شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهپنجشیر کې چاودنې ۶ تنه ټپيان کړل

پنجشیر کې چاودنې ۶ تنه ټپيان کړل

تاند ( شنبه د میزان ۱۴مه) په پنجشیر ولایت کې په یوه میلمستون کې چاودنې ۶تنه ټپيان کړل.

دا پېښه د جمعې په ماښام ناوخته رامنځته شوې.

ځایي سرچینو تر اوسه د دې پېښې نوعیت نه دی په ډاګه کړی، خو پنجشیر کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندانۍ ویلي، چې پېښه د ګازډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې او له امله یې ۶ تنه ټپيان شوي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه په ( دره رخ) ولسوالۍ کې د دوی په یوه میلمستون کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا ټپيان نېږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي، خو د وضعیت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب