سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران: په افغانستان کې سوداګريز مرکز جوړوو

ایران: په افغانستان کې سوداګريز مرکز جوړوو

تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه)‏ ‏ د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال سعید محمد موسوي په افغانستان کې د سوداګریز مرکز د رامنځته کولو خبر ورکړی.

هغه زیاته کړې، چې دغه مرکز به راتلونکې میاشت جوړ شي‌

د ايران د مهر خبري اژانس په راپور کې نه دي ویل شوي، چې دغه مرکز به د افغانستان په کومه سیمه کې جوړ شي.

محمد موسوي هیله من دی، چې د دغه مرکز له جوړېدو سره به د کابل او تهران اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

سعید محمد موسوي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو فرصتونو نومې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې دوی ایران په افغانستان کې پانګونه کوي او په تلپاتې وده کې ېې برخه اخلي.

دغه راز افغان چارواکو هم ویلي، چې له ایران څخه د افغانستان د وارداتو اندازه لکه د خوراکي او سون توکو کچه په کال کې تر یو میلیارد دالرو پورې رسیږي.

مخکې ازبکستان له افغانستان سره په خپل سرحد ترمذ کې د يوه لوی سوداګريز مرکز د جوړولو خبر ورکړی و.

شنونکي باور لري، چې د طالبانو له واکمنيدو وروسته ګاونډي هېوادونه هر يو په مختلفو بڼو له افغانستان څخه د مخ په تيښتې پانګې د ډېر جذب او له اقتصادي فرصتونو څخه ېې د زياتې استفادې لپاره په سيالۍ سره اخته دي.

د طالبانو له بيا – بيا غوښتنو او د بهرنیانو له ډېرو ژمنو سره تر اوسه نه ليدل کېږي، چې بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې کومه د پام وړ پانګونه کړې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب