Homeخبرونهد طالبانو حکومت د چین په کنفرانس کې د کرنې ودې لپاره...

د طالبانو حکومت د چین په کنفرانس کې د کرنې ودې لپاره د نړۍوال ملاتړ غوښتنه وکړه

تاند (یکشنبه د عقرب ۱۳) د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثمان ،په چین کې د بې‌وزلۍ د کمولو او د کرنې د ودې په نړۍوال کنفرانس کې د نړۍ له هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې.

نوموړي ویلي که‌ نړۍ غواړي چې، بې‌وزلي کمه کړي، اړینه ده،چې له افغانستانه پيل وکړي.

د طالبانو وزیر له نړۍ د افغان بزګرانو لپاره د کوکنارو د بدیل کښت د پروګرامونو اجرا کېدل غوښتي.

هغه زیاته کړې چې، کوکنار یوازې د افغانستان لپاره ننګونه نه ده؛ بلکې نړۍ هم له هغې زیانمنېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال ډېری افغان کروندګر پر حاکم نظام له دې امله نیوکه کړې،چې د دوی رسېدلي حاصلاتو ته د بازار غم نه کوي.

دوی وایي لازمه ده چې چارواکي د بدیل کښت پر ځای د دوی شته حاصل ته کورنی او نړیوال بازار پیداکړي څو دوی پکې د خپلو لاسونو د کړې خوارۍ حاصل وپلوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...