Homeخبرونهد انځورګرې فریدا کالو خپل انځور په کابو ۵۵ میلیون ډالره وپلورل...

د انځورګرې فریدا کالو خپل انځور په کابو ۵۵ میلیون ډالره وپلورل شو

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) د مکسیکو د نامتو انځورګرې، فریدا کالو (Frida Kahlo)، یو انځور د ښځینه هنرمندانو په پلورل شویو اثارو کې تر ټولو د قیمتي اثر ریکارډ مات کړ.

دا انځور، چې فریدا کالو په ۱۹۴۰ کال کې ایستلی و، د پنجشنبې په ورځ (د نوومبر ۲۹ مه) د نیویارک په یوه هنري لیلام کې په ۵۴ میلیون او ۷۰۰ زره ډالرو وپلورل شو.

په دې انځور کې، فریدا کالو ځان د یوې بسترې پر سر په پراته حالت کې انځور کړی دی.

تر دې مخکې د هغې تر ټولو ګرانه پلورل شوی انځور «دیګو او زه»  وه چې په ۲۰۲۱ کال کې په ۳۴ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو وپلورل شو. دا اثر فریدا کالو د خپل مېړه، دیګو ریورا، ترڅنګ انځوروي.

راپورونه وايي چې د فریدا کالو ځینې نور آثار هم په شخصي معاملو کې په لوړ قیمت پلورل شوي دي.

د مکسیکو حکومت د فریدا کالو ټول آثار د هېواد «هنري میراث» اعلان کړي دي؛ له همدې امله د دې انځورګرې آثار په مکسیکو کې دننه نه شي پلورل کېدای او د له منځه وړلو اجازه یې هم نشته.

هغه انځور چې په نیویارک کې وپلورل شو، د هغې له هغو لږو اثارو څخه دی چې خاوند یې له مکسیکو څخه دباندې اوسي.

د فریدا کالو هغه نقاشي چې پکې یې ځان په پراته حالت انځور کړی، د یوه شخصي ټولګې له لوري لیلام ته وړاندې شو، او د اثر د مالک هویت نه دی افشا شوی.

د هنر کارپوهان اندېښنه لري چې دا تابلو به د پنجشنبې د ورځې له خرڅلاو وروسته یو ځل بیا د خلکو له سترګو پټ شي. دا اثر وروستی ځل د ۱۹۹۰م لسیزې په پای کې عامو خلکو ته ښکاره شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې په نیویورک، لندن او بروکسل کې د ګڼو موزیمونو له لوري د دې اثر د نندارې لپاره رسمي غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.

په دې نقاشۍ کې فریدا کالو په داسې ډول پر بستر پرته انځور شوې چې د هغې پر سر یو اسکلېټ ولاړ دی، او بستر یې د وريځو تر منځ تصویر شوی دی.

د فریدا کالو ژوند هغه مهال بدل شو چې په ۱۸ کلنۍ کې د یوه بس د ټکر له امله سخته ټپي شوه. هغه سخته ټپي شوه او وروسته یې څو سخت جراحي عملیات تېر کړل. هغه د رغېدو په دوران کې انځورګري پیل کړه.

فریدا کالو په ۱۹۵۴م کال کې، په ۴۷ کلنۍ کې ومړه. هغې د دې مخالفت کاوه چې د هغې هنر دې “سوریالیستي” وبلل شي، او یو ځل یې ویلي و:
“ما هېڅکله خوبونه نه دي انځور کړي، ما خپله واقعیت کښلی دی.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...