جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهحقاني په لومړي ځل کندهار ته امنيتي چارواکي وټاکل

حقاني په لومړي ځل کندهار ته امنيتي چارواکي وټاکل

تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه)‏ ‏ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوی له واکمنيدو سره، په لومړي ځل د کندهار د امنیه قومندانۍ په چوکاټ کې يو شمېر ټاکنې کړي دي.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر جلال الدين حقاني ته منسوبې دغه ګومارنې په دې ډول ښودلي دي:

۱- د کندهار د امنیه قومندانۍ مخکینی د تروریزم مُدیر ملا ولي شاه آغا د کندهار ښار د امنیت د آمر په توګه.

‏۲- د کندهار د امنیه قومندانۍ د ټولۍ قرارګاه مخکینی قومندان ذبیح الله د امنیه قومندانۍ د تروریزم د مُدیر په توګه.

۳- د اسلامي او ملي پولیسو د روزنیز مرکز د ټولۍ قومندان ذوالفقار صاحب د امنیه قومندانۍ اړوند د ټولۍ قرارګاه د قومندان په توګه.

‏۴- د ۱۴مې حوزې مخکینی آمر ملا عبدالنافع سنګرمل د ۲۰۵ البدر قل اُردو د انجنیر کنډک د اوپراسیون د آمر په توګه.

۵- د ۱۴مي حوزې مرستیال مفتي عبدالله د دغه حوزې د آمر په توګه.

۶- د ژړۍ ولسوالۍ مخکینی امنیه قومندان ملا عطاوالله بشیر د ۱۴مي حوزې د مرستیال په توګه.

‏۷- د کریمنال تخنیک مخکینی مُدیر حافظ ارشاد د ژړۍ ولسوالۍ د امنیه قومندان په توګه.

د کندهار لپاره د طالبانو امنيتي چارواکي، ان د حوزو تر آمرينو مخکې د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده په حکم ټاکل کیدل.

3 COMMENTS

  1. په دې ګرد هېواد کې لکه چې له ملايانو پرته نور څوک نشته او نه دا نور هېوادوال حق لري چې په حکومت کې کار وکړي.
    له الف تر ياء او له ياء تر الف خو ټول همدا تاسې ياست، نو دنيا مو څنګه په رسميت وپېژني او ولې مو وپېژني؟
    دا د نګه ملايانو او چړيانو دور به هم تېر شي.
    تاسې دا زده کړې چېرته کړي چې اوس ټول له يوې څلمې پروفيسوران شوئ.

  2. دا ټاکنې هغه اوازې ردوي چې ویل کیدل، د امنیتې ارګانونو صلاحیتونه د ملا هیبت الله اخوند له لوري ور کم شوي. طالبانو په ماهرانه انداز کې د بهرنیانو هغوو خبرو ته ځواب ووایه چې ویل يي د دوئ ترمنځ اختلافات شه، او په ورته وخت کې يي دا اوازه هم رد کړه چې ویل کیدل د ملا هیبت الله اخوند په ګوښه کیدلو فکر کوي. طالبان هیڅکله هم په خپل منځ کې د هیڅ موضوع په سر اختلافات نه لري، د نجونو د ښوونځيو په سر اختلافات هغوئ ته د خندا وړ بریښي.

  3. منان
    ګورئ خلک او کله کله ناپوه لوستي کسان، هم ځبل ځانونه غولوي او به ښايي چاپلوسې کوي او به ورته همدا ماموریت د یوه امتیاز په مقابل کې ور سپارل شوي هغوئ په دې نظر دي چې د طالبان دفاع وزیر او کورنیو چارو وزیران، له ملایانو پرته نورو د عصري زده کړو لرونکو او یا د پخواني پوځ افسرانو او کارکونکو ته کار ورکوي. که يي رښتیا داسې اراده درلودای نو په دې نویو مقرر شویو کې خو به يي یو داسې کس هم ټاکلی و. چې ملا نه وای. پرون یوه ځوان را بحث کاوه او ویل يي وګوره ملا یعقوب د پوځ له څو جنرالانو سره ولیدل. او ښايي هغوئ به په دندو کې راولي. خو زما په باور طالبان چې کله په خپلو کې سره کیني همدې ټولو مامورینو ته د غلام په سترګه ګوري. او همدا خبره هم کوي چې له نارینه وو باید د غلام او له ښځو يي هم د مینځو کار باید واخلو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب