پوهندوی آصف بهاند
د عبدالغفور لېوال د «پاچا» منظومه، د ۲۰۲۳ م کال د جنورۍ پر یوویشتمه (۲۱مه) نېټه لومړی د ده پر فیسبوکپاڼه خپره شوه او تر هغه وروسته د ۲۰۲۳ م کال د جنورۍ پر دوه ویشتمه (۲۲ مه) نېټه په افغان جرمن پورتال کې هم انلاین شوه.
کله چې ښاغلي لېوال «پاچا» منظومه تر خپرېدو مخکې ما ته راولېـږله، له دمې پرته مې له نظره تېره کړه، په هماغې شېبې مې زنگ وروواهه او د نورو خبرو تر څنگ مې دا هم ورته وویل چې د ښامار د سبک نښې مې هم په کې ولېدلې او دا دوعا مې ورته وکړه چې:
«نور دې خدای د سیاست او ادارې له دایرې نه لرې وساته، څو د دغسې اثارو د تخلیق او پنځونې لپاره وخت ولرې.»
زه دلته د عبدالغفور لېوال پخوانیو منظمو ته تر لنډ نظر وروسته، د ده د اوسنۍ خپرې شوې منظومې «پاچا» په باب هم څو کرښې لیکم:
تر «پاچا» مخکې لیوال اته نورې منظومې هم تخلیق، چاپ او خپرې کړې دي. یو ځلې ما د لېوال څو چاپ
شوې منظومې داسې معرفي کړې او شمېرلې وې:
له «سلطان» نه مخکې لیوال له ټولو شخصي، رسمي او سیاسي بوخـتـتـیاوو سره ـ سره؛ د گڼو شعرونو او مقالو په څنگ کې، نورې منظومې هم پنځولې دي چې نومونه یې دا دي:«
۱ ــ لومړۍ منظومه «هوسۍ» وه، چې غالباً په ۱۳۷۷ کې بشپـړه او په ۱۳۷۸ کې لومړی ځل چاپ شوه،
۲ ــ دویمه منظومه «ارشاک او اوشاس»، چې په ۱۳۷۹ کې بشپـړه او په ۱۳۹۰ کې چاپ شوه،
۳ ــ درېیمه منظومه «لام او ایلینو»، چې په ۱۳۸۷ کې چاپ شوې ده،
۴ ــ څلورمه «کک او زرینه» ده، چې په ۱۳۹۶ کې خپره شوه،
۵ ــ ځنگل (لنډکۍ منظومه) ۱۳۷۵ کې لیکل شوې او «ته زما ټوله شاعري یې» شعري ټولگه کې چاپ شوې ده،
۶ ــ سفر (لنډکۍ منظومه)، عرفاني منظومه ده، په کال ۱۳۸۴ کې لیکل شوې ده او «ته زما ټوله شاعري یې» شعري ټولگه کې چاپ شوې ده،
هیله ده چې «سلطان» هم ډیر ژر بشپـړه او چاپ کړای شي.»
وروسته یې بیا په ۱۳۹۷ – لمریز، ۲۰۱۸ میلادي کال کې خپلې پنځه منظومې په یوه ټولگه کې د «پینځه منظومې» تر سرلیک لاندې چاپ او خپرې کړې چې دا لاندې منظومې په کې راوړل شوې وې:
ــ هوسۍ،
ــ ارشاک او اوشاس،
ــ لام او ایلینو،
ــ کک او زرینه،
ــ سلطان.
لېوال هغه نوښتونه چې په خپلو تېرو تخلیقاتو کې کړي وو، د پاچا په منظومه کې یې په ساده کلیوالي ډول پسې تعقیب کړي دي، د همدې په وجه کولای شم ووایم چې عبدالغفور لیوال په اوسني پښتو ادب کې د مبتکرو شاعرانو په ډله کې د نوښت ښه استازولي په بریالي ډول کړې ده.
له چاپو شوو منظومو څخه یې دوې لنډې بېلگې دا دي:
له «کک او زرینه» څځه:
…سمند ځي په منډه، منډه تر هیرمنده
چې د عشق نوی داستان ورته بیان کړي
په خوږو څپو ماړه دوه مینان کړي
هیرمند مست دی، هیرمند غاړې، غاړې غورځي
هیرمند خپلو مېلمنو ته لارې څاري
هیرمند تږی دی، چې راشي دوه مینه
د څپو تندی یې کېږدي پر لمنه
پېړۍ وشوې چې هیرمند څپې، څپې دی
مست، سرکشه، ډک له شوره، له هیبته
سیند د کک ـ زرینې عشق ته سلامي دی
له هغه وخته تر ننه لا جاري دی.»
له «سلطان» څځه څو بیتونه:
«… کرښه کرښه، لـیکه لـیکه، تکـه سـپـیـنه
د “لوی غر” پر هسکه څوکـه واوره ښکاري
شـیـن اسـمـان لـکــه لـــوی ډنــــډ د لاژوردو
شــرشــرې یـې د خــوړونـــو لارې څـــاري
“ســنــګـدره” کـــې د لــوښـتـي ونــې ولاړې
د چـــیـــنــو اوبــــه بــهـــیــږي لارې، لارې
پـسـرلـی دی لانــدې زمـکـې زرغــونـې دي
چـیــنـارونــــه بــــاد تـــــه اوړي او رااوړي
پــه شـر،شـر یـې د چـنـچـڼـو چـغـار ګـډ دی
د سونګوري په بوی مست د لوی غر هډ دی
د شــوتــلــې د ګـــل عــطــر پــه څــپــو دي
د زېـــړګــلـي غــرنــۍ وږمــــه چــلــیـــږي
لــه کــږلـېـچـو د سـیـنـد شور اورېدل کـیږي
د امـــانــې د غـــــره سـمـسورې په وښـو دي
د کــوچــیــانــو د رمــو د ښـکـالــو غــږ دی
چـېـرتــه لــرې د شـپانه د هـای هـای چیـغې
د ســـېـــرلــیـــو، وړو وریــــو بـغـبـغـې دي
کـړنـګـاني د مـېــږو غـاړو کـې نـغـمـې کــا
د رمـــو د سـپـیـو غــږ پــه کــې ورکـیــږي
هـلـتـه دلـتـه، لــه کــېــږدیــو لـوګی خـیـژي
کـلي ډوب دي، د شـنـو ونــو په چوپـتیا کې
د خـم ونــو کـې ثــوري مــرغــۍ چغـیـږي
د غـره ډډه کـې څــو مـېــږې څــه پـسـونــه
څـو مـرغـومي او څـو وري ورپسې ځـغلي
شـوخ سـېـرلی، یــوه کـمـره نه بل ته تـرپي
لـکـه چـتـکی پــه خـېـزکـو نـه مـړیږي…»
د لیوال په چاپ شوو منظومو کې که څوک د انځور جوړونې پروسه په ځیر سره تعقیب کړي هلته لیدل کېږي چې په هره منظومه کې لېوال د موضوع د حق ادا کولو ترڅنگ د انځور جوړونې حق هم ادا کړی دی.
زما له نظره د پاچا په منظومه کې تازه نوښتونه، جالب ترکیبونه ـ زړه راښکونکي انځورونه دا لاندې دي:
ــ پسته سواره،
ــ د اتڼ ډول ګرځول،
ــ شپېلۍ مار،
ــ د لاس دسمال،
ــ په مریو پټه شوې شنه رجړومه،
ــ د سنځلو نقره يي پاڼې،
ــ د لوند اخېړ خوږ بوی،
ــ د مړه مازیګر رنګ،
ــ د کلا په خوا کې د کرلي چرهار،
ــ د رڼو ستورو پاولي،
ــ د ډيوې د سوزېدلې پلتې بوی،
ــ د سیند مړه نغمه،
ــ د میین زړګي درزا یې
د سینې په انارونو کې ښکاره وه،
ــ د څو ستړو زړونو سوز،
ــ پېغلې پاڼې،
ــ شپيلۍ ته سوی پوکی ورکول،
ــ پر خوله باندې د برغولي اېښودل،
په «پاچا» منظومه کې بل د پاملرنې وړ مسأله، په ازاد شعر کې قافیه جوړول دي. په دې منظومه کې لېوال دا لاره هم تعقیب کړې ده چې د غیر مقفی شعر په ترڅ کې قافیه جوړوي او داسې یې جوړه کړې ده چې د ده منظومه یې لا رنگینه کړې ده. دا یې څو خوندورې بېلگې دي:
د خَم* له چینارو سره د ګز ونې ببرې
نینې وې خوندورې
ــ ــ ــ
د تورو توتکیو ځاله جوړه وه چجه کې
پټ شور و صایبزاده کې
ــ ــ ــ
ژرندهګړی شپېلۍ مار و،
د جومات خادم ټوکمار و
ــ ــ ــ
د چا به تور ژیړی و او د چا به نیمسرۍ وه
زېلۍ وه یا زوبۍ وه
ــ ــ ــ
پټې پټې اوازې وې،
غلې غلې ګونګوسې وې
ــ ــ ــ
د دوه سترګو په حلقو کې یې مقام و
د کږو وروځو محراب کې یې امام و
ــ ــ ــ
پرتمینې لا رجړومې جوړولې
او د سُنډو ګلدستې یې دسمالونو کې ګنډلې
ــ ــ ــ
د جانان د خواږه غږ اذان ترې ورک و
د خوږو خوږو خوبو جهان ترې ورک و
ــ ــ ــ
خان څادر کې سر تاو کړی ورته څک و
د سردار دوښمن اوښتی تر دښتک و
ــ ــ ــ
خان یې تللی و او لور وه ورته ناسته
پېغله کونډه په نري لیمڅي وه ملاسته
ــ ــ ــ
چې توتان د خَم په ونو کې پاخه شي
پېغله کونډه به د خان په کور واده شي.
ــ ــ ــ
واکمن نه و په وطن کې واک د بل شو
پاچا تللی و، ترې پاتې خپل کابل شو
ــ ــ ــ
د شاطر زاړه واسکټ نه کیلي ورکه
د زیارت پیریانو وړې وه چابکه
ــ ــ ــ
د تنور په غاړه، هم په شنو پټو کې
هم په ډاګ کې، هم کارېز کې هم چینو کې
ــ ــ ــ
پېغلو نجونو، پخو ښځو، اناګانو
په راز راز کیسې کولې د پېریانو
ــ ــ ــ
برکت له هغې ورځې الونیا شو
چې وطن بې صایبزاده او بې پاچا شو.
دا مقفی بیتونه په ازاد شعر کې د یوه نوښت بڼه لري او هر بیت یې د ټولنې د نادودو، مینې، دردونو، ویرونو کیسې هم کوي.
په منظومه کې د ځینو ځایونو نومونه راوړل شوي دي، دا یوې بیل بحث ته اړتیا لري چې باید د تاریخي جغرافیې له اړخه وڅېـړل شي او په منظومه کې د راوړل شوو ځایونو د نومونو په باب جلا مقالې ولیکل شي.
په «پاچا» منظومه کې د ښامار سبک رنگ له ورایه معلومېـږي. د منظومې دې برخې ته پام وکړئ چې د ښامار د سبک نښې په کې ښکاري:
«… هلته دلته به کیسې خلکو کولې،
چې زلمی ملا سبق پسې و تللی
د میراث او د منطقو
سختې سختې مسئلې یې
د څرخي* ملا دوره کې زده کولې
کله کله به د څرخ په خانقا کې
د اذکارو له حلقې نه شو بېخوده
پرتمینې به په تورو سترګو وخوړ
صایبزاده ملا د عشق مجاز کې ډوب و.
صایبزاده ملا د څرخ پیریانو ورک کړ
پرتمینې لا رجړومې جوړولې
او د سُنډو ګلدستې یې دسمالونو کې ګنډلې…»
د لیوال دا لنډه منظومه پر لوستونکو عجیب حالت راولي، په تېره هغه لوستونکي چې له «پاچا» منظومې سره یې ژوند یو څه اړخ لگوي او یا په منظومه کې د یادو ځایونو اوسېدونکي دي؛ له یو ډول نستالژیک حالت سره مخ کوي او د هغو ځایونو د لیدلو ارمان یې پر زړه او بدن غالب کېـږي. همدا ډول دا عجیب حالت پر هغو لوستونکو هم راځي چې، په منظومه کې یاد ځایونه یې له خپل کلي ـ کور او ولایت سره ورتوالی لري. د منظومې ترلوستلو وروسته یو لوستونکي داسې ورته لیکلي دي:
«ګران لېوال صیب! قلم مو تاند او ګړندی اوسه، او الله پاک د تاسو ته هم پتمن، بریمن او هوسا اوږد ژوند در په برخه کړي.
ستاسو د نظم او نثر د پنځونې او تخلیق په اړوند، د دې واک نلرم او نه هم ځان ته د ارزونې حق ورکوم. خو په لوستلو یې:
ــ تاسو د تېرې څوارلسمې لېږدیزې پېړۍ د درېمې او څلورمې لسیزې له یاد داښتونو سره مخ کړم. کوم چې ما به هر وخت د کلطغان، احمدخېلو، جانان کلا، حسین خېلو، لیاسخېلو او د نورو کلیو ځلمکي لیدل، چې خپل ماشومان وروڼه او خویندې به یې په ډډو اړولي وو او د چینو غونډۍ لمرخاته اړخ ته د خدای بښلي زېړي دم بابا، دم او دعا ته به یې ور وستل؛
ــ زه مو په دا تېر عمر، یو ځل بیا د تېر مهال په چینو غنډۍ، خانان خېلو، سیاه جوی، برو او کوزو میاخېلو، حاجيخېلو آن تر زړې کلا پورې، کلي په کلي پلی وګرځولم، چې اوس یې ښایي فزیکي بڼې ډېر بدلون کړی وي؛
ــ د خاناخېلو د ژرندې او د میاخېلو د ژرندې او شولو د پایکو(پایکوب) نندارې ته دې هم د تخیل او تصور د ټال په ذریعه ور ولېږدولم، چې ښایي اوس یې نښې هم نه وي پاتې؛
ــ یو ځل د بیا د موسهي د سنګ ایستادې، کشلاغ، سیاجوی، ګنبد د لویو ویالو او له هغو څخه د جلا شویو وړو بیالو او لښتیو ډکو او رپاندو اوبو بهیر ته په ننداره ودرولم او په موسهي کې د اوسني وچ سین د هغه مهال، د کال د څلورو فصلونو د روانو شنو او کله کله د خړو توپاني اوبو لکه د خوب د لیدلو په شان، په تَصَوري ننداره کړم؛
ــ تنها دا نه ؤ، آن د شاتخانې څټ ته، تښتک ته د ور اووښتي غاښي د لارې نندارې ته دې هم ودرولم.
بیا هم مننه او درنښت!»
کله چې لېوال صاحب د پاچا منظومه پر خپله فیسبوکپاڼه خپره کړه، ځینو لوستونکو د منظومې په باب خپل نظرونه په کامنټ کې ولیکل، ځینې به یې د بېلگې په ډول دلته راواخلم:
ساجدالله صاحبزی:
«بهترینه منظومه ده لیوال صاحب سې تر اوسه مې لوستی، د هغه وخت د کلی، کلتور، زمانې نادرې دې پکې بیان کړي. هره زمانه خپل ځانته یو ښکلا لري چې دې منظومه کې ټولې ښکلاوې د هغه وخت رانغښتل شوي.
که نږدې وای د بابا صاحب( صاحبزاده) د شعرونو ټولګه به مې درته ډالۍ کړې وای.»
همایون بهادري:
«لکه څنګه یې چې د لوستونکي زړه غواړي هغسې منظومه ده.
د خلیپه، صاحبزاذه، پادون او… راټولو دمره جالب دي، چې منظومه یې شهکار کړې ده.»
نذیراحمد نذیر:
«واه استاده
ژوند ژوند
ډېره عالي منظومه ده، زه يې دومره پسې واخيستم چې د وزنونو تفاوت مې احساس نه کړ.
تر يوه ځايه یې راته ستاسو د «رخې» نظم را يادوو، وروسته کيسه پسې نوره هم وغځيده، د کليوالو انځورونو تر څنګ د باورونو، کلتور، ناورين او مينې موضوعات پکې عالي راغلي دي.
کاش داسې شعرونو مو ډېر درلودلی.
شکر چې تاسو لرو او ليکل کوئ.»
آصف بهاند:
«ډېره مننه لېوال صاحب له شریکولو نه،
نوې خبرې،
نوي انځورونه،
او نوي فکرونه.
نورې بریاوې.»
د غفور لېوال په تخلیقاتو کې نوښت او انځور جوړونه یوه ثابته او منلې خبره ده. علامه عبدالشکور رشاد د لېوال د هوسۍ منظومې په مقدمه کې وړاندوینه کړې وه چې:
«زه ځوان شاعر (عبدالغفور لېوال) ته د دې ابتکاري تخلیق مبارکي وایم، د ده استعداد زما په ز ړه
کې دا هیله پیدا کړې ده چې دی به د پښتو ادب لپاره د تخلیق په برخه کې ډیر بریالی وی.
زه د ده د بري دعا کوم»
(لېوال عبدالغفور، هوسۍ، د پښتنې فرهنگ د ودې ټولنه، ۱۳۷۶ وری ــ ۱۹۹۹ اپریل، د رشاد صاحب سریز: الف ــ و مخونه)
لېوال تر «هوسۍ» وروسته، د څو نورو منظومو په لیکلو سره خپله ازموینه تېره کړه او دا دی د «پاچا» په تخلیق سره یې یو ځل بیا وښوده چې دی د هماغه ابتکاري تخلیق استعداد لري او تل په کې بریالی هم وي.
لیوال تر «پاچا» د مخه په نورو منظمو کې هم عجیبه تصویر جوړونه لري، مثلاً په «لام او ایلینو» کې «لام» لگیا وي د یوه سنگتراش هنرمن په ډول ساعتونه ـ ساعتونه د غرونو په تیـږو کې د «ایلینو» څېره لټوي ، تیـږې توږي او په خپل هنر سره له عادې تیـږې نه خپله معشوقه یعنې «الینو» جوړوي، خو لېوال بیا په شپو ـ شپو او ورځو ـ ورځو لگیا دی د «لام» د مینې او هنر انځور د کاغذ یا کمپیوتر پر صفحه باندې د خپلو لغاتو د لښکر په زور انځوروي. په «پاچا» منظومه کې هماغسې لېوال لگیا وي د «صاحبزاده» او «پرتمینې» د مینې افسانه د افغاني ټولنې د دودونو په لړو او تیارو کې لټوي، د خپل شعري هنر په زور د ټولنې دودیزې لړې او گردونه ور نه لرې کوي او د شعر د هنر په زور، د هغوي د مینې یوه ښکلې او روښانه تابلو خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي. دا یې یوه بېلگه ده:
«… صایبزاده و نیمه شپه جومات نه تللی
د رحمان بابا دیوان په رپک نه و
پرتمینه تښتولې وه قاف غره ته
د زیارت جنډو کې پټو ښاپېریانو
او د خان له کلا وتی و په پټه
نازولی سپین سمند له خپل اخوره
د شاطر له جېبه چا وه کیلي وړې؟
دا کیسې به د ګودر خورلڼو کړلې
د تنور په غاړه، هم په شنو پټو کې
هم په ډاګ کې، هم کارېز کې هم چینو کې
پېغلو نجونو، پخو ښځو، اناګانو
په راز راز کیسې کولې د پېریانو
آآآ- صلاة توبه په خوله وه د سپینږیرو
ټولې نښې د اخرې زمانې دي
برکت له هرڅه تللی خدای دې خیر کړي
له کابله پاچا ورک دی، تخت چپه دی
له جوماته صایبزاده ملا وتلی
پېغله لور د دښتکي پېریانو وړې
له کلا نه د خان اس بیګاه وتلی
د قیامت نښې له ورایه راښکاره دي
له کندوانو برکت په الوتو دی
د شینو پادهوان بیا سوې نارې دي
“مال راوباسئ، پادې ته خیر یوسئ! “
لا کږه ژرنده تاویږي اوړه باسي
ژرندهګړی هر ماښام څراغ ته ناست وي
په مرموزه موسکا ګوري بر کنډو ته
ماخوستن شپيلۍ ته سوی پوکی ورکړي
د جومات خادم له ټوکو نه لوېدلی
صایبزاده پسې په پټه سلګۍ وکړي
غنمي خلیپه ډول په کور کې پریښی
بر کنډو ته د پساو له سره ګوري
او پر خوله یې د یو راز برغولی ایښی…»
زموږ د دودیزې ټولنې د ټولو قیوداتو او بندیزونو په چوکاټ کې، چېرې چې موسیقي د منصور په څېر په دار ځړول شوې ده؛ لیوال توانیدلی دی چې «ډول»، «شپېلۍ» او «د رحمان باب دیوان» د پښتني کلتور د پاملرنې وړ توکو په څير انځور کړي، او په دې لړ کې یې دا زړورتیا هم کړې ده چې «صاحبزاده» یې د موسیقي اورېدلو ته کېنولی، رادیو یې په جیب کې ورته ایښې او ان تر دې چې صاحب زاده د تگ په وخت کې له ځان سره «د رحمان بابا دیوان» د مینې د سمبول په ډول وړي.
زه یو ځل بیا گران عبدالغفور لېوال ته د «پاچا» د تخلیق مبارکي وایم او د پنځونې په ډگر کې د نورو بریاوو هیله ورته کوم.