څلورویشتمه برخه
له حجازه تر یثربه
نن حجاز ته د الوداع ویلو ورځ ده. زما خیالونه کله کعبې ننوځي ته او کله په مدینه کې تر شنې گنبدې لاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم روضې مبارکې ته ورشي. کله د بیت الله طواف کوي، د حرم شریف لوړو برجونو او منارونو ته ځي او کله د طلایی جالیو شاته له خپل جانان سره ناست وي. د مینې، لیوالتیا او خدای پامانۍ شیبې سختې دي. زړه مې نه کېږي له دې ښاره کډه یوسم، خو په دې ځان ته تسلي ورکوم چې که ژوند باقي و بیا به راشم د کعبې رب رحیم او کریم دي.
د فبرورۍ دیرشمه شاوخوا دولس بجې باید موږ د مکې هوټل خالي کړو او مدینې منورې ته لاړ شو. خدای جل جلاله دې قبوله کړي، عمره مو وکړه، ځینې زیارتونه مو وکتل او ډېر نور مهم ځایونه پاتې شول چې د ټولو کتل په یوه اوونۍ کې ممکن نه وو. حرم ته زموږ له هوټل نه یو څو قدمه لاره ده، غسل مې وکړ، نوي کالي مې واغوستل او مسجدالحرام ته د خدای پامانۍ لپاره لاړم. دوه رکعته د شکرانې لمونځ مې وکړ. او خدای ته مې لاسونه لپه کړل. خدایه! تا ما ته بلنه راکړه او زما له لارې دې ډېرې ستونزې او خنډونه لرې کړل، هیله لرم چې بیا مې د خپل مبارک کور په دیدن ونازوې. له مسجدالحرام نه د وتلو په وخت مې داسې احساس کړ لکه پښې چې مې د تللو ځواک نه لري. د مننې، تسلیمۍ او خپګان مخلوط احساسات مې پر زړه پنډ وو، خو ځان سره مې ویل روحانیت او له خدای جل جلاله سره مینه یوازې په دې ځای کې نه بلکې هر وخت او هر ځای کې پاللی شو، دا زموږ مسؤلیت دی چې دا اړیکه په خپل ورځني ژوند کې په صادقانه ډول وساتو.
بېرته چې هوټل ته راغلم، ځینې خلک نوي را رسېدلي وو د هوټل مخې ته یې بیکونه ځان پسې کشول. دوی ته مې داسې په کلانکارۍ وکتل چې ما خو هرڅه تکمیل کړي او تر تاسو مقدم یم. د برترۍ دغسې احساس کله کله ډېرو ځایونو کې پیدا کېږي. امریکا او اروپا ته چې کوم مهاجر پخوا تللي نویو راغلو باندې لږه کلانکاري کوي چې موږ پخواني یو او تاسو نوي یاست. زه هم دې نویو خلکو ته داسې په سترګو کې کلانکاري وکړم چې موږ دلته یوه اوونۍ تېره کړې ده د عشق دا پړاو مو تکمیل کړی او دادی مدینې ته روان یو.
بسونه له حجاز نه د یثرب په لور روان شول خو اول به جدې ته ځو او له هغه ځایه په ټرېن کې مدینې ته. د بس له کړکۍ شاوخوا ابادیو ته ګورم، مکه په دې وروستیو لسیزو کې د ښاري ودې او بدلون یوه غوره بېلګه ګرځېدلې ده. په هره کوڅه او هر ګوټ کې د حاجیانو لپاره هوټلونه او د هستوګنې کمپلکسونه جوړ شوي او د ګرځندوی سکټور یې ډېر فعاله دی. نه یوازې دا بلکې د ښار د عامه اسانتیاوو، عامه ترانسپورت، او د روغتیا او طبي خدماتو د برابرولو په برخه کې هم ډیر پرمختګ شوی چې د حج تجربه د مسلمانانو لپاره ډیره اسانه کړي. دغو پرمختګونو له یوې خوا ددې ښار معنوي او دیني ارزښتونو په ساتنې کې مرسته کړې او مکه یې د نړیوال اهمیت په یوه عصري مرکز بدله کړې او له بلې خوا یې د سعودي له اقتصاد سره هم ډېره مرسته کړې ده.
ددغو ابادیو په لیدو ماته د یوه ټوکي ملګري خبره رایاده شوه. یو وخت مې ورته شکایت کاوه چې بیت الله شریف سعودي ته د سرو چرګ ده. ویل یې ښه ده چې دا د سرو زرو چرګ زموږ نه دی، اوس به مو وخته حلال کړی و. وروسته چې مې د ملګري په خبره فکر کاوه یوه ژوره مانا په کې پرته ده. د سعودي عربان رښتیا هم عادي خلک نه دي. دا ددوی کمال وګڼه چې د مکې عظمت یې ساتلی او هر کال د ملیونونو حاجیانو خدمت کوي. که مکه په کابل یا کندهار کې وای تا به بیا د مکې د ملکیت او عایداتو په سر زموږ د خلکو خپلمنځي جنګونه لیدلي وای.
تر شاوخوا یو ساعت مزل وروسته جدې ته ورسېدو او دا ځل د ټرېن له کړکیو د عربستان ننداره کوم. ستونزه داده چې موږ غواړو جدې نه ووځو خو اوس جده راسره تر ډېره روانه ده هېڅ نه خلاصېږي. خدای شته ددې ابادیو له شکل نه بېزاره یم. اوس زارۍ ورته کوم چې موږ پرېږده چې مدینې ته ورسېږو. همدې سوچونو کې ډوب وم، ټرېن له ابادیو نه شګلنو دښتو او غرونو ته ووت. ځای ځای یو یو کور ښکاري چې شاوخوا یې کوم ځنګلی بوټی شین شوی وي نور نو ټوله دښته وچه ده. یو یا دوه ځایه مې د کورونو سره نږدې د خرما باغونه هم ولیدل. وچو غرونو او شګلنو دښتو ته مې کتل چې دا ځایونه به د رسول الله په زمانه کې څنګه ښکارېدل. هغه مبارک پر همدغو لارو له مکې نه مدینې ته هجرت وکړ او نن زه هم په همدې لاره تېرېږم. دا غرونه او دا دښتې څومره بختور دي چې د دواړو جهانونو د سردار دیدن یې کړی دی.
کله کله خو له ځان سره وایم کاشکې دا دښته او بیابان هغسې لکه پخوا غوندې وای بیا به دې ترې خوند اخیستی و، دا اوس څه شی شو؟ حیران ناست یم چې دې ته صحرا ووایم او کنه؟ نه د هلمند او بادپښ دښتې غوندې دی، نه د اردن د ګلابي ښار پیټرا او وادي رم د شګلنو صحراو غوندې چې د اسونو پښې په شګو کې نښلي او څاروي په شګو کې ورک شي. دا خو یوه بې اوبو او بوټو ویراني ده، یو څو بې روحه ابادۍ او چوپه چوپتیا. زه ځان سره وایم زما جانان څومره لرې کډه اړولې ده.
کله کله بیا د هغې زمانې د مکې اوسېدونکو ته غوسه راشي، چې وا خلکو که ستاسې عقل په پونده کې نه وای نو ولې به دومره شقی القلبه او سنګدله وئ، ولې به مو زړونه داسې کولپ وو چې اقراْ درته وویل شول او بیا هم تاسو ونه لوستل که تاسې کبرجن نه وای نو موږ به ولې اوس څلور ساعته له یوه ښاره بل ته مزل کولو. نبی علیه السلام به په تنګ شوی نه و او هجرت به یې نه و کړی. زموږ کار به اسانه وای.
کله بیا وایم نه په دې کې هم د الله جل جلاله حکمت و، که په مکه کې وای اوس به مو پښې یو خواته ځغستلای او زړه بلې خواته، ما غوندې زایرین به هم حیران و چې اول کوم یو ته سلام وکړم د خدای جل جلاله کور ته او که د حضور دربار ته. د دیار او دربار جغرافیوي فاصلې موږ له یوه لوی ازمایښت نه بچ کړي یو.
شاوخوا څلور سوه کیلومتره لاره مو ووهله. ښې لاسته ګورم یو ریګستان دی چې د سوځېدلو تیږو ډېرۍ په کې ښکاري. وړاندې ځای ځای د خرماو باغونه ښکاره شي لیکن د خرما د ونو لوګي وهلي پاڼې مړاوي او بې روحه ښکاري، دا به زموږ عقیده وي چې د خرما په دې وچو او بې رنګه ونو کې راته ډول ډول ښکلاوې ښکاري کنه دوی خو د هلمند او ارزګان تر خلکو ډېر د اوبو تږې دي .
مازیګر مهال د مدینې منورې ښار په لمنه کې ټرېن سټیشن ته ورسېدو او بسونه له هغه ځایه د مسجدنبوي خواته روان شول. د زرګونو موټرو په هجوم کې یوه بوخته لاره باندې مزل کوو. ددې ښار ظاهري شباهت هم له نورو ښارونو سره دومره توپیر نه لري، هماغه شاپنګ مالونه، نوي جوړ شوي بلډینګونه چې څومره اسمانڅکي دي هماغومره بې روحه ښکاري. نوي کورونه چې د غرونو په لمنو کې جوړ شوي د غرونو ښایست یې زخمي کړی دی. مدینه کې که حضور نه وای نو دلته به هېڅ هم نه و. هغه څوارلس سوه کاله مخکیني کورونه چې زما په خوبونو او خیالونو کې ګرځېدل هغه یو هم نه شته. خو زه لا هم وایم کیدای شي هغه جومات لا هم هماغسې لکه په دښته کې یوه جونګړه غوندې وي، د خټو او خامو خښتو دیوالونه، چت به یې د خرما د ونې له پاڼو وي، خښتې به یې لمس کړم ځکه چې زما د محبوب لاسونه ورباندې لګېدلي دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا د دې سپېڅلي ښار حیثیت خورا لوړ دی. دا د مسلمانانو دیني او معنوي مرکز او د ودې او لارښود زانګو ده. له سیدنا ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې د صحابه کرامو رواج وو چې کله به د موسم نوې میوه راغله نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یې وړاندې کړه. هغه ميوه به يې واخستله او داسې دعا به يې وکړه: يا الله! زموږ په میوو کې برکت واچوه. زموږ په مدينه ښار کې برکت واچوه. یاالله! ابراهیم خلیل الله ستا بنده او پیغمبر و او زه هم ستا بنده او پیغمبر یم، لکه څنګه چې یې مکې ته دعا وکړه؛ نو زه هم مدینې ته دعا کوم.
تاریخپوهانو لیکلي یثرب یوازینۍ ځمکه وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت ته تیاره وه. له یوه پلوه دوی لکه د مکې د مشرکانو تعصب نه درلود او له بله پلوه له یهودانو سره یې ګاونډیتوب کې د پیغمبر د ظهور خبرې اورېدلې وې. غني خان وایي:
د لمدو خټو دارو لږې اوبه وي
څومره چې زه مسجد نبوي ته نږدې کېږم، د زړه ضربان مې نور هم چټک کېږي. ای خدایه دا ستره بریا راته نوره هم خوږه کړه او د خپل پیغمبر او د هغه د پاکې کورنۍ په زیارت کولو مې سترګې خوږې کړه.لږ وړاندې دیوې شنې ګنبدې په لیدو مې زړه باغ باغ شي. شنه ګنبده ډېره ساده معلومېږي، نه لکه د اصفهان د شاندارو محلونو په څېر دی او نه د تاج محل او شیش محل غوندې. په لیدلو کې ډېره ساده معلومېږی خو عظمت ته یې د نړۍ شاهان او ملنګان ټول سر ټیټوي.
د شنې ګنبدې په لیدو وایم، یا رسول الله صلی الله علیه وسلم یا اشرف الانبیاء یا خاتم الانبیاء، یا حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پر تا دې درود او سلام وي، زه شاهدی ورکوم. ته د خدای رسول یې – ته د بشریت د لارښوونې لپاره راغلی یې – قرآن پر تا نازل شوی او د بشریت د لارښوونې لپاره تر ټولو جامع او بشپړ الهي کتاب دی.