Homeخبرونهافغانستان کې په لومړي ځل د VIP بسونو فعاليت پیل شو

افغانستان کې په لومړي ځل د VIP بسونو فعاليت پیل شو

تاند: (پنجشنبه، د کب ۴ مه) ‏‏د‌ طالبانو د رژيم چارواکو ويلي، چې افغانستان کې په لومړي ځل د VIP بسونو فعاليت پیل شوی.

 د طالب چارواکو په وينا، یاد VIP بسونه چې د یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت لخوا نوي وارد شوي دي ځانګړي عصري خدمتونه لري.

 روزل شوي مېلمه پال، د انټرنټ وایفای، راحت سیټونه، د کارکوونکو خاص یونیفورم، مسافرينو ته وړیا خوراک او څښاک او د يو شمېر نورې اسانتياوې د دغو بسونو ځانګړنې ښودل شوي دي.

چارواکو ويلي چې دغو بسونو د کابل مزار شريف او کابل کندز تر منځ خپل فعاليت پیل کړ‌ی.

 د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستيال ملا عبدالسلام حيدري د دې بسونو د فعاليتونو د پرانيستې پر وخت دغه هڅه ستايلې ده.

د افغانستان له ټرانسپورټي سيستم، په ځانګړي ډول د لويو لارو له دغو خدمتونو خلک ډېر شکايت لري.

له همدې امله د چارواکو له لوري د نويو دغو خدمتونو په اړه خبرې د خلکو له هرکلي سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...