شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهکابلوف وايي، روسیه به ژر طالبان له تور لیسته وباسي

کابلوف وايي، روسیه به ژر طالبان له تور لیسته وباسي

تاند (شنبه،د میزان ۱۴ مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هیواد یې په اصولو کې منلې چې د طالبانو نوم د تروریستي ډلو له لیسته وباسي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف پرون (جمعه) وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي خدماتو اداره د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو په باب د قانوني اقداماتو په بشپړولو بوخت دي او ژر به وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

تر دې وړاندې د روسیې د امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف هم ویلي و چې هیواد یې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه “بیاکتنه بشپړه کوي.”

الکساندر بورتنیکوف وویل، دا به غوره وي چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې او نورو ترهګرر ډلو پر ضد د جګړې لپاره ښه دا ده چې له طالبانو سره تماس ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودنکو کابو دوې اوونۍ وړاندې ویلي و چې د ترهګرو ډلو له لست څخه د طالبانو د ایستلو پروسه به “چټکه نه وي.”

 هغه وویل، “د روسیې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو لرې کول د هیواد په قوانینو کې بدلون ته اړتیا لري.”

د روسیې له دولتي خبری اژانس ریانویستي سره په مرکه کې اندرې روډینکو روښانه کړه چې پروسه ګړندۍ نه ده ځکه چې دا د روسیې په قانون کې بدلون ته اړتیا لري.

روسیې په ۲۰۰۳ م کال طالبان د چیچنیا د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ په خاطر په تور لیست کې شامل کړل.

په وروستیو کې قرغیزستان او قزاقستان هم طالبان له تورو لیستونو وایستل خو تراوسه د دغو درو هیوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۴ کال د مې په ۲۹مه تاشکند ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره د اړیکو څرنګوالی یوه بله پوښتنه ده، خو «موږ باید له هغوی سره په یو ډول خبرې وکړو.»

پوتین له طالبانو سره د اړیکو په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون له سیمه ییزو شریکانو سره د سلا مشورو یادونه هم وکړه او ویې ویل: «موږ د خپلو شریکانو او ملګرو نظریات په پام کې نیسو او په دې اړه به همغږی وکړو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب