یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاوکراين پاکستان ته؛ د روسیې برید را باندې په ښکاره وغندئ

اوکراين پاکستان ته؛ د روسیې برید را باندې په ښکاره وغندئ

تاند: (جمعه، د کب ۵ مه) ‏‏ په پاکستان کې د اوکراین سفیر د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په ښکاره دې پر اوکراین د روس یرغل وغندي او د اوکراین په معامله دې په نړیوالو کوښښونو کې شامل شي.

 سفیر مارکیان چوچک وویل پاکستان دې دا اونۍ په ملګرو ملتونو کې د اوکراین په اړه د کيدونکو پريکړو ملاتړ هم وکړي.

هغه وویل د اوکراین په اړه اړه پریکړه ليک به د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې شي او پکې به په اوکراین کې د امنيت د تامينولو، جامع او منصفانه حل غوښتنه وشي.

 اسلام اباد د اوکراین د جګړې په اړه بې طرفه دریځ خپل کړی.

پاکستان تر دې مخکې د اوکراین په اړه په ملګرو ملتونو کې د امریکا له لوري له يوه وړاندې شوي پريکړه ليک سره ملتيا او مخالفت دواړه نه و کړی.

پاکستاني چارواکو د اوکراین د غوښتنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب