هغه ژوند او فرصتونه چې انسان یې په خپلې ټولنې کې غواړي او چې ورته د رسېدو فرصتونه یې په لاس نه ورځي، ناهیلي زیاته شي،زړه مات شي او ژوند تنګ شي؛ نو دا وخت یې د دید سترګې په پردیو ټولنو خښې شي. په دې لاره کې هرې سختې ته غاړې وزي، حتی دژوند په بیه ځینې فرصتونه مومي. ډېری افغانان د ایران او ترکیې د عسکرو د مرمیو خوراک شول، څوک غلو برمته او ووژل، څوک سختوواورو او یخنۍ ووژل. په دوی کې ځینې ښه وو چې په مرګ یې د بېچاره وطن د غېږې نصیب وشو خو ځینې هیڅ مالوم نه شول، ورک شولاو د کورنۍ یې د مړي د لېدو په ارمان پسې سینې وسوې.
له دې ټولو سره سره چې انسان زړه ورته ښه کوي دا دی، چې انسان فکر کوي چې ډېرې پیسې، ښه ځایونه، ښکلی کور، ښه لباس او ډېرنور نور څه سړی خوشالولی شي، خو داسې نه ده. ډېر خلک په خپلې قرارۍ کې نا قراره دي. یو وخت د ډېر لوکس او ماډرن ژوند هیلهکوي خو چې ور ورسیږي بیا بېرته غواړي چې په کور کې د خټو انغری ولري، تر باران وروسته دې د خپل کور د خټو بوی محسوس کړي. انساني ژوند د ضدادو ټولګه ده یو وخت څه غواړي، بل وخت بیا بل څه. بس دې ټولو ته بیا د خدای تعالی ځواب انسان ته دا وي، چېتاسې فکر کوی چې که ډېره شتمني ولری ستاسې ژوند به خوشاله وي خو نه، قران وایي: (الا بذکرالله تطمءن القلوب) یعنې یوازې د اللهتعالی په ذکر سره زړونو ته اطمېنان حاصلیږي. تاسې به څه فکر کوی چې د ایلن ماسک چې د نړۍ ملیاردر دی نو څه ارمان له یې په زړهپاتې وي، خو هتمن د هغه په ژوند کې لا هم څه نیمګړي ارمانونه شته. چې خبره مو په بل خوا لاړه نه شي، په پردیو وطنونو د د افغان وطند ژڼیو په سختیو غږېږو، ولې داسې وشول؟
وروستۍ لسیزه د افغان ملت لپاره ډېره سخته تمامه شوه. هسې دلته خو له کلونو راهیسې جګړو خلک ځورولي خو کله کله حالات بیخياپوټه شي، نه د ځوان، د مشر، نه د ښځې، نه د ماشوم او نه د تحصیل کړي انسان ژوند او عزت خوندي نه وي.
د کاروان دا شعر هغه وخت د سړي سترګو ته ودریږي چې په پردي وطن خپل وطنوال په داسې کارونو سړی وګوري چې هم یې له توانپورته وي او هم یې له حیثیت سره نه جوړیږي، خو څه به کوې بېکاره وخت تېری خو هم نه شي، یا به کار کوې او که نه بیا وږی کېږې.
د وطن پېغله په خپل وطن کې خانه
په پردي وطن کې خانه شي مزدوره
وخت وړاندې ایران ته لاړم، هیله مې دا وه چې چېرته له افغانانو سره واوسم، یو ځای مې پیدا کړ چې ورغلم د دوی خوارۍ او زحمات مېچې ولېدل، افسوس مې وکړ. باور وکړی که وطن کې څه کاري فرصت وی او دا خلک هلته په کار لګېدلي وای، وطن ته به یې ډېر خېررسېدلی وی. هغه کارونه چې بهرنیان یې په خپل وطن کې نه کوي هغه کارونه بیا مجبوراً افغانان کوي، له هماغه عادي کار څخه دومرهپیسې برابروي چې وطن کې یې ښه ګوزاره پرې کېږي. یوې کار خانې کې هزاره وطنوال سره پاتې شوم، د کار پر مهال یې به الکولاستعمالول، ومې پوښتل ولې دومره ډېر. ویل یې نه کېږي چې دا شی نه وي، ماته د پل سخته لاندې لوګیو وهلې ځوانۍ رایادې شوې چېاکثرو یې به یې ویل ایران کې معتاد شوي، همدلته کارونه سخت دي ځینې ما په خپله ولېدل چې شپاړس ساعته کار کوي او په اوونۍ یوهورځ رخصتي هم نه لري، نو دومره ډېر کار د انسان له وسې پورته دی، بدن یې مقاومت نه لري، په وجود دردونه ګډ شي او د درد د تسکینلپاره تریاک استعمالوي بیا وروسته پرې عادت شي خبره تر پوډرو او شېشې ورسي بیا یې نو غم د کار نه وي، غم دا وي چې یو دود ورتهپیدا شي. د پل سوخته اکثریت یې له همدې ځایه عادت شوي او پر خپل وطن بوج شوي دي.
ځینې سختو او بدو ورځو ته ځان ورکوي خو ولې
داسې سختو لارو او کارونو ته زړه ښه کوي؟ ناهیلي بد مرض دی، هیلې زندۍ کوي، امیدونه وژني او ځواني خرابوي.
یو وخت ځواني وي، زور وي او د سړي له وسه هره چاره پوره وي. خو وخت تېرېږي او ځواني زړیږي او زور اوبه کېږي. بیا انسان حیرانپاتې شي چې ټول عمر یې لالهاند او په منډو تېر شو، ځینې ښه وي د ژوند لپاره یې څه وسیله پیدا کړي وي خو ځینې د عمر تر اخېرههمداسې لالهاند وي، ستړی وي او مزدوري یې له ژوند سره غاړه وتي وي. سړی حیران شي چې دا د ژوند مفهوم څه شو ټول عمر په دا اوهغه کې تېر شي، څوک ټول عمر په مرض پراته وي او د ښه صحت هیلې یې مرګ تر زواله ورسوي. که مو لوستي وي ممکن بې ارزښتهدرته ښکاره شي ځکه څه چې ما غوښتل او احساس مې وو هغه شان به مې مطلب نه وي رسولی.
ډېرو ته به بې مفهومه وي، خو زه وایم چې ژوند کار دی او کار یا سخت وي او یا وي نه.
څه ستړی نظر مې ستا لېمو کې خوبیولی شي
څوک لکه مزدور د کار جامو کې خوبیولی شي