دوکتور لعل پاچا ازمون
لکه غرڅه ترهېدلي ترهېدلي راڼه رانه یې پاس لوړ ځای ته کتل، یو بل ته یې په سترګو کې کتل او ویل یې:
– چې دا به څه خبره وي چې دلته یې ټول راټول کړي!؟ بیا څه خبره ده؟ موږ ته خو یې څه ویلي نه دي. ضرور به څه خبره وي، نو؟ هسې چټي خو دا زده کوونکي نه را ټولوي؟
ټول یې په یوه لښته راټول کړي وو، د هر یوه په سترګو کې ترهه وه، هر یوه له ځانه پوښتل چې اخر څه خبره ده؟ اخوا دېخوا یې څو کاوه، لکه چې کوم نوی څوک را روان دی، پر دا لوړ ځای دریځ خو همدا ښيي چې کوم لوی سړی راځي!؟ دوی په همدې پوښتنو او اخوا دېخوا حیران کتلو کې بوخت وو چې د ګڼو ښوونکیو په منځ کې له ونې لنډ او له پښو چابک سړی را ښکاره شو، د ښوونکیو په بدرګه نېغ لوړ ځای ته وخوت او دریځ ته ودرېد، ګڼې ببرې وروځې یې په کسو را وغوړولې، د ترهېدلو ځوانانو سترګو ته یې کتل، یوه شېبه غلی و، هلکانو یو بل ته په سترګو کې کتل او ویل یې:
– سړی له رنګه او خویه ښه سړی ښکاري، په غوسه نه دی، مهربانه دی، په وروځو کې یې وخندل،
د جمهوریت وږمه تازه را الوتې وه، دده په سر کې هم زېږه هوا ځغلېده را ځغلېده، پر ګڼو وروځو او سر یې لاس راښکه، ژبه یې پر شونډو ونڅوله او غاړه یې تازه کړه، اخوا دېخوا یې د زده کوونکیو سترګو ته وکتل، د دوی په خړو او ستړو مخونو کې یې داسې تصویرونه ولیدل لکه چا چې په منډو کړي وي، یوه شېبه یې ور ته اریان دریان وکتل چې دا به څه خبره وي؟ دوی خو څه ورانی هم نه دی کړی، نه ترې کوم شکایت راغلی، نو بیا ولې داسې ترهېدلي ګوري. دا لکه چې له جمهوریته هم نه دي خبر که څنګه؟
زده کوونکیو لا هم یو بل ته رډ رډ کتل چې څه خبره به وي، څه به کېږي؟
هغه پر سر بیا لاس راښکه، مخامخ ودرېده:
– ای! غږ مې اورئ؟
ټولو په یوه غږ ، غږ وکړ:
– هو، هو، هو!
ـ زما خوږو بچیانو ستړي مشئ
په رپېدلي غږ یې وویل:
ـ ژوند ژوند ژوند
ـ افرین
ځینو زده کوونکیو واړه واړه لنګوټي او ځینو چاودلې خولۍ په سر کږې ایښې وې. له افرین سره یې پر غاړه هسکه کړه.
هغه بیا غږ وکړ:
– غږ مې درځي، ټول یې اورئ؟
خندانه مخ ودرېد:
ـ تاسې ته وایم: اورئ؟!
– هو.
– ژوندي شئ!
دې سره د زده کوونکیو غږ لوړ شو:
– هو، هو، هو!
هغه ور ته کتل چې لا هم د زده کوونکیو په مخ کې سرخي نه ده پیدا شوې، له ځانه سره یې وبنګېده:
ـ دا څه چل شوی دی؟ هغه د میرویس نیکه او احمدشاه بابا بچیان چې تر ډهلي او اصفهانه د تورو پر شرنګ روان وو، نن څنګه ترهېدلي ګوري، دریځ ته ور جوخت شو او په لوړ غږ یې ورته وویل:
– تاسې پوهېږئ چې ما څنګه راټول کړي یاستئ؟
دې وخت کې ټولو پر سر لاس راښکه او رډ رډ یې مېلمه ته کتل. مېلمه مخ شمالي ډډې ته او بیا سهیلي ډډې ته واړاوه، وروځې یې ببرې کړې، لاس یې زده کوونکیو ته ونیوه:
– تاسې له چا ډارېږئ؟ ولې ډارېږئ؟
د زده کوونکیو په مخونو کې دا ځل بله پوښتنه وځلېده:
ـ دا سړی څه وايي؟ ډارېږئ ولې؟ دا ډارېږئ ولې یعنې څه؟
هغه بیا لاسونه یو خوا او بله خوا وغورځول:
– داسې یې هم لاس را خلاص او داسې یې هم
په پوره ډاډ یې زده کوونکي مخاطب کړه:
له هیچا مه ډارېږئ. ژوندي ودرېږئ، تاسې خو ژوندي خلک یاستئ، د میرویس نیکه او احمدشاه بابا زامن یاستئ، تاسې سره دا ولاړه او ترهېدلې سترګې خوند نه کوي، غټ غټ، راڼه راڼه ګورئ او برند برند ګورئ، د هر سړي دې لاس را خلاص وي.
بیا پر دې لنډې جملې فشار راوړ چې:
ـ ولې ډارېږئ؟ نور ونه ډار شئ، ډار له زړه ته ورک کړئ. تاسې سره کتاب او قلم دی، دا قلم او دا کتاب ستاسې وسله ده، نو چې دا وسله درسره وي، بیا له چا ډارېږئ، دا کوم زورور دی چې تاسې ډاروي. دنیا کې هیڅ داسې زورور نه شته چې د دغو دوو وسلو پر وړاندې ودرېږي، تاسې پوهېږئ! تاسو څوک یاستئ!؟ تاسې د وطن راتلونکې یاستئ، مه ډارېږئ!
بیا تاکیدي غږ پرې وکړ:
ـ وامو ورېدل؟
په دا منځ کې یو سپین رنګي هلک بیا اخوا دېخوا کتل، دده پرې پام شو:
ـ تاسې ته وایم
هغه بیا لکه مست هاتي وشڼېده!
مه ډارېږئ، له هیچا مه ډارېږئ، د هر چا دې له هره طرفه لاس خلاص وي.
تنکی خوله هلک چې د اتم ټولګي زده کوونکی و، اوتر اوتر یې کتل، خو سر یې پر دې خلاص شو چې مه ډارېږئ، څه ته وايي؟
دې نورو ته یې سور سپین مخ واړاوه:
– واخ دا خو ډېره ښه شوه، دی وايي چې مه بېرېږئ!
دې سره د ټولو مخونه سره شول او لاسونه یې وپړقول:
– زنده باد مدیر صاحب! زنده باد مدیر صاحب!
د ببرو وروځو هغه لنډی سړی چې زده کوونکي یې له ډار او وېرې ژغورل، ډاډ یې ورکاوه، عبدالغفور ویاند و او دا ښایستوکی تک سپین هلک چې نورو زده کوونکیو ته یې ډار وښود چې بېرې ته وایي، میرویس نیکه ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی عبدالباري او د اوسنۍ زمانې عبدالباري جهاني و.