Homeخبرونهخلیلزاد: افغانستان کې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو کچه خورا لوړه...

خلیلزاد: افغانستان کې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو کچه خورا لوړه شوې ده

تاند (شنبه د لیندۍ ـ قوس لومړۍ) ‏د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي، په افغانستان کې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو کچه خورا لوړه شوې ده.

خلیلزاد ویلي چې دا ستونزې وروسته له هغې ژورې شوې، چې ایران او پاکستان په “ظالمانه او ناانساني” ډول شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال وشړل.

نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د طالبانو له لوري د امام ابو حنیفه څلورم ملي او نړیوال نندارتون له جوړېدو د هرکلي په یوه بیان کې کړې دي او دا یې هڅوونکی ګام بللی دی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته میلیونه افغانان له هېواده د خپلو زده کړو، خوندیتوب او اقتصاد رغولو په موخه له هېواده کډوال شول.

افغانان نیوکه کوي، چې طالبانو د بې کارۍ کمولو او اقتصادي رغونې لپاره هېڅ عملي ګام نه دی اخیستی.

د دې ترڅنګ داسې ګڼ راپورونه خپاره شول، چې د هېواد لسګونه ځوانان ایران او بیا اروپا ته په قاچاقي لارو د تګ پر مهال د هېوادونو پولیسو وژلي، نیولي او تر شکنجو وروسته یې هېواد ته شړلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...