پوهندوی آصف بهاند
د پښتو شعر پر دېواله باندې یوه نوې زرینه خښته
څه موده مخکې زما گران دوست څېـړنوال دکتور عبدالغفور لېوال د خپلو دایمي مهربانیو له مخې، د خپلې وروستۍ منظومې (دویمه هوسۍ) لوستل راباندې ولورول. ما هم په ډېـره مینه او دقت سره یووار نه، بلکې دوه ځلې ولوستله او د خپلو تجاربو په رڼا کې مې وسپـړله. دا دې د خپلې سپـړنې رپوټ له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم.
تر هرڅه مخکې د لیوال د منظومو یو لنډ جاج:
ما پخوا هم د لېوال او د ده د منظمو په باب مقالې لیکلي او خپرې کړې دي. د خپلو تېرو څېـړنو په ترڅ کې چې د لېوال د منظومو په باب څه راته معلوم شوي دي، د هغو لنډ معلومات به دلته راواخلم:
د لېوال د «سلطان» منظومې د راتگ په پار (د «سلطان» د پښې غـږ) ترسرلیک لاندې مې یوه مقاله لیکلې وه. د هغې مقالې په پیل کې ما د لېوال د منظومو په باب داسې لیکلي وو:
«له «سلطان» نه مخکې لیوال له ټولو شخصي، رسمي او سیاسي بوخـتـتـیاوو سره ـ سره؛ د گڼو شعرونو په څنگ کې، نورې منظومې هم پنځولې دي چې نومونه یې دا دي:
۱ ــ لومړۍ منظومه «هوسۍ» (لومړۍ هوسۍ) وه، چې غالباً په ۱۳۷۷ کې بشپـړه او په ۱۳۷۸ کې لومړی ځل چاپ شوه،
۲ ــ دویمه منظومه «ارشاک او اوشاس»، چې په ۱۳۷۹ کې بشپـړه او په ۱۳۸۰ کې چاپ شوه،
۳ ــ درېیمه منظومه «لام او ایلینو»، چې په ۱۳۸۷ کې چاپ شوې ده،
۴ ــ څلورمه «کک او زرینه» ده، چې په ۱۳۹۶ کال کې خپره شوه،
۵ ــ ځنگل (لنډکۍ منظومه) ۱۳۷۵ کې لیکل شوې او «ته زما ټوله شاعري یې» شعري ټولگه کې چاپ شوې ده،
۶ ــ سفر (لنډکۍ منظومه)، عرفاني منظومه ده، په کال ۱۳۸۴ کې لیکل شوې ده او «ته زما ټوله شاعري یې» شعري ټولگه کې چاپ شوې ده،
هیله ده چې «سلطان» هم ډېر ژر بشپـړه او چاپ کړای شي.»
وروسته یې بیا په ۱۳۹۷ – لمریز، ۲۰۱۸ میلادي کال کې خپلې پنځه منظومې په یوه ټولگه کې د «پینځه منظومې» تر سرلیک لاندې چاپ او خپرې کړې چې دا لاندې منظومې په کې راوړل شوې دې:
ــ هوسۍ،
ــ ارشاک او اوشاس،
ــ لام او ایلینو،
ــ کک او زرینه،
ــ سلطان.
په لنډه یې که ووایم نو داسې به وي:
ــ لومړۍ هوسۍ د جگړو کیسې کوي، تخلیقگر یې وايي چې: لومړۍ هوسۍ د افغانستان د جګړو یو سېمبولیک روایت دی، چې درې بنسټي پوښتنې زموږ مخې ته ږدي:
ــ زموږ جګړې څنګه، له چا سره او د څه لپاره دی؟
ــ ايا موږ د خپلواکۍ مفهوم پېژندلی دی؟
ــ له دې جګړو څخه د راوتلو لارېچارې څه دي؟
(لېوال عبدالغفور، پنځه منظومې، د خپرېدوځای: کابل- بهیر مطبعه، د خپرېدوکال: -۱۳۹۷ لمریز، ۲۰۱۸ میلادي، د مقدمې ۹ ــ ۱۰ مخونه)
ــ د ارشاک او اوشاس په باب لېوال ویلي دي چې: « ارشاک او اوشاس د کوشاني دوران د عظمت نښه ده، چې د باګرامي ښکلا (اوشاس) او د پکتاني سرتیري (ارشاک) د مینې شور، د نیلاب له څپو سره یوځای، اباسین ته سپاري. په دې منظومه کې عشق، حماسه، هېوادپالنه او تاریخ یوداسې د بوډۍ رنګین ټال جوړوي، چې زموږ لرغونی عظمت زموږ په زړونو کې وزنګولای شي.
(لېوال عبدالغفور، پنځه منظومې، د خپرېدوځای: کابل- بهیر مطبعه، د خپرېدوکال: -۱۳۹۷ لمریز، ۲۰۱۸ میلادي، د مقدمې ۱۰ مخ)
ــ لام او ایلینو د پخواني نورستان (بلورستان) د مدنیت، اساطیرو او لرغوني تاریخ و هنر تلپاتې یادگار دی. په لام او ایلینو کې د لېوال کمال تر دې حده پورې دی چې د بلورستان تیـږو ته سا ورکوي او په خبرو یې راولي.
ــ په کک او زرینه کې د زاړ ه سیستان او د ساکانو د ټولواکمنۍ عظمت گورو، هلته لېدل کېـږي چې څنگه یوه مېرمن خپل خلک د خپلې شتمنۍ (د هلمند د سین اوبه) په خپل تدبیر سره له حریص دوښمن څخه ساتي او دا لوی درس په یادگار پرېـږدي چې څنگه زموږ نیکونو د خپلو ملي ارزښتونو او شتمنیو ساتنه کوله.
ــ د لیوال د سلطان منظومې کیسه بیا د عرفاني اسطورې بڼه لري.
تر دویمې هوسۍ لنډه موده مخکې لېوال د «پاچا» منظومه خپره کړه.
2
د لېوال د «پاچا» منظومې لهپاره هم ما یوه مقاله (د غفور لېوال د نورو منظومو په سیوري کې د «پاچا» مطالعه) خپره کړه، د هغې مقالې په یوه برخه کې ما لیکلي وو چې:
«لېوال هغه نوښتونه چې په خپلو تېرو تخلیقاتو کې کړي وو، د پاچا په منظومه کې یې په ساده کلیوالي ډول پسې تعقیب کړي دي، د همدې په وجه کولای شم ووایم چې عبدالغفور لیوال په اوسني پښتو ادب کې د مبتکرو شاعرانو په ډله کې د نوښت ښه استازولي په بریالي ډول کړې ده.»
د لېوال د پاچا منظومې په پار مې چې کومه مقاله لیکلې وه، د هغې مقالې په لړ کې مې یوه دوعا هم کړې وه، متن یې دا دی:
«نور دې خدای د سیاست او ادارې له دایرې نه لرې وساته، څو د دغسې اثارو د تخلیق او پنځونې لپاره وخت ولرې.»
زما دوعا خدای قبوله کړه. کله چې پر افغانستان باندې تر سرو، شنو بادونو وروسته؛ سپین بادونه راوالوتل، لېوال صاحب له ټولو رسمي ـ سیاسي اداري جنجالونو راخلاص شو. اوس یې د ورځني ژوند ډېره برخه فرهنگي او علمي مسایلو ته بېله کړې ده او زما د کړې دوعا له مخې یې د خپلو تخلیقاتو لمن غوړولې او د گڼو شعرونو او مقالو ترڅنگه یې د مهاجرت په چاپېریال کې لومړی «پاچا» (د ۲۰۲۳ ام کال جنوري) او بیا «دویمه هوسۍ» (د ۲۰۲۴ ام کال فبروري) تخلیق او خپلو مخاطبینو او پښتو ادب باندې ولورولې.
لېوال د هنر په ژبه تاریخي ناسپـړلو غوټو د سپـړلو لهپاره، زاړه یادگارونه مطالعه کوي، جوړو او ړنگو کلاگانو ته ورځي او گوري یې، په تېرو هېرو قبرونو پسې دښتې، تپې، غرونه او هدیرې لټوي، په ساعتونو ساعتونو کیني او په کتابتونو کې تاریخی اسناد لټوي، سره پرتله کوي یې؛ څو داسې نښې او حقایق ترلاسه کړي چې د هغو په رڼا کې، د تاریخي ناسپـړلو غوټو په سپـړلو کې مرسته ورسره وکړي؛ هوايي خبرې نه، بلکې له حقیقت سره اړخ ولگوي، موضوع ښه مستنده کړي، بیا یې د خپل هنر په خُم کې ورنگوي او بیا یې خپلو مخاطبینو ته وړاندې کړي.
ښه بېلگه یې همدا دویمه هوسۍ ده. عبدالغفور لېوال د دویمې هوسۍ د لیکلو له پاره د کابل په شیردروازه کې، ښامار ته ورته پروت دېوال د لیدلو لهپاره پر همدغه غره ورختلی او د غره پر سر تر هغومره وړاندې تللی دی چې څومره دا دېوال غځېدلی دی. د دېوال په اوږدو کې یې ټول برجونه او هلته شته قبرونه لیدلي او د هغو په باب یې پوښتنې او پلټنې کړې دي.
په دې ډول لېوال د هرې منظومې ترلیکلو مخکې تر خپلې وسې او د امکاناتو په چوکاټ کې ځان پوه کوي، بیا کېني خپل قلم ته د هنر رنگ وراچوي او په خپل فکر کې د موضوع په باب راټول معلومات د هنر په ژبه انځوروي. دویمه هوسۍ یې ښه مثال دی.
د لومړۍ هوسۍ په تخلیق سره لېوال د خپلو منظومو د تخلیق لړۍ پیل کړه. لېوال په تانده ځوانۍ کې دا جُرأت درلود چې لومړۍ هوسۍ یې حتی علامه رشاد ته هم ورښودلې او ورته اورولې وه. په هماغه وخت کې رشاد صاحب داسې دوعا ورته کړې وه:
«ما دهوسۍ ډرامه په ډېر غور ولوستله او په ډیر شوق مې وارویدله.
زه ځوان شاعر(عبدالغفور لېوال) ته د دې ابتکاري تخلیق مبارکي وایم، د ده استعداد زما په زړه کې دا هیله پیدا کړې ده چې دی به د پښتو ادب لپاره د تخلیق په برخه کې ډیر بریالی وی.
زه د ده د بري دعا کوم
اکادیمسین پوهاند رشاد»
(لېوال عبدالغفور، پنځه منظومې، د خپرېدوځای: کابل- بهیر مطبعه، د خپرېدوکال: -۱۳۹۷ لمریز، ۲۰۱۸ میلادي، دهوسۍ د ډرامې په باب [د رشاد صاحب مقدمه] ۲۱ مخ)
او دا دی د علامه بابا دوعا قبوله شوه، لېوال په دې ازموینه کې داسې بریالی شو چې اوس د منظومو په ډگر کې یکهتازه او بې جوړې دی. زه یې په پښتو ادب کې د منظومه لیکنې قهرمان گڼم.
په دویمه هوسۍ کې لېوال هماغه تجربه د «پاچا» تر منظومې نوره هم قوي او ښه تکرار کړې ده.
لېوال خپله «پاچا» منظومه د ۲۰۲۳ ام کال د جنورۍ په ۲۳مه خپره کړه او اوس دا دې دویمه هوسۍ یې د یوه لوړ پیام په ملتیا، له خپلو ځانگړو انځورونو او ښکلاوو سره بشپـړه شوې ده او درنو لوستونکو ته وړاندې کېـږي.
د ۲۰۲۳ کال د دسمبر ۳۰مه وه چې لېوال د دویمې هوسۍ د زېږېدو او راتگ زیری وکړ، زېری یې د خپل مخکتاب پر مخ خپور کړ او په هماغه سبا (۳۱/۱۲/۲۰۲۴) په افغان جرمن پورتال کې هم دا مطلب راښکاره شو:«
پینځهویشت کاله روسته
هوسۍ -۲ –
زه پینځه ویشت کلن وم، چې د وطن بدو حالاتو د «هوسۍ» منظومې الهام راباندې ولوراوه.
زما ارواښاد استاد اکاډمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد، چې هوسۍ ولوستله، ورویې غوښتلم، په سترګو کې یې یو څاڅکی لا ډنډ ولاړ و، درانه غږ یې له غریو سره نور ابهت هم موندلی و. راته یې وویل:
د هوسۍ په اړه مې خپل تأثر کښلی دی، که چاپوله دې، بیا یې ورسره خپور کړه. او له دې سره یې په خپل ښکلي خط لیکلې سریزه «د هوسۍ د ډرامې په باب» راوسپارله.
تر دې ورهاخوا د استاد یوې بلې خبرې پرهغه مهال حیران کړم، استاد وویل:
«هوسۍ په داسې ځای پای ته رسېدلې، چې له دې ځایه بېرته هم پیلېدلای سي. خدای ج دې پر وطن ورحمیږي…»
د ارواښاد استاد له کراماتو ډکې وړاندوینې ته هغه مهال ځیر شوم، چې د هوسۍ د دویمې برخې د لیکلو تلوسه راپېښه شوه.
دا دی پوره پینځه ویشت کاله روسته، داسې مهال، چې زه د خپل ژوند پر پنځوسم درشل ګام ږدم، د هوسۍ دویمه برخهکښل پیلوم، بلکې دوه فصله مې کښلې ده.
زه هوسۍ نه لیکم. هوسۍ بیا، د هماغه لومړي ځل په څېر، ځان پخپله راباندې لیکي. د هېڅ پېښې په اړه مې وړاندې فکر کړی نه دی، هوسۍ لکه الهام راباندې اوري.
هره پېښه، هره صحنه، هر داستاني شخصیت یې په مخه راځي او ځان راپېژني.
دا څو شپې مې خوب ګډوډ دی، د هوسۍ بېلابېلې صحنې په خوب وینم. ناارام یم، ستومانه یم، خپه او غمجن یم.
هوسۍ د وطن د غمیزې داستان دی، کاشکې مو د وطن د خوښيو کیسې لیکلای. کاشکې مو د مینې او عشق داستانونه کښلی…
هوسۍ زخمي ده، د خپلواکۍ هوسۍ لاهم په سپېڅلې زمکه او پاکو اوبو د غنمو کرل غواړي، چې وطن له ربړو خلاص شي…
خدای دې نه کوي، چې – که ژوندی وپاېیدم – په پینځهاویا کلنۍ کې د هوسۍ درېیمې برخې لیکلو ته اړ شم.
کاشکې هوسۍ خپل ارمان ته ورسیـږي او زه خپله بله منظومه په یوه عاشقانه و عارفانه کیسه راوڅرخولای شم.
دعا کوئ،
هوسۍ به ژر ستاسو د سترګو ترمخ راڅرګنده شي.
ان شاءالله»
ما (آصف بهاند) په کامنټ کې داسې ورته ولیکل:
«مبارک دې وي،
زما دې بیا تلوسه کړه چې دویمې هوسۍ ښکلاوې او انځورونه ته لارې وڅارم.
«په کاته ـ کاته مې سترگې په واته شي
چې خبر دې د راتله راباندې وشي»
3
د منظومې قهرمانان او کرکترونه:
د دویمې هوسۍ د سپـړنې په پیل کې غواړم لومړی د منظومې قهرمانان او کرکترونه معرفي کړم:
ــ کلیوال شپون او میـینه یې د توروسترگو ښکلې نجلۍ:
«او دلته دوه میینان،
یو یې شپونکی، چې په شپیلیو باندې کوډې کوي
بله ملنګه نجلۍ
هغه چې تورې تورې سترګې لري
غاړه په غاړه ځو یو لرې ځای ته
پاکو اوبو سپېڅلې خاورې پسې
غواړو غنم و کرو
او کلیوالو ته مو ژوند وبښو
ما او د تورو تورو سترګو ښکلې…»
شپونکی په خپلې جادوگرۍ شپلۍ سره باید خلک د جهالت له درانه خوبه راویښ کړي، غنم وکري او د خپل کلي (وطن) سمسورتیا، ابادي، ازادي او خوشحالي ورپه زړه کړي. له هوسۍ نه درې پور اخیستي غنم چې د تورسترگې د غاړې په زرین تاویز کې یې ایښي دي، دا به د احمدشاهبابا پر سر باندې د غنمو د هغو ټومبلو د وږو دانې وي چې د شیرسرخ په جرگه کې د ده پر دستار باندې ټومبل شوي وو. او اوس دوی غواړي چې چېرته سپېڅلې خاوره او له وینو څخه پاکې اوبه ومومي څو دا غنم بیا وکري:
«غواړو غنم وکرو
او کلیوالو ته مو ژوند وبښو
زخمي هوسۍ او کلیوال
وږي نهار راته په تمه ناست دي» ۳ ام مخ
«خدایزده چې چېرته به سپېڅلې خاوره
پاکې اوبه ومومو؟
چې هلته وکرو غنم د هوسۍ
ها چې زموږد خپلواکۍ نښه ده.» ۶ ام مخ
ــ پرتمینه او اسه:
پرتمینه او اسه لرغوني قهرمانان دی چې په دې منظومه کې د وطن د دفاع په خاطر، د یرغلگر لښکر په مقابل کې جنگېـږي. څنگه چې په دواړو هوسیو کې د کرکترونو تداخل شته، ځکه هماغه تورسترگې دلته د پرتمینې په نامه راڅرگنده شوې ده. همدا تورسترگې ده چې په بېلابېلو کرکترونو کې راڅرگندېـږي لکه: ملالۍ، ناهید، نازو، فرخنده او…
«زه «پرتمینه» یم او زما جانان «اسه» نومیـږي
موږ دوه میین یو او د غره په دیواله کې خښ وو
«د غبرګو تورو د پاچا» له زمانې څخه تر نن
او تر همدې تېرې شېبې پورې په خوب ویده وو
چې ستا شپېلۍ راويښ کړو»
کومه کیسه چې پرتمینه کوي، د پېښې سیمه یې د کابل شیردروازه ده او له دیوال نه موخه د زنبورکشاه او زنبیلکشاه دیوال دی چې د یوه تېري کونکي لښکر د مخنیوي لهپاره جوړیـږي:
«زما اسه،
زما دغه خوږ جانان هم راغی د دیوال بیګار ته
چې لمرلوېدو نه د بیدیا د لښکر
د څرمښکیو او کربوړو له صحرا نه راروان یرغلګر
زموږ تر کلي پورې
په اسانۍ رانهشي
او د دې دنګ غره د لمنې خلک
د غبرګو تورو د پاچا له خونړۍ لښکره
ځان او وطن وساتي…»
ــ د غبرګو تورو شاه، د یرغلگر لښکر مشر:
په پخوانیو زمانو کې د یرغلگرو لښکرو مشر:
«… او د دې دنګ غره د لمنې خلک
د غبرګو تورو د پاچا له خونړۍ لښکره
ځان او وطن وساتي»
«د غبرګو تورو شاه لګیا و، زموږ له خلکو یې سرونه رېبل»
ــ ملنګ بابا:
د افغانستان د خلکو جمعي خرد دی.
«چې یو ناڅاپه د ملنګ بابا ښکالو راغله
هغه ملنګ چې د دوه سترګو په ځلا کې یې دونیا ښکاریـږي
هغه چې زړه کې يې د دې کلي کیسې ژوندۍ دي…»
ــ د غبرگ توري شاه پیرو او د ژېـړو پاڼو د لوگیو کوډگر:
د غبرگتوري شاه لارویان او لښکریان د ټولنې ارتجاعي قشرونه یا د شنو، سپینو او تورو جنډو رپونکي خلک.
«دا کوډګر هم ها د خپلو تېرو ـ تېرو پلار نیکونو
په شان کوډې کړې د ژېړو ـ ژېړو پاڼو
دوی د ژېـړو کاغذونو
په لوګي خلک ویده کړي
او بیا خلک په لوګیو شي طلسم
بس ړانده شي، یا کاڼه شي
یا یې ژبې و خولې ګونګۍ شي
یا له ویرې یې زوبۍ شي…»
ــ اوردیو:
روسان شوروي یرغل:
«د کنګلونو له هېواده
او
د یـیـږو له ځنګلونو څخه
«اوردیو» له خپلو سرو پېریانو سره راغی زموږ د کلي چم ته»
ــ لاتدیو:
انگریزي یرغلگر، امریکایي تیريکونکي:
«لاتدیو» چې زړه یې موږ د خلکو له کینې نه ډک و»
ــ د کوډګرانو لښکر:
طالبان اوله دوره:
«د کوډګرانو د زامنو او لمسیو لښکر
هغه چې ژېـړ ـ ژېـړ کاغذونه یې وو ډک له لړمانو، له مارانو، ښامارانو څخه
له ژېـړ زمري نه یې زده کړې وې لا نورې کوډې»
ــ هوسۍ:
د ازادۍ سمبول:
«او د هوسۍ په ننګ وتلي کلیوال یې سره ووېشل په ډلو ـ ډلو»
«هغه کلونه، چې زموږ د خپلواکۍ ملکه
ښکلې هوسي د هسکو غرونو لوړو تړو کې زخمي پرته وه»
ــ تور ابلیس:
پنجابي واکمنان چې تل یې زموږ پروطن او خلکو باند لوبې کړې دي:
«یو لوی کوډګر د څرمښکیو او کربوړو له بیدیا څخه د تور ابلیس بیدیا ته راوست»
ــ ژېړ زمری:
اوسامه بن لادن:
اوسامه په عربي کې زمري ته وايي، لادن زېـړگل ته وايي:
«د غبرګو تورو د شاه دغه لمسی
ـ چې یادیده «ژېـړ زمری» ـ
په ژېـړو، ژېړو کاغذونو کې د تورو ښامارانو د لوګیو یو بډای کوډګر و
چې د سرو زرو څو ځولۍیې په اوښانو بار وې…»
ــ بوډا چوپړګر:
د اوردیو یا د شوروي لښکر پر ټانک باندې سپور چلباز تورمدیر:
«تر هغه روسته، چې اوردیو مات شو
تر هغه روسته، چې د یـیـږو ځنګل اور واخیسته
تر هغه روسته، چې بوډا چوپړګر ورک شو د زمان د ګردلو لړو کې»
ــ د هوسۍ سپاهي:
د پاکستاني ملیشوو او تنظیمونو په مقابل کې له وطن څخه د دفاع سپاهیان چې لارښوونه یې ډاکتر نجیب کوله:
«په لومړۍ ورځ یې د هوسۍ یو سپاهي وواژه
ها چې لاتدیو یې د ابلیس له دښتې
د مرګ فرمان و کښلی»
ــ پنځوس یوسترګي دیوان:
د امریکا په مشرۍ د ناتو ایتلاف:
«پنځوس یوسترګي دیوان، چې راسپاره دي د پولادو په لیوانو باندې
او پاس اسمان کې پرې تاویږي د پولادو کارغان
دیوان دربیږي او د دنګو ـ دنګو غرونو کلی
بیا په لمبو کې سوزي»
ــ د کوډګرو لښکر:
دا هم تنظیمیان دي او هم د طالبانو دویم ځل راتگ:
«هغه شېبې، چې د کوډګرو د لښکر متروکو
د هوا ډډو کې د شړک زخمونه ونڅول
هغوی، چې ژېـړو کاغذونو نه ماران او ښاماران کړۍ کړۍ سوزوي
چې راروان وو د زړې کلا درشل ته د لوګیو ترمنځ
د غبرګو تورو د پاچا جنډه یې هسکه په لښکر رپیده»
هغوی، چې ډېر د پېغلو نجونو او د ښځو د دوه سترګو له لیدو وېرېدل
او د سړیو له ویښتیا څخه یې کرکه راتله
د ژېـړ زمري په فرمان راغلل او د ټولو ښځو سترګې یې پرې وتړلې»
ــ دویمه پرتمینه:
دا د جهالت د لښکرو په اور کې لولپه شوې فرخنده ده چې په دویم قیامت کې انځور شوې ده:
«په هغه ورځ چې اسه
او پرهغه میینه ښکلې پرتمینه پېغله
ولاړل له سیند څخه لویدیز لوري ته
غوښتل یې هلته پټه شوې څه سپېڅلې خاوره بیا ومومي
د پرتمینې په زړو او هېرو شویو خاطرو کې لکه خوب چې وینې
د یو خټین منګي کیسه ګرځېده
چې پهکې پاکه او سپېڅلې خاوره
د پرتمینې مور ساتلې وه، د دې لپاره…»
د دویمې هوسۍ په دویم قیامت کې چې دویمه پرتمینه راځي او دا هڅه کوي چې ناپوه او ویده نارینه راویښ کړي او خلک د دوه توري پاچا د لارویانو پر جادو باندې پوه کړي، د کوډگرو له خوا لومړی په تېـږو ویشتل کېـږي او تر ډېر زجر وروسته سوځول کېـږي، دا قهرمانه معاصره فرخنده ده چې په رڼا ورځ د تیارو د لارویانو له خوا وسوځول شوه.
4
د منظومې نوي انځورونه او نوي شعري ترکیبونه:
په دویمه هوسۍ کې د لېوال د پنځو منظومو د شعري انځورونو او شعري ترکیبونو تجربې په نوې بڼه ځلېدلې دي. په دویمه هوسۍ کې نوي انځورونه ځکه قوی او زړه وړونکي دي چې د ټولو تېرو منظومو د شعري انځورونو تجربې سره یوځای شوې دي او د هغو په قالب کې مفاهیم ادا شوي دي.
د دویمې هوسۍ د لوستلو په ترڅ کې ما ته ډېر نوي شعري ترکیبونه او شعري انځورونه په مخه راغلي دي، دا یې څوبېلگې دي:
ــ څو ژرندې اوبه:
«داسې یو سیند، چې په کې څو ژرندې اوبه بهیـږي»
ــ ځګېروېدلي غږ:
«په ځګېروېدلي مهربانه غږ غوښتنه کوي…»
ــ ژوندون اوږدول:
«ګرانه شپونکیه! زه خو ستا د دې خوږې شپېلۍ په تمه لا ژوندون اوږدوم»
ــ د غرونو له دیوالونو څخه د رازونو دوړې څنډل:
«شپېلۍ راواخله او د تېرې زمانې کیسه نغمه نغمه کړه
د دغو غرونو دیوالونو له رازونو دوړې بیا وڅنډه
د دې نیمزالي سیند په راز مې پوه کړه
ما ته شپېلۍ ووهه!»
ــ د ښامار غځوونې:
«لکه له خوبه راویښ شوی ښامار چې غځوونې وکړي»
ــ مړاوي اننگي:
«په مړاوو مړاوو اننګو یې راروانه وه د اوښکو مرغلره رڼه»
ــ د غبرگو تورو پاچا:
«د غبرګو تورو د پاچا له زمانې څخه راغلي خلک»
ــ ډول غربېدل:
«د لوی دیوال د جوړېدلو اشر ته ډول وغربېد»
ــ له تورو وریځو نه څرمن ایستل:
«لکه برېښنا چې په اسمان کې په یو ګړز له تورو وریځو نه څرمن وباسي»
ــ د باد ورېښمینې څڼې:
«غږ یې دره کې د پاسته باد په ورېښمینو څڼو غوټه،
داسې ښه لګېده»
ــ د جګړې طلسم:
«… او د جګړو طلسم مات کړو،
خپلواکي او سوله بېا راولو»
ــ نیمهخوا سیند:
«سیند نیمهخوا بهیږي»
ــ باد په اتڼ سر دی:
«… او باد د غره د دیواله په ویجاړ برج کې په اتڼ سر دی.»
ــ د سیند نیمزاله مزل:
«د سیند نیمزاله مزل موږ سره ترڅنګ بهیږي»
ــ پولادي لیوان:
«کلا د ډېرو زمانو د پولادي لیوانو داړو ده کپ کپ خوړلې»
ــ د ژېړو کاغذونو لوگي:
«دوی د ژېړو کاغذونو
په لوګي خلک ویده کړي»
ــ خټین ښامار:
«د غځېدلي اوږد خټین ښامار له لیکې سره»
ــ د زمان خوب:
«هغوی زما شپېلۍ راویښ کړل د زمان له خوبه»
ــ په سترگو کې برېښنا تاوېدل:
«او ما لیدل، چې د ملنګ په ځلېدلو زرځو سترګو کې برېښنا تاوېده»
ــ د جگړو سور دوزخ:
«د ډلو ډلو د جګړو په سره دوزخ کې سوزېد»
ــ د ماشوم وینه:
«هغه کلونه، چې د ډلو تورې سرې وې د ماشوم په وینو»
ــ د پولادو کارغان:
«او
ژېـړزمري د تورو وسپنو پولادو د کارغانو په زور
هلته تر اوو سمندرونو هاخوا
د لاتدیو لوړې هسکې دنګې ماڼۍ…»
ــ د سرو لمبو درمند:
«د سرو لمبو په درمندو کې او د اور په ژرنده
داسې ایرې ایرې کړې
لکه چې هېڅ رادنګې شوې نه وې»
ــ د باد نڅا:
«باد یو ځل بیا د زاړه برج په منځ کې ونڅېده»
ــ د موسکا گلونه:
«پېغلو ځوانانو په موږ وشیندل ګلونه د خوږو موسکاوو»
ــ بې زوږه سلګۍ:
«بابا ملنګ هلته ولاړ و او ژړل یې په بې زوږه سلګو»
ــ د ونو په شنو څانګو کې د باد پټېدل:
«مرغۍ لا غوږ وې او باد پټ و د ځنګله د ونو شنو څانګو کې»
ــ له لمبو او له سکروټو رغېدلې نغمه:
« یوه له درده،
له لمبو
او له سکروټو رغېدلې نغمه»
ــ د لمر چوپتیا:
«لمر به په چوپه خوله راوخوت او ځنګله نه به خاموش واوښته»
ــ د تللو زمانو ایینه:
«لکه د تللو زمانو په ایینه کې چې سبا ته ګوري»
ــ د شپېلۍ مرۍ:
«زما له ستوني نه روستۍ سکروټه لاړه د شپېلۍ مرۍ ته»
ــ جلوهلې تورې:
«د غبرګو تورو د پاچا دوه جلوهلې تورې»
ــ د سیند ژړا:
«سیند خپلې لور ته ژاړي
د پرتمینې ایرې لیکه لیکه
د سیند اوبو سره راونې دي ختیځ لوري ته…» ۶۵ ام
د پرتمینې ایرې
د اوبو ذهن مینځي
سیند لاروان دی…»
ــ د اوبو ذهن:
«د پرتمینې ایرې
د اوبو ذهن مینځي
سیند لا روان دی…»
ــ د رڼو اوښکو فرش:
«ختیځ د خپلې ښکلې لور راتلو ته فرش د رڼو اوښکو غوړولی په لار…»
ــ په ایرو سره د اوبو مینځل:
«په هغه تور ماښام، چې سیند خپلې اوبه د پرتمینې په سپېڅلو ایرو ومینځلې»
ــ د اروا نڅېدل:
«په هغه شپه، چې د ستي پېغلې اروا د غره په لوړ دیواله ونڅېده»
ــ د باد انگولا:
«او غره د باد له انګولا سره په کوکو ژړل»
ــ د لمر زرین جام:
«لا سباوون د لمر زرین جام ته شېبې شمارلې»
زما له نظره د دویمې هوسۍ انځوریزه ننداره، د نووترکیبونو یوبل حیرانونکی کاروان دی چې لېوال په دویمه هوسۍ کې روان کړی دی. د دویمې هوسۍ په لومړي پړاو کې شپونکی له خپلې مینې سره ښه مست راون دی چې پاکې اوبه او له وینو پاکه مځکه پیدا کړي، څو وږو او نهرو ته غنم وکري، په خپله شاعرانه دونیا کې یې بېلتون هم چېرې لرې د د تورو سرو او خونړيو دیوانو په ساړه زندان کې بندي کړی دی او خپله مست روان دی. دا یې د لېوال په هنرمندانه قلم د خولې څو خبرې دي:
«بېلتون بندي دی، خدایزده چېرته لرې
زه د دې کلي مساپر شپونکی روان یمه لا
لکه زما د خپل زړګي درزا په بل ګوګل کې
زخمي هوسۍ او کلیوال
وږي نهار راته په تمه ناست دي…»
په دویمه هوسۍ کې د شعر د نورو ښکلاوو په څنگ کې، د منظومې متن عجبه رواني لري چې له پیل نه ترپای پورې هېڅ ډول سکتگي نه په کې حس کېـږي. د داستان په پیل کې شاعر په نستالژیک ډول د جگړې په اور ناسوځېدلی زمان او شین کلی یادوي. دا یې څو بېلگې دي:
«ها ورکې شوې زمانې ته ګوندې بیا ورسو
چې زموږ کلي کې لا فصل د غنمو شین و
او کلیوال مو په یو بل میین وو
هغه د مینې او ښکلا زمانه
چې کلیوالو مو غنم کرل او مستې چینې
له پاکو سپینو اوبو ډکې بهېدلې په ویالو او ان تر سینده پورې
مستې هوسۍ،
د خپلواکۍ ملکې
لا زموږ د کلي په خوښیو پاچاهي کوله
چې لا په کلي کې د تورو سرو دیوانو لاره تېره نه وه…»
شاعر له جگړې نه مخامخ شکایت نه کوي، خو کله چې د غنمو کرلو مسؤلیت باندې خبرې کوي او په پاکې خاورې او سيېڅلو اوبو پسې گرځي، ټولې مځکې او چینې د انسان په وینو لړلې ښیي. دا یې څو بېلگې دي:«
ــ لا لټوو سپېڅلې خاوره او له وینو څخه پاکې اوبه
غواړو غنم وکرو
او کلیوالو ته مو ژوند وبښو…
ــ د داسې خاورې څرک لا هم نهښکار ي
چې د انسان وینه پرې بل انسان شیندلې نه وي
هغه چینه ورکه ده،
چې په کې وینه بهېدلې نه وي…
ــ خدایزده چې چېرته به سپېڅلې خاوره
پاکې اوبه ومومو؟
چې هلته وکرو غنم د هوسۍ
ها چې زموږد خپلواکۍ نښه ده
ــ د لوړو لوړو غرونو اوښکې راروانې دي، خو رنګ په کې د وینو ګډ دی»
5
د دویمې هوسۍ پیام:
په هوسۍ منظومه کې یو ځانگړنه دا ده چې تورسترگې ښکلې پیغله په بېلابېلو کرکترونو کې راڅرگندېـږي. پرتمینه، ملالۍ، ناهید، نازو، فرخنده دا ټولې همدا تورسترگې ښکلې پیغله ده.
د دویمې هوسۍ په منظومه کې کله چې تورسترگې د پرتمینې په نامه د فرخندې په رول کې راڅرگندېـږي، په هماغه ځای کې د جهالت او افراطیت قرباني کېـږي، چې اسه له دوه توري پاچا نه غاړه غوڅه کړې وه او د دویمې هوسۍ د پیام اصلي خبرې دویمې پرتمینې یا فرخندې له خولې اورېدل کېـږي، فرخنده په لوړغږ سره وايي چې:
زه هرڅه وینم او په هرڅه پوهېـږم، تاسو ولې غواړئ چې زما سترگې وتړل شي، تاسو ولې «د ښکلیو پېغلو او ښځمنو له لیدلو نه ویریږئ داسې؟ چا څه ډول جادو درباندې کړی دی؟
«زه پاڅېدلې یم، چې دغه تور طلسم مات کړم
زه به د نورو ښځو سترګې هم رڼې پرانیزم
زه به د ښکلو نجونو سترګو نه پردې لرې کړم
زه به دا ستاسو کوډې ونهمنم
د دې مارانو، لړمانو، ښامارانو تور لوګي به د دې غرونو شنه اسمان څخه جارو کړم، جارو!»
پرتمینې د فرخندې په رول کې چیغې وهلې او خلکو ته یې ویل: په تاسو کوډې شوي، ویښ شئ او ځانونه پوه کړئ، زه راغلې یم چې ښځو ته د رڼا او نارینهوو ته د ویښتیا مفاهیم بیان کړم او…
دا څو کرښې د دویمې هوسۍ له هغې برخې رااخیستل شوي دي چې د دې منظومې د پیام یوهبرخه په کې نغښتی دی:
«… هغې نارې وهلې:
های زما خلکو!
اې د سیند د دواړو غاړو خلکو!
اې غیرتي نرانو!
په تاسو کوډې شوي
تاسو په ښو او بدو نه پوهېږئ
د یو کوډګر په چیغه
خپله بېوزلې خور په کاڼو ولئ
دغه کوډګر ستاسو د هرڅه دوښمنان دي،
ولې نه ویښېـږئ؟
لږ څه راویښ شئ، ګورئ دا څه کوئ؟
زه یم راغلې، چې طلسم مات کړم
زه یم راغلې، چې دې ښځو ته رڼا راولم
او نارینه وو ته ویښتیا راولم
دغو تیارو ته روښانتیا راولم»
په لنډه توگه ویلی شم: د دویمې هوسۍ پیام دا دی چې په جهالت کې راگیر خلک له ډوبېدو وژغوري او د لویکوډگر په دود (لوگي) ویده شوي خلک له درانه خوبه راویښ کړي. هغه څه چې بهرنیانو د خپلو موخو د ترلاسه کولو لهپاره پر موږ باندې کړي؛ د هغو پر ضد مبارزه وکړو او ستونزو ته حللارې پیدا کړي. په دویمه هوسۍ کې دا پیام هم وړاندې شوی دی چې د دین په نامه تل غولول شوي یو، موږ باید رابېدار شو او په حقایقو ځان پوه کړو.
دا منظومه (دویمه هوسۍ) د ښامار سبک په پیروۍ تخلیق شوې ده، توپیر یې دا دی چې په ځانځاني ښامار کې خج پر جفتو څپو باندې راځي او په دویمه هوسۍ کې پر طاق څپو باندې.
ټایپي تېروتنې:
ما ته په رالېـږل شوي متن کې ځینې ټایپي تېروتنې هم ترسترگو شوې، ما د چاپېدونکي او یا پرلیکه کېدونکي متن د تصحیح په غرض په نښه کړې او بېرته مې لېوال صاحب ته ورولېـږلې، هغه هم په ورین تندي د متن ټایپي تېـروتنې اصلاح کړې.
زه د دویمې هوسۍ تخلیق د پښتو شعر پر ډېواله باندې د یوې نوې او زرینې خښتې اضافه کېدل گڼم، د جهالت په خوب ویدو خلکو ته یې د ویښولو یوه چیغه بولم. د دې غنیمت اثر د تخلیق په پار لومړی ښاغلي لېوال ته او بیا د پښتو شعر ټولو مینهوالو ته مبارکي وایم.
د دویمې هوسۍ د ژرچاپېدو یا پرلیکه کېدو په هیله!