تاند: (جمعه، د کب ۵ مه) د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې د نشنل کپ په خپله لومړنۍ سيالۍ پرون نن سنګاپور ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د مالديف هېواد په کوربتوب ترسره کېږي چې پر مالديف سربېره د اففانستان، سنګاپور او ماليزيا لوبډلو په کې ګډون کړی.
ټاکل شو، چېافغان لوبډله به خپله دوهمه لوبه نن له ماليزيا سره وکړي.
د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته د افغانستان ورزش ته هم د صدمې اوښتو ويل شوي، خو افغان لوبغاړي په مختلفو برخو کي په برياليتوبونو توانيدلي، چې د افغانانو له هرکلي سره مخ شوي دي.