Homeخبرونهد افغانانوجبري ایستل؛ایران په تېره یوه میاشت کې ۲۴۰ زره افغانان ایستلي

د افغانانوجبري ایستل؛ایران په تېره یوه میاشت کې ۲۴۰ زره افغانان ایستلي

تاند ( یکشنبه د میزان ۱۵مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان ( IOM ) په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې له ایران څخه نږدې ۲۴۰ زره افغانان ایستل شوي دي.

سرچینه وایي د مالو ماتو له مخې په یاده شمېره کې شاوخوا ۴۳ سلنه د ایران حکومت له لوري په زور ایستلي او پاتې نور په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د راپور پر بنسټ، دا شمېر په روان کال کې له ایرانه د راستنو شویو کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی.

ایران او پاکستان د افغانستان دوه هغه ګاونډي هیوادونه دي، چې افغان کډوال تل پکې له ناوړه اقتصادي او ټولنیزو ستونزو شکایت کوي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې څو ورځې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي وو چې، هېواد یې نور د افغانانو د منلو ظرفیت نه‌لري.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی و، چې د ناقانونه کډوالو ایستل د دغه هېواد له لومړیتوبونو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...