پوهاند محمد بشیر دودیال
(د نړیوال بانک دخپور شوي راپور پیغام)
هیڅ شک نشته چې د شلو کلونو ویجاړوونکي جنګ، دژوند په ټولو برخو لکه؛ اقتصاد، کلتور، سیاست، حقوقو، دولتداری، روغتیا او عامه رفاه باندې فوق العاده مخرب تاثیرات درلودل. ټول افغانان په دې توافق لري، که چیرې جګړه، پراخ تنظیم شوی فساد، انتحاری حملې بی کفایته حکومت ، اقتصادی سبوتاژاو چاودنې نه وای، افغانستان به اوس ډیر پرمختګ کړی وای. دا چې د جمهوریت له سقوط وروسته جګړه ودریده، آیا د پرمختیا، ترقي او عامه هوساینې څرک لګیږی؟
باید وویل شی چې: ترقی، وده، پرمختیا او هوساینه هر یو ډیر مهم او یوبل څخه جلا مفاهیم دي.
اقتصادي پرمختيا (development)په ساکن حالت کې کمي او کیفی بدلون دى چې هغه پخواني تعادلي حالت له منځه وړي، حال دا چې اقتصادي وده) (economic growth د اوږدې مودې دوامداره او تدريجي بدلون دى چې د وګړو په پس اندازونو کې د يوه عمومي زياتوالي څخه رامنځته کېږي. هره اقتصادي پرمختيا د اقتصادي ودې لرونکې وي، خو هره اقتصادي وده حتماً د اقتصادي پرمختيا محتوى نه وي. دا ځکه چې اقتصادي وده يو اړخ لري؛ هغه د ټولو ملي توليداتو General National Production /GNP)) ملي مجموعي توليد يا د هېواد په سطح ټول محصول، د کلني زياتوالي سلنه ده، حال دا چې اقتصادي پرمختيا، په اقتصادي جوړښت کې د بدلون سربيره هرډول سياسي، اجتماعي، کلتوري او نور بدلونونه هم را اخلي، نو ځکه ويل کېداى شي چې اقتصادي وده پرته له اقتصادي پرمختيا ممکنه ده، مګر اقتصادي پرمختيا پرته له اقتصادي ودې ناممکنه ده. څه موده وړاندې WB د افغانستان د اوسني اقتصادی وضعیت په هکله راپور نشر کړ، دا راپور تر ډیره د جنګی وضعیت څخه نسبتاً د امن وضعیت ته د راتګ یوه خوشبیني ښيي، اما په هیڅ صورت د پرمختیا او د خلکو دهوساینی په مانا ندی.
دا ځکه چې: اقتصادي پرمختيا يوه پراخه نومونه ده او د اقتصادي ودې د نومونې په پرتله پراخه مانا لري. د اقتصادي ودې اصطلاح يوازې د کمې شاخصونو ښودونکې ده؛ لکه د ملي عايد حجم، سړي سر کالنۍ ګټه، زېرمې او نور، خو اقتصادي پرمختيا د کمې شاخصونو سربېرره، کيفي شاخصونه او د وګړو د ژوند نور بېلابيل اړخونه هم را اخلي لکه د ژوند د وسايلو او اسبابونو چمتوالى، په کورونو کې د يخچال، ټلويزون،دورځپاڼو لوستل، فردی ازادي، دتفریح فرصتونه او نورو شته والى، د بريښنا، روغتيايي اوبو، ټليفون او نورو چمتوالى، د کورونو د کوټو شمېر او داسې نور.
کوزنتز (S.Kuznets) وايي: اقتصادي پرمختیا په اوږده موده کې د یوه هیواد او ټولنې دبیلابیلو تولیداتو دظرفیت اوچتیدل دي. کوزنتز دتولید په تنوع او ظرفیت تاکید کوي.
ځینې نور اقتصادپوهان وايي: اقتصادی پرمختیا د یوې ټولنې دوګړود رفاهي وضعیت او اقتصادی دوام لرونکې ودې ښه کیدل دی، چې ددغې ټولنې داقتصادی، ټولنیزو، سیاسی، علمی او فرهنګی بنسټونو دمثبت بدلون له امله پیښیږي.
د دغو نظرونو لنډیز داسې دی: په یوه ټولنه کې ټول کمی او کیفی بدلونونه پرمختیا بلل کیدای شي.
ځينې پوهان وايي چې د ژوند د سطح د معلومولو او د پرمختيا له پاره د يو معيار په توګه يواځې د سړي سر کالنۍ ګټه کافي نه ده، بلکې باید د وګړو د ژوند نور ټول اړخونه هم پکې وشمېرل شي، لکه د ښوونې او روزنې شرايط، روغتيايي اسانتياوې، ښه ترانسپورت، کلتوري او فرهنګي آسانتياوې او داسې نور. کله چې موږ د اقتصادي ترقۍ څخه خبرې کوو؛ نو باید د خلکو د ژوند د ښه والي په مانا وي. دغه ښه والی باید هم مادي او هم معنوي برخو کې ترسترګو شي. که چېرې د ژوند يو اړخ غوره وګڼل شي او بل هېر شي دا به يوه لويه تېروتنه وي.
د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده چې بايد د فقر شیطانی منحوسه دايره يا دغربت کړۍ (Circle of Poverty) ډېر ژر له منځه يووړل شي او په خپل ځان ويسا پړاو ته ورسېږي، حال داچې دغه دایره په خپل ټول قوت سره د ولس په غاړه کې پرته ده. د فقر دله منځه وړلو د ضرورت په اړه د نړیوال بانک رئیس ښاغلی جیم یونګ کیم(Jim Yong Kim)په ۲۰۱۳م. کی ویلی و:
دبیوزلی له منځه وړل به په تاریخ کې خارق العاده شیبی (auspicious moment in history) وی. موږ باید لوږه او بیکاری له منځه یوسو اوهره کورنۍ پاکو اوبو،کافی خوراک او جامو ته لاسرسی ولري او نړۍ له نارووغیوپاکه وي، څوک (مخکی له مرګ) څخه مړه نشی،دنابرابری پرځای فرصتونه رامنځته کړو او بالاخره داسې نړۍ چې لوږه او بیوزلي پکې نه وي. دی وایی:
-A world free of poverty,
-A world where everyone has enough to eat,
-A world where no one dies from preventable diseases,
-A sustainable world where all households have access to clean energy.
په ۲۰۲۲م. کال کې د افغانستان د اقتصاد د هیندارې، د نړیوال بانک ورکړل شوي راپور کې په افغانستان د فقر او بیکاری د له منځه وړلو هیڅ راز نښې او د پرمختیا دشاخصونو څرک نشته.
د علمی تحلیل له مخې: هغه معيارونه او علايم چې د پرمختيا په پايله کې باید راڅرګند شي په لنډ ډول دا دي.
١ . د کرنې په سکتور کې د يو تن زراعتي کارګر د توليد د اندازې لوړوالى،
٢ . د سړي سر د بريښنا د لګښت لوړوالى،
٣ . د ډبرو سکرو يا کومې بلې انرژيکي منبع لګښت،
٤ . د وګړو د عمر اوږدوالى،
٥ . د سړي سر حيواني پروتين لګښت،
٦ . په ښوونځيو کې د ماشومانو د شموليت سلنه،
٧ . د اوسېدو په يوه کوټه کې د وګړو وسطي شمېر،
٨ . د هرو زرو تنو لپاره د ورځپاڼو شمېر،
٩ . د دوکتورانو(طبی خدماتی پرسونلو) شمېر،
١٠ . د ښارونو پراختيا (يا د ښاري خدماتو وسعت)،
١١ . د اجتماعي تحرک درجه،
١٢ . د ليک لوست لوړ نسبت،
١٣ . د عصري ژوند د بېلګو سره اشنايي،
١٤ . د مطبوعاتو د ازادۍ درجه،
١٥ . د بهرنۍ سوداګرۍ د جوړښت ښه والى،
١٦ . د بشر کار ځواک ورځ په ورځ ښه والى،
١٧ . د مالي او پولي مؤسساتو اغيزمنتوب،
١٨ . په صنعت، کرنه، کانونو، ودانيزو او نورو بنسټيزو برخو کې د تکنالوژۍ عصري والى،
١٩ . د سړي سر ګټې وده،
٢٠ . سياسي استقرار او د وضعې ثبات،
٢١ . د اداري کفايت درجه،
٢٢ . د ګوندونو ازادي،
٢٣ . د تفريحي، کلتوري او اموزشي مرکزونو شمېر او دې برخو کې اسانتياوې او داسې نور.
آیا په افغانستان کې له پورته شاخصونو کوم یې لیدل کیږی؟ نه!
WB په خپل دې ګزارش کې له دې تولو سترګې پټوي، خو یو څو مثبتو ټکیو ته یې اشاره کړې ده چې هغه ټول د جګړې د بندیدو او د پراخ فساد د له منځه تګ نتیجه کې را ښکاره شوي دي، خو په هیڅ صورت کافی او د خوشحالی وړ ندی، اما څه ناڅه غنیمت دي. دغه نړیواله لویه موسسه وایي چې دامریکایی ډالرو په وړاندې د افغانیو( ملی کرنسی) دتبادلی انډول ثابت دی. حال دا چی دا یو کاذب ثبات دی، ځکه هره اونۍ میلیونونه ډالر له بهر څخه راځی او بیا دلته د آزاد بازار له لارې لیلامیږی، مګر په ملی لویو پروژو کی پانګونه، دعامه خدماتو ښه کول او دبیکاري د له منځه وړلو او د احساسی او فزیکی امنیت هیڅ درک نشته. ګزارش دا هم وایی چی انفلایون نه لیدل کیږی. په یو اقتصاد کې دانفلاسیون یو علت د پیسو نشر اود پولی دارایی دحجم زیاتوالی دی، په داسې حال کې چې ملی تولید کې زیاتوالی نه وي راغلی. خو د نه انفلاسیون علت دا دی چې د افغانیو بانکنوټ تر ډیره استهلاک شوی، د دې مانا داده چی لوی حجم پیسې له دورانه وتلی، اما بالمقابل نوې پیسې ندي نشر شوي، نو آیا دې حالت کې چې شهزاده سرای کې د وسله والو دټوپک تر میل لاندې بهر څخه رالیږل شوي ډالر لیلامیږي، دا کومه پرمختیا ده؟ دا په داسې حال کې چې له بده مرغه د رکود) (Depressionنښې له ورایه ښکاري، هغه رکود چې اثرات یې په تدریج را برسیره کیږي او مخنیوی یی کلونه کلونه غواړي.
پانګوال د هیواد دننه پانګونې ته ندي چمتو او پرمختیایی پروژې نشته، خو په دې ګزارش کې یوه ريښتیا خبره شته چې هغه د تیری ادارې په پرتله د حاکمې ډلی د عوایدو زیاتوالی دی. د دې علت دا دی چی پخوا حکومت نشو کولای دناامنی له امله دهیواد له ټولو سیمو مالیات راټول کړي، خو اوس د ټوپک په زور، پرته له دې چې د وګړو حقیقی اقتصادی وضعیت ته وکتل شي، آن له کوچنیو کسبهکارانو، لاس ګاډیو او مزدورکارو او کوچنیو بزګرو پېسې را ټولیږي. ګزارش دا هم ویلي چې د دولتی کارکوونکو معاشونه ورکول کیږي، خو نه وایي چي ایا په خدماتو رسولو کې د حکومت رول او د کارکوونکو د ژوند کچه په څه ډول ده؟ ګزارش د متقاعدینو د حقوقو نه ورکولو او سلګونو زرو کارکوونکو له کاره د ایستلو او د ډیرو ادارو د لغو کولو څه ندي ویلی. ګزارش د بهرنی تجارت کې دصادراتو زیاتیدو خبره کوي، خو د مجازو صادراتی اقلامو، دخاموصادراتی توکیو دبیو، قرارداد، تور، جرمی او غیر رسمی اقتصاد په هکله څه نه وایی.
دا یوه سرسری کتنه وه، د افغانستان د اقتصاد دهینداری انځور او اغیزمن متحولین څیړل لوی بحث ته اړتیا لري، خو د ګزارش دې کور ودان وي چی څلور مثبت امید بخښونکی پیغامونه لري:
۱.جګړه ښه نده، چی جګړه ودریږی عواید او تجارت ښه کیږي،
۲.د جګړی درول او ملکي ژوند ته را ګرځیدل جنګی ډلو ته دا چانس ورکوي چې نړیوالو سره تعامل ته تیار سي،
۳.نړیوال بانک اوس هم افغانستان ته د نړۍ د لوی کلي د یو کور په سترګه ګوري،
۴.دمفسدینو ورکاوی ښه پایله لرلای شي.
کوریې ودان له دې څلورو پیغامونو سره! د عامه هوساینې په شاخصونو او د پرمخیتا پر معیارونو به موږ سترګې پټې کړو.
د یوه خوشبینانه ګزارش په ورکولو، جنګې ډلې سولې ته وهڅوئ او مفسدینو ته دعبرت درس ورکړئ! د ملت دی خدای مل شي.