جمعه, اکتوبر 4, 2024
Home+د طالبانو او سیمه‌ییزو هېوادونو اړیکې او د افراطیت نوې څپه

د طالبانو او سیمه‌ییزو هېوادونو اړیکې او د افراطیت نوې څپه

ډاکټر فضل محمود فضلي

له ۲۰۱۰کال راهیسې، د سیمې هېوادونه، سره له دې چې پوهېدل امریکا له طالبانو سره ژورې اړیکې لري، بیا هم د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره یې هڅه وکړه چې د افغان طالبانو سره پراګماتیکې (واقعي) اړیکې جوړې کړي. د دې هڅو موخه د طالبانو ملاتړ ترلاسه کول و، ترڅو خپلې بومي افراطي ډلې، لکه القاعده، داعش-خراسان، د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ، جیش العدل، بلوڅ ازادۍ غوښتونکی پوځ، او د پاکستان د طالبانو تحریک، مهار یا له منځه یوسي.

د ۲۰۱۸او ۲۰۲۱ کلونو د دوحې د بدنامې پروسې په ترڅ کې، د امریکې ځانګړي استازي کوښښ وکړ چې د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې طالبان به د واک ترلاسه کولو په صورت کې د دغو افراطي ډلو پر وړاندې کلک کنټرول راولي. دغه کنټرول به یا د طالبانو لخوا او یا هم په ګډه له امریکا او سیمه‌ییزو هېوادونو سره ترسره کېږي.

د طالبانو د واک درې کلنه دوره:

اوس چې د طالبانو پر واکمنۍ درې کاله اوښتي، سیمه‌ییز هېوادونه لکه روسیه، چین، ایران، او د منځنۍ آسیا هېوادونه خپلې پخوانۍ محاسبې بیا ارزوي. دوی ګوري چې طالبان د افراطي ډلو پر وړاندې هغه عملي ګامونه نه پورته کوي چې دوی یې تمه لرله. په دې وروستیو کې د دې هېوادونو غوښتنې زیاتې شوې دي چې طالبان باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې چټکې او ملموسې پایلې وړاندې کړي.

د سیمه‌ییزو هېوادونو تکتیکي او ستراتیژیکې محاسبې:

اوس ټولو ته جوته شوې ده چې طالبان په افغانستان کې د افراطي ډلو کوربه‌توب کوي او له دې وضعیت څخه د سیمه‌ییزو هېوادونو په وړاندې ګټه پورته کوي. د دې هېوادونو ډېری هڅې تکتیکي دي، یعنې هغوی هڅه کوي چې له طالبانو سره د ګټو د خوندي کولو لپاره اړیکې وساتي، سره له دې چې پوهېږي طالبان له امریکا سره نږدې او ژورې اړیکې لري. په دې برخه کې یوازینی استثنا پاکستان دی، چې مذهبي افراطي ډلې ځانته ستراتیژیک خطر نه ګڼي. پاکستان مذهبي افراطیت د پخوا په څير د خپلو ملتپاله بلوڅو او پښتنو په وړاندې د مبارزې لپاره کاروي، او لویدیځ ته ځان د مذهبي افراطیت قرباني معرفي کوي ترڅو د نظامي او اقتصادي مرستو ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي.

پاکستان او افراطیت:

د پاکستان پوځي او استخباراتي دوکتورین په دې ولاړ دي چې له افراطیت څخه د وسیلې په توګه کاروي، دغه هدف کې یې نه یوازې هیڅ بدلون نه دی راغلی بلکې دغه دکتورین یې د کورنیو چلنجونو سره د مقابلې لپاره لا غښتلی کړي. په حقیقت کې یې خپله اصلي مبارزه د بلوڅ بیلتون غوښتونکو او پښتنو ملتپالو ځپل، کمرنګه کول او نابودول دي. افغانان د پاکستان دې دوه مخۍ لوبې سره ښه بلد دي. پاکستان له یوه لوري په نړیواله کچه ځان د افراطیت ضد معرفي کوي، خو له بله پلوه په داخلي کچه خپله مبارزه د ملتپاله غورځنګونو پر وړاندې متمرکزه ساتي.

افغانستان او د افراطیت خطرونه:

د سیمې هېوادونو لپاره دا تکتیک چې یوې افراطي ډلې ته ترجیح ورکړي او د بلې افراطي ډلې په وسیله یې مهار کړي، کېدای شي اوږدمهاله منفي عواقب ونلري. خو دا تکتیک زموږ د هېواد ملي ګټو ته ضرر رسوي. موږ په دې باور نه یو چې یوه بده ډله دې د بلې بدې ډلې په وسیله وځپل شي. دا ډول لوبه افغانستان د افراطي اورپکو ډلو لپاره یو خوندي چاپېریال ګرځوي او زموږ د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ سبب کېږي.

د وضاحت اړتیا:

دغه تکتیک چې د ځینو مذهبي افراطي ډلو څخه دې په پټه ملاتړ وشي او نورې دښمن وګڼل شي، زموږ لپاره هم لنډمهاله او هم اوږدمهاله منفي پایلې لري. زموږ مبارزه باید د وضاحت پر بنسټ وي. موږ باید د افراطیت او د هغه د ملاتړو پر وړاندې یو واضح دریځ او ملي مترقي روایت ولرو. د منظور پښتین غورځنګ د دغه روایت او وضاحت یوه بریالۍ بېلګه ده، او موږ باید له دې غورځنګ څخه الهام واخلو.

د افراطیت ماهیت:

موږ په دې باور یو چې د افراطیت ټولې ډلې یو بل سره توپیر نه لري. دوی د ښکیلاک نیابتي ډلې دي چې په خپل منځ کې اصولي اختلافات نه لري، بلکې د امتیازاتو او قدرت لپاره یو بل سره په ظاهره اختلاف کوي. موږ باید دغه حقیقت روښانه کړو چې په افغانستان کې د استبدادي ډلو ملاتړي، که غرب مېشتي دي او که بل ځای، د افراطیت په پیاوړي کولو کې رول لوبوي. ځینې دا تبلیغات د ناپوهۍ له امله کوي، خو ځینې یې په شعوري او اګانه ډول په لر و بر افغانانو کې د ملي حرکتونو پر ضد دریځ نیسي او د افراطي ډلو د ملاتړ له لارې هڅه کوي، د روانې ټولنیزې اګاهۍ او بدلون مخه ونیسي.

د ولس ملاتړ او راتلونکی:

موږ غواړو چې ځوانان او د ولس متحرک افراد د افراطیت د چاپېریال په وړاندې له مبهم حالت څخه ځان راوباسي او د وضاحت پر بنسټ فکر وکړي. د خیبر په سیمه کې د یولسم اکټوبر لویه جرګه باید د ټولو افغانانو لپاره یو پیغام ولري. جرګه د افغانانو لپاره یو ولسي او تاریخي بنسټ دی، د ولسواکۍ او ملي پریکړو د څرګندولو یوه کامیابه وسیله ده. اوس چې په کوزه پښتونخوا کې د منظور پښتین او ملګرو له خوا د جرګې اهمیت بیا ژوندی شوی، دا موږ ته څرګندوي چې یو ستر بدلون راتلونکی دی. دا بدلون به د مذهبي افراطیت او ښکیلاک پر وړاندې زموږ راتلونکي ثبات تضمین او د روان بحران عمر لنډ کړي.

د یو سوله‌ییز او سرلوړي افغانستان په هیله!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب