره نږدې دي کرایه یې قیمته ده خو ګټه یې داده چې پنځه وخته لمانځه ته سړی په وخت رسېږي. سعودي چې د دوبي په موسم کې ګرم وي که هوټل له جومات نه لرې وي په غرمه کې تګ راتګ لږ ګران وي. د مدینې د هوټلونو جوړښت داسې دی چې د جادې دواړو خواو ته هوټلونه او لاندې ترې دوکانونه او مارکیټونه دي. مسجد نبوي ۴۲ دروازې لري چې ټولې دروازې له مارکیټونو او بازارونو سره نښتې دي. زه په عمومي جاده ۱۸ مې دروازې د جومات انګړ ته ننوتم. دا په مدينه منوره کي هغه لرغونی او متبرک جومات دی چي په ټوله نړۍ کي تر دې بل لوی جومات نه شته. دغه جومات په خپله رسول صلی الله عليه وسلم د اصحابو په ملګرتيا د هجرت په لومړی کال د قبا جومات تر ودانولو وروسته د خپل کور تر څنګ ودان کړ. کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له مکې څخه هجرت وکړ او مدينې منورې ته ورسېد لومړی يې د ابو ايوب انصاري په کور کي واړول. دغه مهال هغه لمونځ په بېلو بېلو ځايونو کي کاوه. کله به يې د حضرت اسعد بن زراره په مسجد کي( چي د همدغه نبوي مسجد لومړنى شکل وو) او کله به يې نور ځايونه کاوه. هغه د ډېرو نورو چارو د تر سره کولو تر څنګ په دغه کور کې د اړولو په دوهمه ورځ سمدستي په هغه ځاى کي چي اوښه يې چوک شوه د نبوي مسجد د ودانولو پلان هم جوړ کړ. د بخاري شریف په یوه حدیث کې حضرت نافع وايي چي ماته عبد الله بن عمر وويل چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارك پېر كي نبوي مسجد له اومو خښتو څخه جوړشوى و. چت يې د خرماو له ښاخونو او ستنې يې د خرماو د ونو تنې وې. هغه زمانه یې اصلي مساحت ۳۰ پر ۳۵ متره و، خو اوس دومره پراخه شوی چې د مدينې منورې د لرغوني ښار ټوله ساحه یې په خپله غېږه کې رانغاړلې ده. د اسلامي رواياتو له مخې، هغه ځای چې د “رياض الجنة” په نوم يادېږي، په همدې جومات کې دی. په صحیح بخاري کې له ابوهریره (رض) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما د کور او د نبوي منبر تر منځ د جنت د باغ یوه ټوټه ده. اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم مزار په همدې رياض الجنة کې دی. دلته باید دا هم ووایم چې مسجد نبوي په نړۍ کې د مسلمانانو لپاره دویم سپیڅلی ځای دی او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ژوند کې د اسلام مرکزي دفتر و. د اسلامي رواياتو له مخې په مسجد نبوي کې د لمانځه ثواب له مسجدالحرام پرته په بل هر جومات کې د لمانځه په پرتله زر چنده زيات ثواب لري.
په لاره کې د بېلابېلو هېوادونو خلک، ښځې او نارینه، سپین ږیري او ځوانان وینم چې څوک په برنډه کې ناست دي، څوک د روضې خواته ځي، څوک د اودس ځایونو ته ځي او څوک جومات ته ننوځي. د هر چا پر مخ د خدای جل جلاله د رحمت او مهربانۍ نښې ښکاري ته به وایې بدې ورځې، غربت او د ژوند تکلیفونه یې د روضې د شنې ګنبدې په دیدار هېر شوي وي. ماته خو داسې ښکاري لکه د افغانستان او پاکستان خلک چې د کعبې او مدینې زیارت ته تر نورو قومونو زیات راځي. تورپوستي، اندونیزیایان، ترکان، بنګالیان او نور هم لیدل کېږي خو افغانان او پاکستانیان په کې تر نورو زیات دي. په برنډه کې ځینې کسان لیدل کېږي چې له خپلو میندو او مېرمنو سره ستړي او ستومانه ناست دي. له پنډکیو او پټوګانو یې ښکاري چې دوی شپه هم همدلته تېره کړې وي. په برنډه کې د ښځو د لمانځه لپاره بېل او د نارینه و ځایونه بېل دي، خو د لمانځه له وختونو پرته هر څوک کولی شي له خپلو تورسرو سره یو ځای کښیني.
په مسجد نبوي کښي ځني اصول وضع شوي دي چي رياض الجنة کې د داخلېدو او لنډ مهاله اوسيدو لپاره باید په موبايل اپليکشن باندي بکنګ وشي چې دا کار د نالوستو خلکو لپاره لږ ګران دی. د روضې دیدن ته د نارینه و او ښځینه و لپاره بېلې بېلې ورځې ټاکل شوي دي. یو چا راته وویل چې د یو محافظه کار اټکل له مخې، په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا شل زره ښځې له همدې اپلیکیشن سره د نا اشنایۍ له امله د یو ډول روحاني صدمې څخه تیریږي. اوس مهال د دې ستونزې د حل کومه لاره نه ده معلومه، خو متاسفانه چې دا محرومیت د هغو حاجیانو لپاره چې له زرګونه کیلومتره لرې څخه راغلي دي، ډېر زړه بوږنوونکي وي. ښه خبره داده چې ښځو ته هم د نارینه و په شان فرصت ورکړل شي او یوه چاره ولټول شي. پر لاره څو تنو پاکستانیانو او افغانانو له مانه مرسته وغوښته خو له بده مرغه چې د نن ورځې چانس یې له لاسه ورکړی و.
د باب السلام دروازې خواته چې ورغلم زموږ ټول ملګري د کتار په اخري برخه کې ولاړ وو زه هم ورسره ودرېدم. کتار ډېر اوږد و او بل سر کې یې دوه امنیتي کسان ولاړ وو یو یو کس ته به یې اجازه ورکړه ور مخې ته شي. بیا به یې ددوی د موبایل سکرین ته وکتل، که د چا د اپواینټمنټ وخت به تېر شوی و هغوی به یې بېرته ټېله کړل. کتار دومره ورو مخکې تللو چې زموږ یو ساعت وخت همدلته تېر شو او چې موبایل ته مې وکتل زموږ د اپواینټمنټ وخت هم ایکسپایر شو. د خپګان او نهیلۍ یوه څپه را باندې راغله. له یوې خوا د روضې دیدن او د خپل محبوب ملاقات ته زما اورنۍ تنده او له بلې خوا د غمازانو بې پروایي وه. د سعودي امنیتي کسانو به سپین ږیري، ځوانان، خلاصه د هر چا چې به وخت تېر شوی و هغه به یې په ډېر بې احترامۍ ټېله کول. یو بنګلی سپین ږیری مې ولید چې عذر او زارې یې کولې خو دوی اجازه نه ورکوله. حیران و چې څه ورسره وکړي، نه یې په ژبه پوهېده او نه یې چا ژړا او فریاد اورېده. د سعودي امنیتي کسانو په بې رحمۍ سخته غوسه راغله خو څه مې کولی شول.
زموږ د کاروان مشر موږ ته وویل چې زموږ او ستاسې ټاکلی وخت هم تېر شو خو موږ به ورسره خبره وکړو، چې کتار اوږد و ځکه موږ تر تاسې په وخت ونه رسېدلو. شېبه وروسته موږ هم ور مخکې شولو. طارق، مهدي او یو بل عرب ورمخکې شول خبرې یې ورسره وکړې، نه پوهېږم څه یې سره وویل په عربي غږېدل، خو د هغو امنیتي کسانو د لاس له اشارې پوی شوم چې زموږ ملګرو ته یې اجازه ورکړه. عجم خوارانو حیران حیران راته کتل او موږ د رياض الجنة د دیوال څنګ ته د باندې انتظارګاه کې کېناستو. زه پوهېدم چې تعصب وشو، زیاتې وشو خو چاره څه وه؟
په انتظار ځای کې یو افغان راسره څنګ کې ناست و، لوستی سړی معلومېده. خپل احساسات مې پټ نه کړای شول، ده ته مې وویل:
- دوی ولې له مسلمانانو او په ځانګړي ډول له عجمو سره دومره بده رویه کوي؟
- دا زموږ خپله ګناه ده.
- ولې؟
- ما دا څو ورځې داسې خلک ولیدل چې هر سهار را روان وي. نه اپلیکیشن پېژني او نه وخت اخیستل.
- خو د پیغمبر علیه السلام عاشقان دي؟
- سمه ده خو که دوی هره ورځ پرېږدي دغسې به په ما او تا هم ناوخته وي او له ستونزو سره به مخ یو.
دده خبرو کې هم وزن و، لږ مې ذهن ارامه شو. په زړه کې مې ویل رښتیا وایي، خو چې یو ځل راغلی دیدن دې وشو نور نو بل مسلمان ته وخت ورکړه، میم زر ما ټوله زما خو هم خوند نه کوي. حرص ته چې اسلام بد وایي خو لامل یې همدا دی چې حارص د نورو برخه ځانته کشوي.
دوه رکعته سنت مې همدلته وکړل د رياض الجنة دیوال ته ګورم. هغه صحنه مې په ذهن کې وګرځېده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته را رسېدلی او انصار ترې را ټول دي. هرڅوک ورته وایي چې زموږ کورته لاړ شه خو انحضرت صلی الله علیه وسلم وایي: دا فیصله به الله پاک کوی چې زه چېرته پاتې شم. زما اوښه د خدای پاک د فیصلې ته په تمه ده، لاره ورکړئ…
اوښه روانه ده. دا هغه اوښه ده چې له یار غار نه یې اخیستی، بې پروا مزل کوي، هرې کوڅې ته ګوري او تیرېږي. د یثرب هر وګړی ورته چیغې وهي چې دې خوا را تاوه شه، دلته راشه، زما مېلمه شه لیکن دوی وایي موږ به هلته پاتې کېږو چېرته چې خدای پاک وغواړي.
د بنو مالک بن نجار محله را نږدې شي، اوښه هغه خواته تاوه شي، په یوه پراخ میدان کې چې نږدې ورسره قبرونه او د کجورو ونې دي، اوښه هلته کښیني. رسول الله صلی الله علیه وسلم یې مهار خلاص پرېښی. اوښه بېرته پورته شي، په میدان کې لږ چکر ووهي بېرته راشي او پر هماغه ځای بیا کښیني. رسول الله صلی الله علیه وسلم راښکته شي وایي که د الله خوښه وي همدلته قیام کوم.
حضرت ایوب انصاري په دې وخت کې تر نورو لږه چالاکي وکړي او د اوښې کجاوه خپل کورته ننباسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي:
- انسان له خپلې کجاوې سره وي.
- هماغلته لاړ شي چېرته یې چې د اوښې کجاوه وړل شوې ده.
زما هم همدې کور کې یوې شېبې مېلمه کېدلو ته زړه تپېده. سودا مې وه چې دروازه به کله خلاصه شي. هره دقیقه به مې دروازې ته کتل. یو وخت مې پام شو چې یو دنګ تور پوستی چې ښایي د شپېته کلن به و، د دروازې مخې ته ښکاره شو.
تور سوډانی، غوسه ناکه څېره، بې پروا. یوه توره چپنه یې اغوستې وه چې طلایي رنګه پټۍ یې لرلې. کیلي یې ورو ورو د دروازې کولپ ته نږدې کړ.
څنګ کې راسره ناست افغان راته وویل:
- دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روضې کیلي ده.
- همدا سړی یې خلاصوي؟
- هو، دا سړی د ایتوپیا حبشي دی.
- د حضرت بلال (رض) قومي خو به نه وي.
- نه پوهېږم، خو دومره مې اورېدلي چې دا شیخ د حبشیانو یوې خاصې قبیلې پورې اړه لري او نر ښځی دی.
- هر وخت هم دا کس د روضې څوکیداري کوي؟
- هو. له دې حبشي قبېلې پرته بل چاته دا دنده نه ورکول کېږي او د روضې څوکیدار باید نرښځی وي.
- په دې کې څه راز دی؟
- والله اعلم. چېرته مې لوستي وو. زه خپله کوم عالم نه یم.
خلک ورو ورو دروازې ته وړاندې شول. سړی لا هم په دروازه کې ولاړ دی. له قوارې ډېر مهربانه انسان نه ښکاري. تروشه ټنډه یې نیولې، نه چا سره خبرې کوي او نه ځواب ورکوي.
خلک بیتابه دي، هرڅوک غواړي ژر ژر د رسول الله صلی الله علیه وسلم روضې ته داخل شي. که دې تورپوستي د چا مخې ته لاس ونیوه، نو هغه که پاچا هم وي د روضې مبارکې له دیدن محرومېږي. ویل کېږي د کوم هېواد له پاچا سره همدا کار شوی و.
زه نور په ځان نه یم پوی شوی، ډېر ارامه وم. د مکې معظمې بر عکس چې هلته هیجاني وم، دلته مې د سکون احساس کاوه، ویرېدم د دوست په کور کې بې ادبي رانه ونه شي. د سهار لمونځ مو په جماعت همدلته وکړ. د لومړي ځل لپاره مې ولیدل چې د مسجد نبوي امام له کوم ځایه امامت کوي. شاوخوا شل دقیقې همدلته وم. ځینو خلکو ژړل، ځینو طلایي پنجره ښکلوله، ځینې به پنجرو ته په ګونډو ورغلل او عجیب و غریب خرافاتي کارونه یې کول چې بیا به د پولیسو له خوا بېرته د خلکو منځ ته ډیکه شول. زیات په کې هغه پاکستاني نیمچه ملایان وو چې په دین کې یې نور دینونه پیدا کړي او په اسلام کې یې رنګ رنګ ډلې جوړې کړي دی. زه نه پوهېږم خلک ولې داسې کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې زما له قبر نه بت مه جوړوئ، خدای پر هغو خلکو لعنت ویلی چې چا د انبیاو قبرونه په عبادتځایونو بدل کړې دي. دغسې کارونه عیسویانو هم کول. بیت المقدس کې مې ولیدل کلیساو کې به په ګونډو شول، کاڼو او دیوالونو ته یې سجدې کولې. اوس چې مې دلته هم ولیدل نو په دې مې باور پوخ شو چې په هر دین کې خرافاتي خلک شته. ما د پيغمبر صلی الله علیه وسلم روضي مبارک ته سلام وکړ، درود و صلوات مې پرې واستاوه او دعا مې وکړه چې خدای دې په قیامت کې دداسې یوه نازولي پیغمبر شفاعت د ټولو مسلمانانو نصیب کړي.
د محمد صلی الله علیه وسلم د زیارت په اړه ګڼ روایتونه دي چې وایي که په رياض الجنة کې دې پرې سلام وویل، هغه مبارک یې اوري. که درود دې وویل، خدای پاک یې ور رسوي، که د قبر زیارت دې وکړ شفاعت دې پرې واجب شو. ما دا درې واړه کاره وکړل، نور ورو ورو د دروازې خواته وخوځېدم. دروازه کې د وتلو په وخت ډېره ګڼه ګوڼه وي، هر څوک کوښښ کوي لږ ډېر ودرېږي او د مبارکې روضې دیدن وکړي. ما هم قدمونه ورو کړل، خو ځای په ځای ونه درېدم چې نورو خلکو ته تکلیف ونه رسوم.
خپلې کوټې ته چې راغلم د مسجد نبوي او رياض الجنة پر ښکلا مې فکر کاوه. ځینې خلک وایي چې په مکه معظمه کې جلال دی او په مدینه منوره کې جمال. زه له دې خبرې سره اتفاق نه کوم، ځکه چې د جلال د پردې شاته هم جمال وي او د جمال رعب ټول په جلال کې دی. زما په خیال خو په مکه مکرمه کې تحرک او هیجان زیات دی او په مدینه منوره کې سکون او اطمینان. دلته طواف نه شته، سعې نه شته، منډې نه شته، لیوني او مستانه تاوېدل نه شته، دخلکو د سیلاب په منځ کې تګ ته ضرورت نه شته. که څوک په مکه معظمه کې یو څه وخت تېر کړي او بیا مدینې منورې ته راشي نو د هغه مسافر غوندې وي چې کښتۍ یې له سیلابونو ووځي او بیا د بحر په منځ کې پر یوه وچه غونډۍ دمه وکړي.
د مدینې مزاج پر سکونه دی، خو جمود په کې نه شته. دا سکون د سمندر د سطحې د سکون غوندې دی چې دننه یې هر وخت د هیلو او ارمانونو یو سیلاب غورځنګونه وهي.