Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کانونو د استخراج په بدل کې د کابل – کندهار د...

د کانونو د استخراج په بدل کې د کابل – کندهار د سړک رغولو خبر ورکړل شو

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۴ ) د طالبانو د ټولګټو وزارت، نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د کانونو د استخراج په بدل کې، د کابل – کندهار لویې لارې د ترمیم او رغولو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي دي: ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لویې لارې اقتصادي ارزښت ته په کتو سره، پلان لري چې دا لویه لاره په پنځو برخو کې چې (له ارغندۍ چوک څخه تر دوراني بازار، د غزني له مرکز څخه تر پښ کنده، له پښ کنده څخه تر قلات، له قلات څخه تر شهر صفا او له شهر صفا څخه تر مانجه) پورې تقسیم شوې، د کانونو د استخراج په بدل کې له ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد او په اساسي ډول ترمیم او بیاورغوي.

په اعلامیه کې له ټولو هغو داخلي ساختماني او د سړک جوړولو شرکتونو او ملي سوداگرو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لیوالتیا ولري او اړوند شرایط یې پوره کولای شي، غوښته شوې چې د ۱۵ ورځو په موده کې دې د بشپړ معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ټولګټو وزارت ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ چې کابل – کندهار لویه لاره، یوه اساسي او مهمه سوداګریزه لاره ده چې د ګڼو جنوبي او جنوب غربي ولایتونو په نښلون سربېره، له ګاونډیو هېوادنو سره د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې اغېزمن ټرانزیټي او اقتصادي رول لري.

د طالبانو دا اقدام ځینو خلکو ستایلی، خو یو شمېر شنونکي باور لري چې افغان کانونو سره د دوی چلند  بې باکانه او سطحي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...