تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه) کابل کې د طالبانو ځواکونو د ښځینه زده کړو يو مدافع او د پوهنتون مستعفي شوی استاد اسماعيل مشعل نيولی.
مشعل څه موده مخکې د خپلو زده کړو اسناد په يوه ټلويزيوني خپرونه کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې وڅېرل.
هغه په وروستيو کې د « اقرا» په نوم يوه ګرځنده کراچۍ جوړه او په کابل کې یې د زده کړو بهير د دوام په موخه په وړيا ډول کتابونه پکې وېشل.
ښاغلي مشعل ویلي وو، چې د شاوخوا درې نیم میلیونه افغانیو لرلي ۲۱ زره ټوکه کتابونه به خلکو ته وړيا وېشي او بيا به نور کتابونه هم پېري او وړيا وېشي.
په رسیدلو راپورونو کې ادعا شوې، چې طالب ځواکونو نوموړي سره د نيولو پر وخت ېې متشدد چلند کړی.
د طالبانو چارواکو د نوموړي د نیولو دلیل نه دی روښانه کړی.