شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد متقي دفتر: پر ط مشرانو د سفر امريکايي بندیزونه د دوحې...

د متقي دفتر: پر ط مشرانو د سفر امريکايي بندیزونه د دوحې تړون خلاف دي

تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه)‏ ‏ د طالبانو د بهرنيو چارو د وزیر ملا امير خان متقي مطبوعاتي دفتر د امریکا متحده ایالاتو له لوري د طالبانو پر ځينو مشرانو د ويزو لګولو د بنديزونو وضع کيدل غندلي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دا بندیزونه له طالبانو سره د امریکا د دوحې د سولې تړون خلاف عمل دی.

طالبانو له امریکا څخه دا هم غوښتي، چې د اختلاف وړ مسایلو په اړه ورسره مذاکرات وکړي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د دوی په باور، پر طالبانو فشارونه د ستونزو په حل کې مرسته نه شي کولای.

امريکا متحده ايالاتو دا بنديزونه تر هغې وروسته ولګول، چې طالبانو په څو وروستيو افراطي پریکړو پوهنتونونو ته د نجونو ورتګ منع او هم ېې په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

1 COMMENT

  1. جناب متقی صاحب! باالفرض این قیودات وضع شده از مسولان بلندرتبه امارت برداشته شد. چه درد مردم افغانستان را مداوا می کنند. شما غیر از پاکستان به کدام کنج دنیا سفر می کنید، به پاکستان همین حالا هم ازاد میروید. دوم اینکه اگر واقعن خواستار به رسمت شناختن امارت از جهان به ویژه امریکا هستید. در معهده دوحه اگر نوشته بود که مکاتب دختران مسدود شود. لطف نموده آنرا هم واضح کنید. سوم اینکه به گفته رمضان بشردوست در طول یک نیم سال تنها امریکا برای شما که بیش از یکنیم میلیارد دالر داده شده بدون سایرکمک های کشور جهان درکجا و برای چه منظور به مصرف رسیده است. بیش از یکنیم میلیارد دالر هم پول کمی نیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب