جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهپه کواټ کې د دوو موټرو په آکر کې ۱۷ تنه مړه...

په کواټ کې د دوو موټرو په آکر کې ۱۷ تنه مړه شول

تاند(جمعه، د دلوې ۱۳مه) د خیبرپښتونخوا په کواټ کې پرون (پنجشنبه) ماښام ۱۷ تنه په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شول.

دا پېښه د یوه مسافري بس (کوچ) او یوه کانتینر ترمنځ د ټکر په نتیجه کې وشوه.

د پولیسو ځايي چارواکو رسنیو ته وویل چې دا ټکر د کواټ تونل ته نژدې وشو.

په ۱۷ تنو وژل شویو کې ۲ ماشومان او ۲ ښځې هم شاملې دي.

د یکشنبې په ورځ په دې سیمه کې ۵۱ ماشومان هغه مهال ډوب شول چې د سپرلۍ بیړۍ یې په ډنډ کې ډوبه شوه.

ماشومان د مېلې لپاره تندا بند ته تللي وو.

دا پېښه د پېښور د پولیس لاین په جومات کې چاودنې تر سیورې لاندې راوسته. د پولیس لاین په جومات کې، چې پاکستاني چارواکي یې انتحاري برید بولي، لږترلږه ۱۰۰ تنه پولیس ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب