جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهمتقي او لاوروف په افغانستان کې پر روغې جوړې او د مسکو...

متقي او لاوروف په افغانستان کې پر روغې جوړې او د مسکو – کابل ترمنځ پر همکاریو خبرې وکړې

تاند (جمعه، د میزان ۱۳ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې د روغې جوړې د پروسې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د انرژۍ د سکتور په شمول د سوداګري او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې پر خپله رسمي ویبپاڼه یې خپره کړې، ویلي چې لاوروف او متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د شپږمې مشورتي ناستې په څنډه کې سره ولیدل.

د خبرو په لړ کې، دواړو خواوو د افغانستان د ستونزو پر حللارې او د مسکو او کابل ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې. دوی د باور وړ سیاسي اړیکو او د دوه اړخیزو ګټورو تجارتي او اقتصادي همکاریو په زیاتولو کې د روسیې او افغانستان دوه اړخیزې ګټې په ګوته کړې، په ځانګړی توګه یې د انرژۍ او کرنې په سکتورونو کې پر پروژو ټینګار وکړ. “

دواړو خواوو د افغانستان په اړه د سیمه ییزو میکانیزونو په تېره بیا د مسکو فارمټ په چوکاټ کې د سیمه ییزو خبرو پر مخکښ رول تینګار وکړ.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت په بیان کې همداراز راغلي چې دواړو خواوو له بهره د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه د نه منلو وبلله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب