پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپوهنې وزارت: روان کال د ۱۷۹ بابه ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې

پوهنې وزارت: روان کال د ۱۷۹ بابه ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې

تاند (شنبه د لیندۍ ـ قوس لومړۍ) د طالبانو د حکومت د ‏پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې روان کال ۲۱ ولایتونو کې ۱۷۹ بابه ښوونځیو او ۶ دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند منصور احمد حمزه وايي، په یادو پروژو ۲ میلیارده ۱۷۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد وزارت هڅه کوي څو د زده کوونکو لپاره د زده کړو معیاري، سالم او خوندي چاپېریال رامنځته کړي.

د پوهنې وزارت ویاند وايي، په تېرو څلورو کلونو کې له یادو ښوونځیو سره ټولټال ۱۳۱۵ بابه ښوونځيو ودانۍ په ټول هېواد کې جوړې شوې دي.

د طالبانو پوهنې وزارت داسې مهال د دې ودانیو د جوړېدو خبر ورکوي چې د دوی له بیا واکمنېدو راهیسې افغان نجونې د زده کړو له حقه بې برخې شوي او له شپږم پورته د ښوونځیو دروازې یې پر وړاندې تړل شوې دي.

پرون جمعه پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له طالبانو غوښتي وو چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

لا معلومه نه ده چې طالبان به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...