شنبه, مې 11, 2024
Home+آیا مصنوعي ځیرکتیا (AI) به زموږ په نسبت پرمختللي شي؟

آیا مصنوعي ځیرکتیا (AI) به زموږ په نسبت پرمختللي شي؟

 درېیمه برخه

لیکنه: پروفیسور سټیفن هاوکېنګ

ژباړه: هلمند اڅړ

البته د مصنوعي ځیرکتیا وروستیو بدلونونو د اروپا پارلمان اړ کړ چې د مصنوعي ځیرکتیا او روبات د جوړولو د کنترول په موخه د مقرراتو یوه ټولګه رامنځته کړي. که څه هم شاید عجیبه وي خو دا مقررات یو الکترونیکي شخصیت په بر کې لري ترڅو د تر ټولو غښتلي او پرمختللي مصنوعي هوښ د حقونو په اړه ډاډ ترلاسه شي. د اروپا پارلمان ویاند د دې قوانینو په اړه ویلي دي “دا چې تاسو د ورځیني ژوند په بېلابېلو برخو کې د مخ پر ودې روباتونو تر اغېزې لاندې راځئ، باید ډاډ ترلاسه کړو چې روباتونه د انسان په خدمت کې دي او وي به.”

پارلمان ته وړاندې شوی ګزارش ښيي چې نړۍ د یوه روباتي صنعتي انقلاب د پیل په ټکي کې پرته ده. نوموړی ګزارش دا موضوع رانغاړي چې آیا روباتونو قانوني حق ورکول داسې چې د حقوقي شخصیت د قانوني تعریف په پرتله د یوه الکترونیکي کس په توګه وړ کار دی نه؟ که څه هم [دا ګزارش] ټینګار لري چې ټول څېړونکي او جوړوونکي باید ډاډمن شي چې ټول جوړ شوي روباتونه باید د (ناڅاپي) بندېدلو سویچ ولري.

په 2001: A Space Odyssey فلم کې دې تدبیر له پوهانو سره د ویجاړوونکي روبات (هال) سره د مقابلې په برخه کې د فلم په پای کې مرسته ونکړه خو دا یوازې یو فلم و او موږ له رښتیا سره کار لرو. د آزبورن کلارک څوملیتي حقوقي موسسې مشاوره (لورنا برازل) په نوموړي ګزارش کې وايي چې “موږ نهنګانو او یا بیزوګانو ته شخصیت نه وربښو، پر دې بنسټ د روباتیک شخصیت منلو ته اړتیا نشته” خو باید احتیاط وکړو، دا ګزارش تائیدوي چې احتمال لري د راتلونکو څو لسیزو په ترڅ کې مصنوعي ځیرکتیا د بشر له عقلاني ظرفیت څخه واوړي او د انسان او روبات ترمنځ اړیکه به له ننګونې سره مخ کړي.

تر ۲۰۲۵ز کال پورې به د ځمکې د کرې پر سر تقریباً دېرش لوی ‎ښارونه ولرو، هر یو به له لس‎ملیونو څخه ډېر نفوس ولري، داسې چې د دې لویو ‎ښارونو ټول اوسېدونکي به د شیانو د پېرودلو خدمتونه په ټاکل شوي موده کې غواړي… آیا تکنالوژي به له موږ سره مرسته وکړي چې د چټکې سوداګرۍ غوښتنې پرځای کړي؟ له شک پرته چې روباتونه به د آنلاین پېرپلور جریان ته چټکتیا ور وبښي خو په پېرودلو/ اخیستلو کې د اساسي بدلون راوستلو لپاره باید دومره چټک وي ترڅو هره ورځینۍ غوښتنه پرځای شي.

موقعیتونه د نړۍ سره د تعامل لپاره، پرته له فزیکي حضور څخه په چټکۍ سره د ډېروالي په حال کې دي. لکه څرنګه چې تصور کوئ دا به یوه راښکونکي پېښه ګڼو، زموږ ښاري ژوند موږ ټولو ته ستړیوونکی دی، څو ځله مو هیله کړي ده چې ای کاش د ځان په څېر مو یو درلودی چې د خپل کار بار مو ورسره نیم کړئ؟  د خپل ځان ریښتینی ډیجیټلي ځایناستی یوه لویه هیله ده خو وروستۍ تکنالوژي ښيي چې دا خیال داسې لیدل کېږي چې له ذهن څخه به ډېر لېرې نه وي.

کله چې ژڼی/ځوان وم، د تکنالوژۍ پرمختګ راتلونکي ته اشاره کوله چې په هغه کې به ډېر خوند د وزګار وخت څخه اخلو خو په عمل کې چې څومره کولی شو ډېر کارونه ترسره کړو هماغومره په موږ بیروبار کېږي. زموږ ښارونه همدا اوس له داسې ماشینونو څخه ډک دي چې زموږ وړتیاوو ته یې ډېروالی وربښلی دی خو څه به وشي که په یوه شېبه کې په دوو ځایونو کې شتون ولرو؟ موږ اوس د تیلیفون په سیستمونو او عمومي اعلانونو کې له خپل‎سریو غږونو څخه ګټه اخلو. اوس امریکایی مخترع (ډانیل کرافټ) په دې اړه څېړنه کوي چې څه ډول کولی شو له خپلو لیدلو څخه کاپي واخلو.

د موک (Massive Open Online Course) لپاره تعاملي زده کړې کولی شي چې د ساعتېرۍ په ډول کار ورکړي. د تکړه ډیجيټل نڅاګرو ننداره کول چې تل به ځوان پاتې کېږي؛ رښتیا چې راښکونکي به وي. ممکنه ده چې زموږ راتلونکي بېلګې (ایډیالان) به هم ریښتیني شخصیتونه نه وي[یعنې روباتیک خلک به وي].

له ډیجیټل نړۍ سره زموږ د اړیکې ډول په راتلونکي کې زموږ د پرمختګ کونجي/کیلي ده. په هوښیارو ښارونو کې چې هوښیار کورونه به ولري او دا کورونه به په هوښیارو وسایلو سمبال وي چې له دوی سره به زموږ چلند ډېر ساده وي.

1 COMMENT

  1. غواړم د تاند ويب پاڼې له خپرونو خبر شم او خپلې ليکنې د دې پاڼې له رويه خپرې کړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب