درویشتمه برخه
په شګو کې جنت
جبل الرحمه کې یو عرب شیخ مېلمانه کړي وو. دا ځای له مکې معظمې نه شاوخوا شل کیلومتره لرې دی. شیخ د ډوډۍ دسترخوان په یوه داسې پراخ میدان کې غوړولی و چې مخامخ یې د عرفات غونډۍ او شاته یې یو عالیشانه رسټورانټ و. موږ چې زیاتره د امریکې، لندن، کاناډا، اسټرالیا او نورو سړو هېوادونو څخه سعودي ته راغلي وو دلته د فبروري میاشت کې دا نرمه هوا، د مکې شګلنه دښته، نیمه تیاره ماحول او د وادي عرب د پسونو د کبابو بویونه راباندې ډېر ښه لګېدل.
په همدې ورځ سهار وختي موږ د حرا غره ته ختلي وو. د سهار لمونځ مو د هماغه غار پر بام وکړ چېرته چې پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې د قران کریم په نازلېدلو انساني ژوند کې یو نوی انقلاب راغی. تر هغه وروسته ټوله ورځ د سپېڅلو دیني او کلتوري ځایونو لیدلو ته ورغلو چې د غرمې ډوډۍ ته مو په کې وخت پیدا نه کړ. جبل الرحمه کې له بسونو ښکته کېدلو سره سم د هر چا هڅه دا وه چې ژر ژر د ډوډۍ ځای ته ځان ورسوي او په کتار کې تر نورو مخکې ودرېږي. ګومان کوم چې عرب شیخ دا ځای شعوري انتخاب کړی وي. ښایي د عربستان د طبیعت ښایست او د خپل کلتور ښکلا یې راښودله او یا ددغه شاهانه مېلمستیا په برابرولو یې موږ بهرنیانو ته را ښکاره کاوه چې د ابراهیم علیه السلام دعا د عربو وچه او شګلنه ځمکه څومره بختوره کړې ده. هرڅه چې و، خو ډېر په زړه پورې ماحول و.
چېرته چې د ډوډۍ میزونه ایښودل شوي وو، څنګ ته یې یوه ودانۍ وه چې د تیږو دنګو دیوالونو یوه کلاسیکه ښکلا پنځولې وه. پر دیوالونو او سټیج داسې تت څراغونه بل دي چې ایله یې ځمکه رڼا کړې ده. لاندې یو څو میزونه پراته دي چې د دنیا نعمتونه یې پرې کتار کړې دي. رنګ رنګ خواړه، میوې، شیریني باب او ډول ډول جوسونه چې زیاتره یې ما پخوا نه وو لیدلي. د میزونو یو سر او بل سر ته دوه دنګ ځوانان خدمت ته ولاړ وو چې د سترګو په رپ به یې لوښي در وړاندې کول. د ناستې چوکیو ته مخامخ په لږ لوړ ځای یو ښایسته سټيج او د خطابې میز هم درول شوی و چې پر سر یې ډولي ډولي څراغونو وړانګې غورځولې.
زه تر اخره پوی نه شوم چې دا رسټورانټ و او که شخصي مېلمستون خو له ساز و بازه یې داسې معلومېدل لکه په ریګستان کې چا ځان ته جنت جوړ کړی وي. زما چې اشتها لږه ښه وه، کباب، وریجې، څو ډوله کوفتې او سلاته مې قاب کې واچول او یوه ګوښه میز ته ورغلم. وروسته درې نور ملګري هم زما خواته راغلل چې هغوی هم قابونه ښه ډک کړي وو. که رښتیا ووایم یوازې موږ څو کسه داسې نه وو، ټولو مېلمنو له خوړو قابونه داسې ډک کړي وو چې تر ستوني ډک شول خو بیا یې هم قابونه نیم ډک پاتې شول او د هوټل شاګرد په اخره کې یو یو قاب د کثافاتو کڅوړه کې خالي کاوه. موبایل ته مې وکتل له کوره راته زنګ راغلی و. یو خوا بل خوا مې وکتل. چېرته چې زموږ بسونه ولاړ وو هغه ځای لږ تر نورو ګوښه او تیاره و، هماغه خواته روان شوم.
د بس شاته مې ځان له نورو مېلمنو پناه کړ چې کور سره خبرې وکړم. تر ما لږ هاخوا درې ځوانان چې له شلو تر پنځه ویشتو کلونو عمرونه به یې وو جاړو په لاس د دیوال خوا ته غلي ولاړ وو. لږه شېبه وروسته ددوی خواته دوه تنه نور هم راغلل، دیوه په لاس کې د اوبو دوه واړه بوتلونه وو چې ښایي مېلمنو غورځولي وو او ایله یو څو ګوټه اوبه په کې پاتې وې. یوه تن خپل ملګري ته اشاره وکړه چې زه تږی یم هغه بوتل ور وغورځاوه. ما په موبایل خبرې خلاصې کړې او ددوی خواته مې وکتلې، دوی هم را وکتلې خو جرات یې نه شول کولی چې غږ را وکړي. لږ ور نږدې شوم سلام مې واچاوه.
– ما سره د پیپسي دا بوتل دی چاته یې ورکړم؟
– پروا نه کوي، موږ به یې په ګډه وڅښو.
– دکوم ځای یاست
– د بنګله دیش
– پنځه واړه؟
– هو
– څومره وخت کې کېږي عربو کې کار کوئ؟
– د چا درې کاله او دچا دوه کاله. دغه یو تن تر موږ ټولو مخکې راغلی پنځه کاله یې کېږي.
– کار مو څنګه دی اسانه دی که سخت؟
– ده نو، اوس خو هوا ښه ده، اوړي کې ډېره سخته وي. لمر ډېر تېز دی او زموږ کار د باندې وي.
– څومره معاش درکوي، د میاشتې اوه سوه ریاله.
– ښه نو دا خو ایله دوه سوه ډالره کېږي.
– هو، همدومره کېږي.
په ټوکه مې ورته وویل دا د اوبو بوتل مو ولې په شریکه وڅښلو؟
د ټولو پر شونډو لږه موسکا خوره شوه.
– خو دلته ډېره ګرمي ده او اوبه هم په پیسو دي، دومره وسه مو نه شته چې ټوله ورځ په پیسو اوبه واخلو.
– ددې هوټلونو والا تاسې ته اوبه او ډوډۍ نه درکوي؟
– نه ولا که مو نږدې هم پرېږدي، که مېلمانه دغسې د اوبو بوتل چېرته وغورځوي موږ یې راواخلو کنه هغه هم نه راکوي.
– نن مو ډوډۍ خوړلې ده؟
– سهار چې راتلو لږه ډوډۍ مو له اطاقه راوړې وه بس هماغه مو وخوړه.
– دا خو ډېره بده ده. ته ګوره زه هم ډېر مالداره نه یم، تر تاسو سختې ورځې مې تېرې کړي. دغه یو څو ریاله واخلئ خپلو کې یې تقسیم کړئ، خو ګوره خپلو کې به لانجې نه کوئ.
– نه، نه لانجې به ولې کوو.
زه ورو ورو بېرته د نورو ملګرو خواته روان شوم. له ځان سره مې ویل څومره ښایسته ځوانان دي، خو د قسمت وېش ته ګوره چې نور خلک ددوی مخې ته د خالق له نعمتونو خوند اخلي او دوی یې د هغوی د پاتې شونو جاړو کولو ته درولي دي.
استاد مهدي ته مې د ځوانانو کیسه وکړه. هغه ویل خدای جل جلاله په خپلو کارونو ښه پوهېږي، موږ فقط خپله برخه مرسته کولی شو، نور نو د خالق نظام نه شو بدلولی.
زموږ ملګري چې بس ته روان شول دې ځوانانو د ښځو لاره ونیوه او له هر یوه نه به یې خیرات غوښت. ورو ورو یې نارینه و ته هم لاس اوږ کړ. یو وخت مې پام شو چې ژر ژر به یې پیسې د پتلون جیب کې تخته کړې او بیا به یې بل بسې منډه وکړه. له ځان سره مې ویل دا خو ډېر د بړه ماران دي.
له دې ځایه د عرفات غونډۍ خواته لاړو. چې لاسونه مې خدای ته لپه کړل، له دعا سره مې بلاغي فکرونه هم ملګرې شول، چې د نن شپې په مېلمستیا به د څو تنو حاجیان د لګښت برابر خرچه شوې وي. د بغلاني خبره مې رایاده شوه چې ویل یې داسې حاجیان شته چې پنځه ویشت- دېرش کاله نیمه ګیډه ډوډۍ خوري چې د حج پیسې سپما کړي. نو ما ویل:
ای د عدالت ربه
دا لوبه خو ورانه که
دا نو څنګه امتحان دی چې څوک یې دیدن پسې ړندیږې او څوک یې له کټه غورځوي چې ستړی دې کړم. هوټل ته پر لاره ملګرو په بس کې درود او صلوات وایه، خو خدای دې راته معافي وکړي زما په ذهن کې دا بیتونه ګرځېدل چې:
د چا جونګړه پکې نشته دی د تېلو ډیوه
وایه قسمته په تیرو کې به ترڅو پراته وي