څلورمه او وروستۍ برخه
لیکنه: پروفیسور سټیفن هاکېنګ
ژباړه: هلمند اڅړ
کله چې د لیکلو ماشین اختراع شو نو د ماشینونو سره د تعامل په شکل کې یې لوی بدلون رامنځته کړ، تقریباً ۱۵۰ کاله وروسته، لمسي نندارپاڼو زموږ پر مخ د ډیجیټل نړۍ سره د ارتباط نوي لیارې پرانیستې. د مصنوعي ځیرکتیا وروستیو سترو بدلونونو[۲۰۱۴ کال] لکه خپلسري موټر، یا د (Go) په لوبه کې ګټونکی کمپیوټر د هغه څه نښې دي چې په راتلونکي کې پېښیږي.
په تکنالوجۍ باندې لویې پانګهاچونې چې همدا اوس زموږ د ژوند ستره برخه جوړوي، زموږ له ژوند سره تړل شوي ده، دا تکنالوجي به په راتلونکو لسیزو کې زموږ د ټولنې په هر اړخ کې خپره شي او په ځیرک ډول به له موږ څخه ملاتړ وکړي او په بېلابېلو برخو لکه روغتیا، کار، زدهکړه او علم کې به موږ ته مشوره راکړي. زموږ لاسته راوړنې چې تر اوسه یې لرو، د هغه څه پر وړاندې چې په راتلونکو لسیزو کې به رامنځته شي ډېرې تتې ښکاره شي، البته نه شو کولی چې وړاندوینه وکړو چې که چېرته زموږ ذهن په مصنوعي ځیرکتیا باندې پیاوړی شي او وده وکړي، څه څه شیانو ته به لاسرسی پیدا کړو؟
احتمالاً د دې تکنالوجیکي انقلاب د وسایلو په واسطه کولی شو چې د بشر د ژوند ښه کړو. د بېلګې په ډول، څېړونکي د داسې مصنوعي ځیرکتیا د پراخېدو په حال کې دي چې وکولی شي د ملا د تیر له ناروغانو سره په معلولیت کې مرسته وکړي. د بدن او مغزو ترمنځ د سیلیکاني چیپونه او الکترونیکي بېسیم په واسطه، تکنالوجي خلکو ته دا امکان برابروي چې په ذهن یې د خپل بدن حرکتونه کنترول کړي.
ډاډمن یم چې د ارتباطاتو راتلونکی د کمپیوټر-ماغزو حایلونه (واسطونه) دي. دوې لارې شته:
اېملېمېنټونه او په جمجمه کې الکترودونه. لومړنۍ یې داسې دی لکه د یخوهلي شیشې کتل، دویم یو یې غوره دی خو د عفونت خطر له ځان سره لري. که چېرته موږ وکولی شو د انسان ماغزه له انټرنټ سره وصل کړو نو ټوله ویکيپېډیا به د منبع په توګه په واک کې ولري.
اوس نړۍ د خلکو ترمنځ د ارتباطاتو، وسایلو او معلوماتو ته په کتو په ډېرې چټکۍ سره د بدلون په حال کې ده. د محاسبې ځواک وده کوي او کوانټمي اوښتون یا پروسېس به ډېر ژر درک شي. دا کار به د دې سبب شي چې مصنوعي ځیرکتیا په تواني (اېکسپوننشیل) شکل سره چټکه وده وکړي او په هغې کې به لوی بدلون رامنځته کړي. همدارنګه رمزګذاري به پرمختللي کړي.
کوانټمي کمپیوټرونه هر څه بدلوي، ان د انسان بیولوژي هم. اوس مهال د ډياېناې د بدلولو لپاره یو کره تخنیک شتون لري چې کریسپر (CRISPR) یې بولي. د جین د بدلون د دې تکنالوجۍ بنسټ یو دفاعي باکتریايي سیستم دی. دا تکنالوجي کولی شي چې په دقت سره جینیتیکي کوډونه وپېژني او بدل یې کړي.
د جنیتیکي لاسوهنې ترټولو مهمه موخه داده چې اصلاح شوي جنونه ساینسپوهانو ته دا امکان ورکړي ترڅو د یوې ناروغي د جنیتیکي لامل درملنه وکړي، دا چې څومره به ممکنه وي چې په جنیتیک انجینرۍ کې به مخته ولاړ شو، په یوه مهمه مسئله به بدله شي، نشو کولی چې د حرکتی نیورون ناروغیو(لکه زما اسکلروز ناروغي)د درملنې امکان پرته له دې چې خطرونو ته یې وګورو، تر نظر لاندې ونیسو.
هوښ، داسې ځواک تعریفوي چې له بدلونونو سره ځان برابروي. انساني هوښ د هغې ډلې خلکو طبیعي ټاکنه ده چې له بدل شویو شرایطو سره د ځان برابرولو وړتیا یې لرله. موږ باید له بدلون وهنه ډار شو، باید له بدلون څخه د خپلې ګټې لپاره ګټه پورته کړو.
موږ ټول د لوبولو لپاره خپل رول لرو ترڅو ډاډمن شو چې موږ او راتلونکی نسل به د علم د لومړنیو سطحو د مطالعې لپاره فرصت او لازمه اراده ولرو ځکه په دې ډول کولی شو چې خپله بالقوه وړتیا نوي کړو او د ټول بشر لپاره غوره نړۍ جوړه کړو. موږ باید زده کړو ترڅو له نظري خبرو لکه “مصنوعي ځیرکتیا به څه ډول وي؟” څخه ګام وړاندې کېږدو او دې ته پلان ولرو چې “مصنوعي ځیرکتیا څه ډول کولی شي واوسي؟” موږ ټول دا وړتیا لرو چې منلشوې یا د انتظار وړ لیکې څنډې ته کړو او پراخ فکر وکړو. موږ د نوې نړۍ په شپول کې یو. یو هیجاني او له ګواښه ډک ځای! خو موږ وړاندې یو.
موږ انسانانو چې کله اور اختراع کړ، څو ځله مو خرابۍ وکړې او بیا مو (اور وژونکي ډبه) اختراع کړه. اوس یې باید پرځای د ځواکمنو تکنالوجیو لکه هستوي وسلې، مصنوعي بیولوجي او ځواکمنې مصنوعي ځیرکتیا لپاره راتلونکی پلان جوړ کړو، ادراک او ګام اېښودلو ته باید لومړیتوب ورکړو ځکه ممکنه ده، دا زموږ یواځېنی چانس وي. زموږ راتلونکی زموږ د خپلې مخپروړاندې تکنالوجۍ سره سیالي او د دې تکنالوجۍ د کارولو عقل دی.
“راځئ ډاډمن شو چې عقل به په دې سیالۍ کې بریالی کيږي.”
پای[1]
د ژباړن یادونه:
د پروفیسور سټیفن هاکېنګ دا لیکنه چې په خپل کتاب (لویو پوښتنو ته کوچني ځوابونه) کې یې ځای پر ځای کړې، د ده له وروستیو لیکنو څخه شمېرل کیږي. نوموړی د معاصرو پوهانو په لیکه کې سربېره پر دې چې ستر فزیکپوه دی، بله ځانګړنه یې دا ده چې د بشر د راتلونکي په اړه ډېر ژور تحلیل لري.
هغه وخت د مصنوعي ځیرکتیا خبرې ډېرې نه اورېدل کېدلې او ځینو ته خو ان خیال ښکاره کېدۀ خو سټیفن هاکېنګ یې په اړه له بي بي سي سره څو مرکې کړي وې او خبرداری یې ورکړی و.[2]
د دې لیکنې له تالیف څخه اته کاله تیریږي خو نن ورځ یې موږ په غړولو سترګو وینو چې د سټیفن هاکېنګ خبرداری بېځایه نه و، مصنوعي ځیرکتیا چې موږ ته یې زښتې ډېرې آسانتیاوې هم برابرې کړي، وروسته به ورو ورو خپل منفي اړخ هم خلکو ته ښکاره کړي چې دا دی په لږه موده کې یې هم موږ د دې منفي اړخ شاهدان یو.
د مصنوعي ځیرکتیا د ګواښ په اړه ځینې اندېښنه نه لري او دا دلیل وړاندې کوي چې د انسان په لاس جوړ شوی څیز فطرت او غریزه نه شي لرلئ، ځینې بیا وايي چې مصنوعي ځیرکتیا د انسان له لوري روزل کیږي او دا روزنه محدوده ده، له دې محدودې څخه نه شي وتلی. ګواښ یې هم بولي خو دومره نه چې له ټول بشر څخه به مخکې شي، هرڅوک خپل دلایل وړاندې کوي خو که یو څه ورته ځیر شو، سټیفن هاکېنګ ګّرم نه ښکاري او دا تشویش یې هم بېځایه نه و.
انسان د تکنالوجۍ په تاریخ کې تل تکنالوجۍ ته د بل انسان د له مینځه وړلو لپاره پرمختګ ورکړی دی. آیا د نړیوالې جګړې په کلونو کې د جرمني او امریکا ساینسپوهان د هستوي رياکټورونو له غمه مړه وو چې خلکو ته به برېښنا پرې تولید کړي، که د یو ښه اتومي بمب لپاره شپه او ورځ لګیا وو چې په زرګونو انسان پرې ایره کړي؟ دې ته ورته اوس هم د مصنوعي ځیرکتیا په سر دا سیالۍ روانې دي چې څوک به یې په ښه توګه په نظامي برخه کې وکاروي؟
دا پېړۍ، یوه ننګونکي او برخلیک ټاکونکې پېړۍ ده. دا دوې لسیزې خیال کېدۀ چې جګړه به د نړۍ په سطحه له مینځه ځي، د هوموساپېنس(عقلمند انسان) په اړه ویل کېدل چې نور به ورو ورو جګړې ته شا کړي، د اوکراین او روسیې له بحران سربېره په منځني ختیځ کې هم اور بل شو چې ممکنه ده لمبې یې نورې هم تودې شي او دا را جګه شوي لخړوپه د نړۍ نورو سیمو ته هم ورو-ورو تګ پیل کړي.
د تکنالوجۍ دا چټک او نه درېدونکی پرمختګ او د جګړې نوی بل شوی اور د ځمکې کرې اوسېدونکو ته دا پیغام ورکوي چې که حالات ژر کنټرول نه شي، ممکنه ده ښه راتلونکی وهنه لرو.
له جګړې پرته ځینې نور شیان هم د اندېښنې وړ دي چې شاید د بشر راتلونکی اغېزمن کړي، اقلیمي ستونزې، د نهیلیزم(بېارزښتۍ) څپه، د طبي اطلاعاتو آسانتیا له امله د انسان په جنیتیک کې بدلون، همجنسپالنې ته آزادي ورکول، د انسان ماغزو کنترول د کمپیوټر په واسطه او د ډېټا احتمالي بحران. دا موضوعات هر یو په خپل ځای ځانته لوی بحث او تحلیل غواړي او هڅه به وکړو په راتلونکو لیکنو کې به یې په اړه ډېر بحث وکړو خو ښه به وي چې دلته هم یو څه پرې ولیکو.
اقلیمي ستونزه د صنعت د پرمختګ سره سمه راولاړه شوه چې د ځمکې پر اقلیم یې منفي اغېز ښندلی، دا اغېز لا هم ورځ په ورځ ډېریږي.
نهیلیزم یا بېارزښتي هغه فلسفي بحث دی چې جرمني فیلسوف نیچه یې په اړه ډېر څه ویلي. نهیلیزم کې هرڅه بې ارزښته دي، هېڅ شی ارزښت نه لري او دا ټول ارزښتونه نسبي دي او مطلق حقیقت شتون نه لري.[3]دا باور چې هر څه بې ارزښته دي، ژوند د ستړیا په لور بیایي، کسالت او تنبلي به رامنځته کړي او د ځانوژنې ګراف به جګ کړي او ممکن ټولنیزې ناخوالې رامنځته کړي.
بله موضوع د انسان په جنیتیک کې بدلون راوستل دي، که څه هم په دې کار باندې اوسمهال سخت محدودیتونه لګېدلي خو اطلاعاتو او تکنالوجۍ ته د آسانه لاسرسي له امله ممکنه ده چې په راتلونکي کې دا کار هرڅوک وکړي او په خپل سر په انساني جنیتیک کې بدلون راولي چې دا به هم خپلې ستونزې راولاړې کړي.
اوسنۍ نړیوالې ټولنې او زبرځواک هېوادونه، همجنس بازي یو آزاد او داسې عمل ګڼي چې تقریباً په ځینو هېوادونو کې د ویاړ په سترګه هم ورته کتل کیږي. دوی فکر کوي چې د دې عمل زیاتوالی به ممکن د انسان د تکثر او د نړۍ د نفوس په ډېرېدو کې کموالی راولي خو د دې برعکس صحي ناروغۍ او د انساني کرامت تر پښو لاندې کول یې له پامه غورځولي دي. نن چې دا کار توجیه کوي، سبا به جنایتونه او ټولوژنې هم توجیه کوي(چې نن ورځ یې د فلسطین عاموژنه ژوندی مثال دی.)
د پروفیسور هاکېنګ خبره چې انساني ماغزه به له کمپیوټر سره وصل شي، اوس په واقعیت اوښتي ده، الان ماسک د نیورولینک تر پروژې لاندې، د ۲۰۲۳ز. کال په نومبر کې په دې اړه لومړنۍ تجربه ترسره کړه چې تر اوسه په لومړنیو مرحلو کې ده او داسې ښکاري چې له کامیابۍ سره مخ ده ځکه چې له عملیاتو څخه وروسته کس روغ او رمټ و.[4]
د مصنوعي ځیرکتیا د انځور د رسمولو څخه وروسته د OpenAI کمپنۍ د Sora په نوم یوه بل پلټفرم وړاندې کړی دی چې کولی شي د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه ویډیو جوړه کړي، خو دا اوسمهال د ټولو لپاره د لاسرسي وړ نه دی او ازمایښتي بڼه لري، خو د LumaAI په نوم بل ویډیو جنراټور شتون لري چې کولی شي له عکس څخه ۵ ثانیې ویډیو جوړه کړي یا هم له لیکلو څخه ۵ ثانیې ویډیو جوړه کړي.[5]
وروستۍ خبره د ډېټا بحران دی، له ۱۹۹۰ز. تر ۲۰۰۰ز. کال پورې تقریباً د ټولې نړۍ هېوادونه د نوري فایبر په واسطه سره وصل شول او انټرنېټ ته یې لاسرسی پیدا کړ. د انټرنټ کاروونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی. په ۲۴ ساعتونو ۳۲۸ میلیونه ټيبي(هره ټيبي زر جیبي) ډېټا رامنځته کیږي.[6]
په هره دقیقه کې یوتیوب ته ۵۰۰ ساعته ویډیو آپلوډ کیږي چې په څلورویشتو ساعتونو کې ۷۲۰٫۰۰۰ ساعته ویډیو انټرنټ ته آپلوډیږي.[7] د ډېټا دا ګڼوالی په ځواکمنو الګوریتمونو او سیستمونو کنترولیږي. څومره چې ډېټا ډېریږي، همدوموره یې د کنترول او مدیریت ابزار ډېریږي…
له یوتیوب او نورو ورهاخوا، اکثره بانکي ډېټا او ارقام د انټرنټ له لارې تبادله کیږي، نن ورځ شاید دا عادي خبره وبریښي خو په راتلونکو کلونو کې چې ډېری انسانان کوډېنګ او پروګرامېنګ زده کړي او یا هم د مصنوعي ځیرکتیا سرویسونو داسې وروزل شي چې خلافکاري او د هک مسایل ورزده کړل شي ممکن یا خپله، یا هم د انسانانو په واسطه لویو بانکي یا نورو محرمو ډېټاګانو ته لاسرسی پیدا شي د دې ډېټا لاسرسی یا له مینځه وړل به نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي. که څه هم د ډېټا ساتلو لپاره به هم امنیتي تدابیر ډېر شوي وي خو په یو ډول ګواښ پېښولی شي. د بېلګې په توګه د PayPal کمپنۍ په یوه ورځ کې (3 ملیارده ډالر) پیسې معامله کوي، د پیسو دا ارقام او اعداد د پرمختللیو الګوریتمونو په واسطه اېنکرېپټ/شفر شوي دي. دې ته ورته د نړۍ نوره پراخه او مهمه ډېټا په هره ثانیه کې د لېږد را لېږد په حال کې ده. که چېرته د دې ډېټا په دې ګڼوالي او نظم کې ډېره کوچنۍ ستونزه هم پېښه شي نو ټولنې ته لویې ستونزې په بر کې لري او کولی شو د ډېټا انتروپي(Data Anthropy) نوم ورکړو.
د پورته یادو شویو ګواښونو یادونه یوازې د دې لپاره نه وه چې موږ ترې وډار شو! د دې ګواښونو له مطالعې وروسته باید د خاورینې سیارې اوسېدونکی باید د کابو کولو لپاره یو څه وکاروي او هغه “عقل” دی او د دې بوډا پروفیسور په خبره، باید مطمئن واوسو چې عقل په دې سیالۍ کې بریالی دی!
[1] Brief Answers to The Big Questions, by: Stephen Hawking, 9th Question: WILL ARTIFICIAL INTELLIGENCE OUTSMART US?
[2] Science Channel. (2014, December 2). Stephen Hawking: ‘AI could spell end of the human race’ [Video]. YouTube. https://www.youtube.com/watch?v=fFLVyWBDTfo
[3] Nihilism, Internet Encyclopedia of Philosophy(IEP), accessed: 2024,3,10 https://iep.utm.edu/nihilism/
[4] Price, Kiley, Neuralink chip implanted into human brain for the 1st time, Elon Musk says, published Jan 30, 2024, link accessed (2024, Oct,3): https://www.livescience.com/health/neuroscience/neuralink-brain-chip-implanted-into-human-for-the-1st-time-elon-musk-says
[5] https://lumalabs.ai/dream-machine | https://openai.com/index/sora/
[6] Kandel, A. (2021, November 4). How much data is generated every day?. What’s the Big Data? https://whatsthebigdata.com/data-generated-every-day/
[7] Statista. (2024). How many videos are uploaded on YouTube every day? Techjury. Retrieved from https://www.techjury.net/blog/youtube-statistics
تیره برخه
آیا مصنوعي ځیرکتیا (AI) به زموږ په نسبت پرمختللي شي؟ – تاند (taand.net)