جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهمتقي په مسکو کې: د داعش روزنیز مرکزونه له افغانستانه دباندې دي

متقي په مسکو کې: د داعش روزنیز مرکزونه له افغانستانه دباندې دي

تاند (جمعه، د میزان ۱۳ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې وویل چې د داعش روزنیز مرکزونه د افغانستان له پولو دباندې دي او د دې ډلې غړي له بهر څخه افغانستان ته راغلي دي.

ښاغلي متقي، بې له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي، وویل چې داعش په دې وروستیو کې وتوانېد چې د افغانستان له پولو بهر روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

تر دې مخکې طالب چارواکو په زغرده ویلي و چې داعش په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کط روزنیز مرکزونه لري او مشران یې هم په پاکستان کې اوسي.

ده وویل، «موږ د سیمې په ټولو هیوادونو غږ کوو چې په داعش کې د خپلو اتباعو د جذبېدو او افغانستان او نورو هیوادونو ته د ورانکارو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د هغوی د لیږلو په مخنیوی کې همکاري وکړی.”

تر دې مخکې روانه اوونۍ د طالبانو اړوند المرصاد خبري شبکې د داعش د درېیو نیول شویو غړیو اعترافونه خپاره کړل.

دا کسان په کابل د سنبلې په ۱۲مه د لویې څارنوالۍ مخې ته په وژونکې حملې کې د لاس لرلو په تور نیول شوي. په برید د  ۴۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

هغه مهال داعش د برید مسوولیت ومانه.

په ویډیو کې چې المرصاد پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر خپره کړې، داعش ته منسوب درې غړي اعتراف کوي چې د تېرې میاشتې په برید او یو شمېر نورو حملو کې یې لاس درلود.

دغه کسان چې دوه یې افغانان او درېیم یې د تاجکستان تبعه دی وایي چې داعش دوی کلونه وړاندې جذب کړي او د روزنې لپاره یې د بلوچستان کوټې ښار ته لېږدولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب