د کندهار فتحه
د ۹۱۳ (۱۵۰۷ م) په محرم کې د شېباني خان قواوې له مرغابه واوښتې او هرات ښار یې ونیوه. له هغه ځایه یې تر فراه او ګرمسیره پورې پرمختګ وکړ. که څه هم د ذولنون ارغون زامن شاه بیګ او محمد مقیم چې د هغې سیمې واکمنان وو، له یوې خوا یې شیباني خان ته بیعت وکړ او د هغه سکه او خطبه یې ومنله، له بلې خوا یې کابل ته د بابر لپاره لیک واستاوه چې کندهار ته ورشي او د شیباني په وړاندې د دوی ملاتړ وکړي. (۱)
د فراه او سیستان لور ته د شیباني د لښکرو پرمختګ د بابر لپاره د خطر زنګ و، ځکه چې دا شیباني و چې دی (بابر) یې له ماوراالنهره پسې اخیستی و، نو د غزني او کلات له لارې یې کندهار او زمینداور ته پام واړاوه.
شاه بېګ او محمد مقیم مقاومت وکړ او بابر ته یې بیعت ونه کړ نو د کندهار ښار په لوېدیځ کې یې د خالیشک په شاوخوا کې سره وجګړه شوه چې په نتیجه کې بابر بریالی شو او کندهار ښار یې ونیوه. شاه بېګ د شال (اوسنۍ کوټه) او مستونګ خوا ته وتښتېد او محمد مقیم د زمین داور لور ته لاړ. (۲)
بابر د کندهار له نیولو وروسته دا ښار خپل ورور ناصر میرزا ته وسپاره او په خپله له ډېرو مالونو سره کابل ته روان شو خو څو میاشتې وروسته شاه بېګ او محمد مقیم د شیباني خان په مرسته پر کندهار حمله وکړه او ناصر میرزا یې مجبور کړ چې کابل ته وتښتي. شیباني خان کندهار شاه بیګ او محمدمقیم ته وسپاره او په خپله هرات ته ستون شو. په دې موده کې محمد مقیم مړ شو او کندهار شاه بیګ ته یوازې پاته شو. (۳)
په کابل کې دسیسه، او د عبدالرزاق میرزا قتل
عبدالرزاق د میرزا الغ بېګ زوی (۴) و چې په ۹۰۸ هجري، ۱۵۰۲ م کال یې د غزني او کابل واکمني له لاسه ورکړه. دی چې د کندهار په نیولو کې له بابر سره ملګری و، د کلات او ترنګ واکمني وروسپارل شوه. کله چې شېباني خان کندهار ونیوه، عبدالرزاق کلات پرېښود او په کابل کې بابر ته ورغی. په دې مهال د شېباني د قواوو پرمختګ بابر او د هغه ملګري اندېښمن کړل. بابر وغوښتل چې د هند خوا ته لاړ شي او له خپل غښتلي دښمنه لېرې شي (۵) نو کابل یې عبدالرزاق او بدخشان یې خان میرزا ته
وسپارل او په خپله د ۹۱۳ هجري کال په جمادي الاول (۱۵۰۷
سپټمبر) کې د خورد کابل له لارې د افغانستان ختیځ او د اوسني جلال اباد په لوېدیځ کې د ننګرهار ادینه پور ته رهي شو. لغمان، ننګرهار او کونړ یې ونیول او هغه یې عبدالرزاق میرزا ته، چې له کابله راغلی و، وسپارل.
بابر د ۹۱۴ هجري (۱۵۰۸ مې میاشت) په پسرلي کې د پښتنو پر مومند قبیلې یرغل ورووړ. خو د ده په غیاب کې ځینو مغولو او د خسروشاه د امیرانو پاتې شونو په کابل کې دسیسه جوړه کړه. دوی ځانونه د خواجه رواش (اوسنی هوايي ډګر) شاوخوا ته ورسول او هلته یې شاوخوا ۳ زره ځوانان په ځان راټول کړل. عبدالرزاق میرزا چې په خپله د کابل د واکمنۍ دعوه لرله، له ننګرهاره کابل ته روان شو او په ده افغانان کې دېره شو او د علي بېګ شبکور سیستاني، محمدعلي شیباني، نظر بهادر، یعقوب بیګ بابرجنګ، او عبدالله صف شکن په شان سرداران پرې راټول شول چې دی د کابل، غزني تر بدخشان او ختلان پورې سلطنت ته ورسوي. عبدالرزاق چې ځان د کابل او غزني د واکمنۍ وارث باله، په دې دسیسه کې لاس درلود خو د بابر په شان فعاله او جنګیالی نه و او په دې کار کې بریالی نه شو.
بابر د دې دسیسې د ناکامولو لپاره ډېره خواري وایسته، د عسکر په شان وجنګېده او د یوه قوماندان په څېر یې دفاع وکړه. د کابل په شاوخوا کې یې د کلا ساتنه او د لښکر قیادت او حملو ته پام وکړ. خپل ټول مخالفان یې د جګړې په میدان کې له منځه یووړل. د ده وروستی رقیب عبدالرزاق میرزا په جنګ کې او یا د بابر په امر ووژل شو. (۱)
۱- بابرنامه ۱۳۱
۲- بابرنامه ۱۳۴
۳- فرشته ۱ر ۱۹۹
۴- میرزا الغ بېګ د سلطان ابوسعید زوی او د بابر تره دی چې په ۹۰۷ هجري (۱۵۰۱) کال په غزني کې مړ شو او همالته خاورو ته وسپارل شو.
۵- عبدالرزاق میرزا په غزني کې د سلطان محمود د قبر په شاوخوا کې د خپل پلار الغ بېګ د مقبرې په ګونبته کې خاورو ته وسپارل شو. پر قبر یې د مړینې تاریخ داسې لیکل شوی دی:
شاهي که زفرقتش فلک ګشنه خراب
شمس و قمر از هجر شده در تب و تاب
تاریخ وفات آن شهنشاه شهید
بر لوح فلک نوشته با خیر و صواب
(ریاض الااواج ۱۲۲)
د «خیر و صواب» کلمې د جمل په حساب (۹۱۵ هجري) کال دی.
د کابل او غزني واکمني نور بې جنجاله بابر ته پاته شوه (۱) ۹۱۵ هجري، ۱۵۰۹ م