Homeخبرونهپه ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له...

په ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۳ مه) راپورونه وايي چې د ترکیې په استانبول کې د یو شمېر افغان سیاسي څېرو دوه ورځنۍ غونډه، چې د “ملي خبرې اترې بهیر” په نوم د پنجشنبې په ورځ پیل شوې وه، د جمعې په ورځ پای ته ورسېده.

 ویل کیږي چې دا غونډه د ترکیې په ملاتړ ترسره شوې وه او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر معتدله او ځوانو جګپوړې څېرو پکې ګډون کړی وو، خو دا غونډه د جمعې په ورځ بې له دې چې کومه اعلامیه خپره کړي، پای ته ورسیده.

د غونډې برخوالو هڅه وکړه چې د خپلې اجنډا او هدف په اړه رسنیو ته څه ونه وايي.

ځینو رسنیو ویلي چې دا غونډه د جمهوري نظام د باندنیو چارو پخوانی مرستیال وزیران حکمت خلیل کرزي، ادریس زمان، او همداراز د اقتصاد پخواني وزیر مصطفی مستور، په مشرۍ ترسره شوه.

د دې غیرعلني غونډې بحثونه د افغانستان د سیاسي وضعیت ارزونې او د ثبات د لارو چارو موندلو ته ځانګړي شوي وو.

د افغانستان د ملي ګوند مشر، جعفر مهدوي، په غونډه کې د ګډون لپاره له کابل څخه دې استانبول ته تللی و.

 مهدوي په غونډه کې وویل: “زه هیله لرم چې د طالبانو چارواکي به د دې ارزښتمن اسلامي او ملي دریځ په درک کولو ګټور ګامونه پورته کړي، ترڅو د ټول شموله خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي.”

سرچینو تایید کړه چې شاوخوا ۵۰ کسانو په دې غونډه کې ګډون کړی وږ، چې پکې د افغانستان د پخواني حکومت سیاسي استازي او د ښځو د حقونو فعالانې لکه شکریه بارکزۍ، فوزیه کوفي، او شاه ګل رضایي شاملې وې.

خو ګډونوالو د بحثونو مشخص جزییات نه دي خپاره کړي.

په ترکیه کې د طالبانو پخواني مخالفان، چې ډېر یې جنګسالارن بولي، هم کله نا کله حضوري او انلاین غونډې کوي خو راپورونه وايي چې د ترکیې حکومت اجازه نه ورکوي چې له دغه هیواده د طالبانو پر ضد پراخ فعالیت وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...