تجربه د ژوند هینداره ده، چې انسان ځان او نور پکې ویني. دا د ژوند اصل دی، چې تجربې انسان په ذهني او فزیکي لحاظ د پخوالي لوړو مدارجو ته رسوي.
هره تجربه د بلې تجربې د پیل نښه ده. انسان د همدې تجربو له برکته د نړۍ هر کونج ته رسېدلی او د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې نوښت، اختراع او کشف کړی، چې دې ټولو د انسانانو په ژوند باندې په مسقیمه او نامستقیمه توګه اغېز کړی.
دا اغېز د تجربو نچوړ او له تجربو زده کړه ده، چې ننی انسان یې د سبا او د سبا انسان یې راتلونکي نسلونو ته په میراث پرېږدي.
موږ په ژوند کې تل تجربې کوو؛ خو فکر پرې نه کوو. دا څو عوامل لري. د ټولنې د اګاهۍ کموالی، زده کړې، د ژوند شرایط، اقتصادي ستونزې، سفرونه نه کول، مطالعه نه کول، د لویو او پوهو اشخاصو سره ناسته ولاړه نه کول.
په دې ټولو اړخونو باندې فکر کول، تا دې ته اماده کوي، چې د ژوند د تجربو رمز دې پیدا او بیا په دې فکر وکړې، چې له کومو اړخونو دې تجربې اغېزمنې دي او دې ته هم پام کول پکار دي، چې زموږ تجربې څومره د دغو شرایطو او اشخاصو له تجربو سره ورتوالی لري. د ټولو انسانانو تجربې یو شانته نه دي؛ نو ځکه هر انسان په فکري، تجربوي لحاظ له بل سره توپیر لري. دا ځکه چې هر انسان د ځانګړي فکر څښتن دی. پاسني فکتورونه مو چې یاد کړل دا د انسانانو ترمنځ توپیرونه دي، چې له پېښو او شرایطو سره څنګه برخورد کوي. د ژوند پاڼې مو هر ورځ اوړي د تجربو زېرمه مو هم ډکېږي.
له نويو اړخونو او نویو وګړو سره مخ کېږو او له هر لوري سره بلدېږو بیا د ژوند د مانا لټون په دې لاره کې پیدا کوو. دا ځکه چې کله موږ څه تجربه کړو یا یې ووینو دا مو دې ته لېواله کوي، چې د خپلې هرې شېبې له تجربو او زده کړو خوند واخلو او تل د ځان ترڅنګ د کورنۍ او ټولنې د افرادو د زړونو په لاسته راوړلو کې بې شمېره لارې غوره کړو او ځان د سکون مراحلو ته ورسوو.
انسان چې کله بېلابېلې تجربې وکړي او ښه له دې مراحلو سره اشنا شي؛ نو په ذهني لحاظ د بلوغیت مرحلې ته ورسېږي. په هر څه کې بیا هر لوري ته د خواخوږۍ، لورېینې او تعامل لاس خور کړي، چې بیا نور انسانان داسې انسان د یو بېلګه انسان په توګه ځانته ټاکي. د ژوند په هر ډګر کې د دوی له تجربو ګټه اخلي. په دې لاره کې بیا معنوي سکون وي، که دا سکون څوک په ژوند کې تجربه کړي. تل به د ارامښت په زانګو کې زانګي.