سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهطالبانو د خوست غرغښت راډیو ته د بیا فعالیت اجازه ورکړه

طالبانو د خوست غرغښت راډیو ته د بیا فعالیت اجازه ورکړه

تاند (یکشنبه، د عقذب ۱۳ مه) د خوست ولایت غرغښت راډیو د طالبانو له د درې ورځني بندیز وروسته پرون (شنبې) خپل فعالیت بېرته پیل کړ.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وروسته له هغې د دې راډیو د بندولو امر وکړ چې دې راډیو په خپرونو کې د پس منظر موسیقي (د خبرو لاندې موزیک) وکاروله.

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) راپور ورکړی چې غرغښت راډیو ته وروسته له دې د خپرونو د بیا پیلولو اچازه ورکړل شوه چې د راډیو مدیریت ژمنه وکړه چې د طالبانو قواعد به مراعت کړي.

دا په داسي حال کې دي چې د پلازمېنې کابل په شمول په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې تلویزیوونو او راډیوګانو ته د موسیقۍ پر خپرولو څه نه ویل کېږي.

طالبانو د جګړې په کلونو کې هم په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې د ښوونځیو او پرمختیايي پروژو مخه نیوله خو په نورو سیمو کې حتي د جنوب په هغو سیمو کې چې له پښتنو پرته نور قومونه اوسیدل، اجازه ورکوله چې ښوونځي یې فعاله وي او پرمختیايي پروژې اجرا شي.

خو له دې سره سره یو شمېر کسان دا ډله د پښتنو استازې بولي او د دوی په خاطر له ټولو پښتنو سره کرکه کوي.

 د افغانستان د خبریالانو مرکز د غرغښت راډیو بندېدا د وینا پر آزادۍ د تېري په توګه غندلې او په افغانستان کې د رسنیو پر ازادۍ د دوامدارو محدودیتونو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اکتوبر په پای کې، طالب چارواکو په خوست کې له رسنیزو استازو سره ناسته وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټولې رسنۍ باید د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له نویو مقرراتو سره سم عمل وکړي.

په دې مقرراتو کې د موسیقۍ بندیز او د ژوندیو موجوداتو د عکسونو په خپرولو باندې محدودیتونه شامل دي.

د اسلام په اړه د طالبانو تفسیر او تعبیر په درسته اسلامي نړۍ کې ساری نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب