الله تعالی ټول انسانان مختلف پیدا کړي. د ځمکې په سر به هېڅ دوه داسې انسانان پیدا نه کړو، چې یو ډول شکل، حافظه او فکر ولري. خو کېدی شي ګڼ انسانان د یوې او څو موضوع ګانو په اړه یو ډول فکر ولري، مثلن: تقریبن اوس ټول انسان په دې اند دي چې ځمکه ګرده ده. دا چې یو نسل په ځینو موضوعاتو کې اتفاق سره لري، همدې ته د همدغه نسل عقل ویلی شو.
په ټکنالوژیکه نړۍ کې د یوویشتمې پېړۍ نسل داسې اختراعات وکړل چې یو وخت خارق العاده بلل کېدل، په مریخ کې ژوند کول، په ډېرۍ اسانۍ د دنیا له هر هېواد او ولایت څخه احوال اخېستل، ربوټونو جوړول، په طبي برخه کې د بېلابېلو امراضو درمل جوړل… دا ډېر لوی پرمختګونه دي. خو څه فکر کوئ، دا ټول همدې نسل کړي؟ یا پخواني نسلونه بې عقل وو چې دا کارونه یې نشوای کولی؟
نه دا ټول کارونه دې نسل کړي او نه هم پخواني نسلونه بې عقلان وو. حقیقت دا دی چې د نسلونو اکتشافات، څېړنې او علوم په تدریجي ډول له یوه نسل څخه بل ته پاتې کېږي، نوی نسل په کې زیاتونې کوي او نوي اکتشافات ورته په تحفه کې ورکوي، بل نسل بیا ورباندې یو بل څه ورزیاتوي، همداسې سلسله په سلسله روان دي او خبره تر ننه راورسېده. دا هم یقیني ده چې سبانی نسل به د ننني په پرتله څو چنده زیاتې موندنې او جوړونې کوي.
له ساینس او تولیده به راتېر شو، د نسل عقل باید موږ ته د ژوند تېرولو څرنګوالی روښانه کړي. په هره اندازه چې د ژوند تېرولو لار عالي وه، نو په همهغه اندازه د نسل عقل هم لوړ دی. البته موږ دا هم نشو ویلی چې څه پخوانیو کړي او موږ اوس پرېښي، دا ټول بد ؤ، ځینې کړنې د هغه وخت اړتیاوې وې، چې اوس یې اړتیا نه حس کېږي، نو ځکه یې کول مناسب نه دي.
له جنګ وړاندې افغان نسل د سیمې په کچه یو ویاړلی نسل ؤ، وفاداري، مینه، ساده ژوند او ځانګړي کلتور یې د سیلانیانو پام ځانته راوړلی ؤ. د خبرو کولو هنر یې درلود. د نورو په کارونو کې کار نه درلوده. زغم په کې ډېر ؤ… خو که اوس یو بې پرې کس د اوسني افغان نسل د عقل مقایسه له نورو ګاونډیو نسلونو سره وکړي، نو دی به په ډېر ډاډ سره وویلی شي چې اوسنی افغان نسل بې عقل دی. خو آیا موږ په خپله بې عقلان شو او که موږ یې بې عقلان کړو؟
کله چې زموږ حاکمانو تېروتنه وکړه، نو د نړۍ زبرځواکو هېوادونو د زور ازمایلو ساحه پیدا کړه، نو طبعي وه چې دوۍ په خپله ګټه په دې ساحه کې جنګ کاوه. د جنګ لپاره دوۍ وسلې، بهانې او پیسې لرلې، خو خلک یې نه درلودل. دا وخت دوۍ یو بې عقل نسل ته اړتیا لرله، ځکه هوښیار نسل خو جنګ نه کاوه.
نړۍ چې د دوو نړیوالو او ګڼو نورو جنګونو تجربې یې درلودې، پوهېده چې خلک په کومو بهانو جنګ ته راوبولي. دوۍ د مذهب، ناموس او کتلور خطر رامخته کړ. کله چې د جنګ اور بل شو، نو تود ساتلو ته یې اړتیا وه. د تود ساتلو لپاره دوۍ په داسې فرهنګ کار وکړ چې جدي کېدل، غوصه کېدل او احساساتي کېدل یې د ننګ او غیرت نښه وګرځوله. هر چا چې دا خویونه درلودل، باید ویاړ یې ورباندې کړی وای او چا چې نه درلودل، نو هغوۍ باید پیدا کړي وای.
همداسې په قرار قرار په افغاني نسل کې د زغم کچه ټېټه شوه. په کومه ټولنه کې چې زغم کمېږي، وحشت په کې ډېرېږي. همدا وحشت ؤ چې افغان نسل یې نړۍ ته بې عقل وروپېژنده، خو حقیقت دا دی چې دوۍ موږ د خپلو جنګونو په خاطر بې عقلان کړو. پر موږ یې ټولې هغه لارې وتړلې چې موږ ته یې د فکر کولو فرصت راکاوه.
۱۴۰۱/۱۱/۱۰