جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهبښنې نړیوال سازمان: له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ...

بښنې نړیوال سازمان: له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۶ غړي لادرکه دي

تاند (شنبه د لیندۍ ـ قوس لومړۍ) د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ شپږ غړي لادرکه دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې په دغو کسانو کې نورالله ترین، حنیف پښتین، فرمان وزیر او یو شمېر نور شامل دي.

دغه سازمان ویلي، د غورځنګ دغه غړي د روانې نومبر میاشتې پر ۱۲مه پېښور ښار کې لادرکه شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې سمدستې د دغو کسانو د ځای په اړه معلومات وړاندې کړي، په اړه یې خپلواکه او اغېزناکه څېړنه وکړي او د جبري لادرکۍ دې لاس واخلي.

یاد سازمان داسې مهال دا غوښتنه کوي چې، پرون جمعه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د اروپايي پارلمان مخې ته په لاریون کې په پښتونخوا کې د پښتنو او پاکستان کې د محکومو قومونو پر وړاندې د پاکستان د حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

لاریونوالو ویلي اروپايي پارلمان ته یې ور یاده کړې، چې د پاکستان حکومت په لر او بر افغان وطن کې د ناامنۍ تمویلوونکی او جوړوونکی دی.

د د پي ټي ایم اروپایي غړو غږ کړی، چې له پښتنو سره روان زور زیاتی بند، بندیان یې آزاد او د افغان کډوالو پر وړاندې انساني تګلارې جوړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب