جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهلاورږف د مسکو په فارمټ کې په افغانستان کې له بهرنیو پوځي...

لاورږف د مسکو په فارمټ کې په افغانستان کې له بهرنیو پوځي اډو سره مخالفت وکړ

تاند (جمعه، د میزان ۱۳ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د مسکو فارمټ شپږمې غونډې ته په وینا کې له طالبانو سره د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ او په لویدیځو هېوادونو یې غږ وکړ چې پر افغانستان لګولي بندیزونه لرې او کنګل شوې شتمنۍ بیرته ورکړي.

دغه بندیزونه درې کاله وړاندې هغه مهال وضع شول چې طالبانو د هېواد کنټرول ترلاسه کړ، او نړیوالې ټولنې پر ښځو او نجونو د فشارونو د لرې کولو په شرط له طالبانو سره د پراخ تعامل غوښتنه وکړه.

لاوروف وویل، “دا مهمه ده چې د مسکو او کابل تر منځ عملي خبرې اترې وشي. موږ باور لرو چې له اوسني افغان حکومت سره د رغنده تماس لرل د امنیت، اقتصادي پرمختګ او په افغانستان کې د ملي همغږۍ د ټینګښت په ګټه دی.”

لاوروف دا څرګندونې د مسکو فارمټ د شپږمې غونډې په پرانستونکې وینا کې وکړې.

هغه په افغانستان کې د نوروهېوادونو له خوا له پوځی اډو او تاسیساتو سره د روسیې مخالفت یو ځل بیا تکرار کړ او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې په افغانستان کې د هر ډول بهرني پوځي خلاف د مسکو پر دریځ ټینګار وکړ.

څرګنده نه ده چې لاوروف په افغانستان کې د نورو هیوادونو د پوځي اډو یادونه ولې وکړه ځکه چې ظاهراً تراوسه کوم هیواد په افغانستان کې د پوځي اډې د لرلو غوښتنه نه ده کړې اونه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې تراوسه پورې طالبانو له خپل تور لیسته نه دي ایستلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب