جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهتحریک انصاف په اسلام اباد کې مظاهره کوي، حکومت یې مخنیوی کوي

تحریک انصاف په اسلام اباد کې مظاهره کوي، حکومت یې مخنیوی کوي

تاند (جمعه، د میزان ۱۳ مه) د تحریک انصاف ګوند پلویانو نن په اسلام اباد کې د پراخ لاریون تابیا کړې خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې اسلام اباد ته د لاریون لپاره ورشي.

په همدې حال کې د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر امین ګنډاپور، چې په تحریک انصاف ګوند پورې تړاو لري، ویلي چې په هر صورت به ځان په اسلام اباد کې ډي چوک ته، چې د مظاهرې لپاره ټاکل شوی ځای دی، ځان ورسوي.

راپورونه وايي چې د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ سړکونه په کانتینرونو بند کړل شوي او مرکزي حکومت پر مظاهرو او لارینونونو بندیز اعلان کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې په اسلام اباد کې پر مظاهرو بندیز دی او له پوځ څخه غوښتل شوي چې د هغو کسانو مخه ونیسي چې د مظاهرې هڅه کوي.

ده د تحریک انصاف له مشرتابه څخه غوښتي چې له لاریون کولو ډډه وکړي خو د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر او د تحریک انصاف نورو مشرانو ویلي چې دوی په هر صورت لاریون کوي او د تشدد پروا نه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د تحریک انصاف د لاریون د مخنیوي لپاره دلیل دا بولي چې په راتلونکو ورځو کې د سعودي عربستان یو پلاوی اسلام اباد ته راځي او همداراز ټاکل شوې ده چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه په اسلام اباد کې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب