جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر غني خلاف د افغانستان انټرنشنال ټلويزيون تبلیغات توندو نیوکو سره...

د ولسمشر غني خلاف د افغانستان انټرنشنال ټلويزيون تبلیغات توندو نیوکو سره مخ شوي

تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه)‏ ‏ د افغانستان انټرنشنال په نوم له لندن او امریکا څخه یو خپرېدونکی ټلويزيون، چې په افغانستان کې په قومي تبعیض خپرولو، هغه هم په خاص ډول د پښتنو پر ضد په خپرونو تورن دی، تازه ېې د يوې ايټالوي رسنۍ له قوله بې واکه شوی ولسمشر اشرف غني له قطر څخه د طالبانو پر وړاندې د نه جګړې په نوم د ۱۱۰ میلیونه ډالرو اخيستو تور پورې کړی.

افغانستان انټرنشنال ټلويزيون د خپل دغه راپور حواله یوه ایټالوي رسنۍ ښودلې ده.

يادې رسنۍ خپل دغه راپور بیرته ايسته کړی، په داسې حال کې چې افغانستان انټرنشنال ټلويزيون په دې اړه تبلیغاتو ته شدت ورکړی او خبریالانو ېې په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېره پاملرنه ورته کړې ده.

په جمهوري نظام کې د پکتیا وروستي والي محمد حليم فدايي د افغانستان انټرنشنال ټلويزيون د مشر هارون نجفي زاده له مینشن کولو سره په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:« ‏د ولسمشر غني په اړه چې ایټالوي اخبار کوم خبر نشر کړی وو، بېرته یې لیري کړیدی. دولسمشر غني او ملتپالو شخصیتونه پر خلاف پوچ تبلیغات د هغوی محبوببت نور هم زیاتوي. افغانستان انترنیشنل د هم اوس دا اخلاقي جراات وکړي او د لیرې کېدو خبر دې هم نشر کړئ.»

د ولسمشر غني يوه سرسخت منتقد او لیکوال عصمت قانع لیکلي:«‏له اشرف غني څخه استفراق کوم، چې ګنې له قطره يې پنځه نيم شله لکه ډالر اخيستي دي راته ډوزه معلوميږي

ځکه عربان دامريکا له اجازې پرته خپلو ارتينو ته ګاڼه هم نه اخلي اوبيا دومره پیسي امريکايان دلندو خټو پر ديوال نه لګوي

خبره داده چې جګړه استخباراتي ده او ډنډوره يې هم داسي ده.»

شنونکي او ژورنالیست سمیع یوسفزي ليکلي:« اشرف غني خوب هم د پښتو په ځای په امریکایې انګلیسي کې لیدلو دا هم منم،خو خو دا نه منم چي اشرف غني شخصأ فاسد یا وطن فروش و.»

افغانستان انټرنشنال ټلويزيون د ياد شوي خبر په اړه د ولسمشر غني د پلویانو څرګندونې او هم د ايټالوي رسنۍ له لوري د خپاره کړي خبر بیرته اخیستل نه دي رسنیز کړي.

دغه ټلویزیون تورن دی، چې په پراخه کچه د پښتنو څېرو د تخریب، بدنامۍ او په افغانستان کې د تبعيض خپرولو لپاره کار کوي.

2 COMMENTS

  1. دا انترنشنال تلویزون نه ده دغه دقاتلانو غلو او د افغان ولس ددښمنانو سیتمیانو کارغلیانو تلویزون ده. دغه بدبختي خو افغانستان ته ټوله ددغو رذیلو اشرارو غلو هیواد پلورونکو له کبله راغله. غپیږي ددغه د سوډر زامن

  2. دوۍ خو اسمان په توپو وبشتل بدماشي کودتاوې یې کولې. دوستم به ویل جندا تا موترسیکل ګربر میکند . اخیر ددغه اتل دریشي هم طالب واغوستله. عطا به ویل سي زه او زما زامن پاته وي تر اخیري ګولۍ جنګیږو خو څو طالبانو دوۍ تر کوهي کاق ها خوا وځغلول. د طالب اصلي جهاد همدغه ده سي دغه واړه خدایان یې منسوخ کړل 👏👍🤣

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب