سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهم.م کې د برتانیا استازې؛ د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندل به...

م.م کې د برتانیا استازې؛ د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندل به افغان مېرمنې له مرستو محرومې کړي

تاند (شنبه د عقرب ۱۲مه) په ملګرو ملتونو کې د برتانیا استازې ویلي، چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په اړه بحث ښايي په دغه هېواد کې له ښځو سره د مرستې په برخه کې د نړۍ پام واړوي.

د تسنیم خبري اژانس سیمه ییز دفتر په یوه راپور کې لیکلي، چې په ملګرو ملتونو کې د برتانیې ستازې او د امنیت شورا دوره یي مشرې “باربارا ودوارد” ویلي، چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندل کولای شي افغان مېرمنو سره د مرستې په برخه کې د نړۍ پام واړوي.

هغه په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو وضعیت “ډیر خراب” بولي، خو د جنسیتي تبعیض د رسمیت پیژندنې په موضوع کې د افغان فعالانو او نړیوالو شخصیتونو د کمپاین ملاتړ ځکه نه کوي، چې په خبره یې دا یو “فکري بحث” دی.

نوموړې په دې اړه وویل: ” په صادقانه ډول، هغه څه چې زه ورته اندیښمنه یم دا ده چې موږ د جنسیتي توپیر په اړه بحث کوو، په داسې حال کې چې افغان میرمنې او نجونې کافي خواړه نه لري، او تعلیم وکار ته لاسرسی نه لري.”

د امنیت شورا دوره یي مشرې زیاته کړه، چې بریتانیا او نور هیوادونه غواړي د طالبانو له واکمنۍ سره سره د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي خو زیاتوي انګلستان به د طالبانو د ناسمو اقداماتو پر وړاندې بې پروا پاتې نشي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي “ریچارډ بینټ” د جون د میاشتې په پای کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال، د طالبانو د مشروعیت او په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د جرمي کولو غوښتنه وکړه.

1 COMMENT

  1. عربی مشهوره مقوله:
    ” هغه څوک چی ځان وپیژنی خدای ج هم پیژنی “.
    نو
    هغه څوک ( خصوصاً افغان جان ) چی د انګریز تلبیس نه پیژنی په حقیقت کی د ځان تقدیس نه پیژنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب