Homeخبرونهمحقق د ۸ هزاره فعالانو په ډله ییزې وژنې تورن شو

محقق د ۸ هزاره فعالانو په ډله ییزې وژنې تورن شو

تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه)‏ د هزاره قوم يو مشهور سياستوال حاجي محمد محقق د تبیان په نامه د يوه فرهنګي مرکز د مشر سيد عيسی حسيني مزاري له لوري د دغه مرکز د موسس سيد علي اکبر مصباح او د هغه د ۷ نورو ملګرو په وژلو تورن شوی.

مزاري د مصباح او ملګرو د وژل کیدو د اته ويشتمې کليزې په مناسبت يې جوړه شوې غونډه کې پر محقق د دوی د وژلو تور پورې کړی.

د هزاره فرهنګي فعالانو دغه ډله په ۱۳۷۳ کال په مزار شريف کې هغه مهال وژل شوي وو، چې محقق د افغانستان په شمال کې د هزاره وسله والو عمومي مشر و.

علي مزاري پر هغه تور پورې کړی، چې سلګونه سني او شیعه افغانان يې وژلي او د ده په وينا جلاد دی.

حاجي محقق بيا پر ټولنيزو رسنيو د يوه کنايوي بيت له خپرولو سره د مزاري څرګندونې بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...