پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهافغانه محبوبه سراج او ايرانۍ نرګس محمدي نوبل جایزې ته کاندیدان شول

افغانه محبوبه سراج او ايرانۍ نرګس محمدي نوبل جایزې ته کاندیدان شول

تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه)‏ ‏ د افغانستان د ښځو د حقونو مخکښه فعاله محبوبه سراج او د بشري حقونو ایرانۍ فعاله نرګس محمدي د 2023م کال لپاره د نوبل د سولې جایزې ته نومول شوې دي.

د ښځو د حقونو لپاره په افغانستان او ایران کې د دوی مبارزه ستایل شوې دي.

دوی د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ (پي آر ای او) چې هر کال د نوبل د سولې جایزې د امیدوارانو نوملړ ترتیبوي، له لوري يادې جایزې ته نومول شوي.

د دغې جایزې د سږ کال د نوماندانو په نوملړ کې د بشري حقونو د څو نورو فعالانو او ملاتړو ادارو نومونه هم شامل دي.

د دې ادارې مشر هېنریک اوردل ویلي چې په افغانستان او ایران کې مستبد حکومتونو په تېر یو کال کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او په داسې وضعیت کې دغو دوو مېرمنو د ښځو د دفاع لپاره جدي مبارزې کړي دي.

د اوسلو د څېړنیز مرکز مشر وایي په افغانستان کې د ښځو د حقونو، کار او تعلیم لپاره د هلوځلو او د افغانستان په سیاست کې د ښځو د ګډون د حق په برخه کې د ملاتړ په بنیاد یې د محبوبې سراج نوم د نوماندانو په نوملړ کې شامل کړی دی.

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ وایي سږ کال د نوبل د سولې جایزې د نوماندانو لپاره له 300 تر 500 پورې نومونه ورسره درج شوي دي، چې وایي د ‎پینځو تنو او درو ادارو نومونه په وروستي نوملړ کې شامل شوي دي.

دغه اداره وایي که د نوبل کمېټۍ غواړي د بشري حقونو لپاره د عدم تشدد پر سوله ییزه مبارزه رڼا واچوي، نرګس محمدي او محبوبه سراج په ایران او افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د دوی د نه ستړي کېدونکو هڅو په اساس د دې جایزې زیاتې حقداره دي.

74 کلنه محبوبه سراج په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د بډو رشوتو په خلاف د مبارزې له کبله مشهوره ده او د 2021م کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له هېواده نه ده وتلې او د ښځو په اړه د طالبانو د پرېکړو په ضد هم وخت په وخت اواز اوچتوي.

هغې 26 کاله په امريکا متحده ايالاتو کې جلاوطني کړې او په 2003م کال کې افغانستان ته ستنه شوه چې لا هم په خپل هېواد کې ژوند کوي.

نرګس محمدي د ایران د بشري حقونو مخکښه فعاله او خبریاله ده چې د ښځو د حقونو او د مرګ د سزا د ختمولو لپاره یې مبارزه کړې ده. هغه څو ځله بندي شوې او اوس هم “د حکومت خلاف پروپېګندې” خپرولو او نورو تورونو په تور د اوږدې مودې د بند سزا تېروي، د هغې قید په نړیواله کچه غندل شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغانو کاروونکو د نوبل د سولې جایزې ته د محبوبې سراج د نوماندۍ هرکلی کړی او دا یې د افغانو ښځو لپاره ښه زېری بللی دی.

مېرمن سراج د ښځينه حقونو د دفاع تر څنګ ژور ملي ليدلوری لري، چې د پلويانو په باور ېې د افغانستان له واقعیتونو سره برابر او د ملي ګټو او ارزښتونو ښه استازيتوب کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب